• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نیمروز او زاهدان ترمنځ د ترانزیټي اړیکو د پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته شوې

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د نیمروز ولایت د ترانسپورټ ریاست مسولینو د ایران په زاهدان ولایت کې له ایراني چارواکو سره د ترانزیټي او ټرانسپورټي اړیکو د پراختیا لپاره ناسته کړې. ناسته کې د وسایطو تګ راتګ، د توکو لېږد او د مسافرو د خوندیتوب په اړه خبرې شوي.

ددغه وزارت په خبرپاڼه کې چې د پنجشنبې په ورخ یې خپره کړې راغلي، د نیمروز ولایت د ترانسپورټ رییس ملا محمد اقبال کلیم الله په مشرۍ، د طالبانو د بېلابېلو ادارو استازو د ایران زاهدان ولایت ته سفر کړی او هلته یې له ایراني چارواکو سره ګډه ناسته کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانسپورټي وسایطو فعالیت، د مسافرو او سوداګریزو توکو د خوندي تګ راتګ او د ترانزیټي اسانتیاوو د برابرولو پر موضوعاتو بحث شوی.

د ناستې هدف د طالبانو او ایران ترمنځ د ترانسپورټي اړیکو پیاوړتیا او د سیمه‌ییزو سوداګریزو لارو د اسانتیا رامنځته کول بلل شوي دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان له برېد وروسته کابل کې یوه روغتون د ټي ټي پي د ټپیانو د درملنې قرارداد لغوه کړی

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۱ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په کابل کې د هېواد شفاء خصوصي روغتون پر افغانستان د پاکستان له بریدونو وروسته د ټي ټي پي د ټپیانو د درمنلې قرارداد لغوه کړی دی، خو روغتون دغه ډول قرارداد ردوي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ټي ټي پي مشر مفتي نور ولي مسید پر کابل د پاکستان له هوايي برید څخه څو ورځې وړاندې د خپلو ټپیانو د لیدلو لپاره کابل کې هېواد شفاء خصوصي روغتون ته تللی و.

سرچینو ویلي، چې د کابل ـ لوګر پر سړک په قلعچه سیمه کې د هېواد شفاء روغتون له ټي ټي پي سره د یوه قرارداد له مخې د یادې ډلې د ټپیانو درملنه کوله.

سرچینو ویلي، چې دغه روغتون پر کابل له برید وروسته له ټي ټي پي سره خپل قرارداد لغوه کړی دی، خو روغتون دا ډول قرارداد ردوي.
د پاکستان هوايي ځواکونو د تلې په ۱۷مه نېټه پر کابل ښار او د پکتیکا د برمل ولسوالۍ مرغۍ سیمه کې هوايي بریدونه وکړل.

پاکستان په غیر مستقم ډول ویلي و، چې د کابل په برید کې یې د ټي ټي پي مشر نور ولي مسید وژلی دی.

خو له یادو بریدونو څو ورځې وروسته د ټي ټي پي مشر نور ولي مسید په یوې تازه ویډیو کې، چې په غرنیو سیمو کې یې اخیستې وه وویل د خېبر پښتونخوا ایالت په خېبر ولسوالۍ کې اوسیږي او له خپلو قبایلي سیمو فعالیت کوي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په دوحه کې د دواړو لوریو ترمنځ مذاکراتو وروسته ودرول شوه او طالبانو ژمنه کړې، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاوندي هېواد پر ضد نه کاریږي.

تردې وړاندې پاکستان ویلي و، چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې ټي ټي پي ته پټنځایونه ورکړي دي او د کابل په ګډون د افغانستان په نورو ولایتونو کې یې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي.

احمد شکیب د اسلام‌اباد نړیوال اسلامي پوهنتون له رییس سره د افغان محصلینو پر ستونزو غږیدلی

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۳ GMT+۱

په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت ویلي چې ددغه سفارت سفیر سردار احمد شکیب د اسلام‌اباد نړیوال اسلامي پوهنتون له رییس ډاکټر احمد سعد الاحمد سره د افغان محصلینو پر ستونزو خبرې کړي.

اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د پنجشنبې په ورځ د لړم په لومړۍ نېټه، پر اېکس پاڼې لیکلي چې سردار احمد شکیب د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون له مشر سره لیدنه کړې او په لیدنه کې شکیب یاد پوهنتون د اسلامي ورورولۍ او د مسلمانو ملتونو ترمنځ د علمي همغږۍ سمبول بللی دی.

همدا راز شکیب د کابل نړيوال اسلامي پوهنتون د جوړیدو په اړه معلومات وړاندې کړل او د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د علمي، تخنیکي او څېړنیزو اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه یې وکړه.

سفارت زیاتوي، چې شکیب په پاکستان کې د افغان محصلینو وروستۍ ستونزې مطرح کړې او وې ویل: «د استوګنې د پي‌او‌ار او ای‌سي‌سي اسنادو د اعتبار ختمېدل، د تحصیلي ویزو د تمدید ستونزې، مالي مشکلات او د بورسونو محدودیتونه د محصلینو د جدي اندېښنو سبب شوي او د دوی د تحصیل بهیر یې متاثر کړی دی.»

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت ویلي، چې ډاکټر احمد سعد الاحمد ژمنه وکړه چې یادې اندېښنې به د پوهنتون له رهبري هییت سره شریکې کړي او د خپلې صلاحیتي حوزې په کچه به د افغان محصلینو د ملاتړ لپاره اقدام وکړي.

سفارت زیاتوي چې نوموړي د اسلام‌اباد نړيوال اسلامي پوهنتون او کابل نړيوال اسلامي پوهنتون ترمنځ د همکاریو د پراخېدو وړاندیز هم تایید او ملاتړ یې کړی.

د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا د یو پلاوي په مشرۍ تاجکستان ته په سفر تللی

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۱ GMT+۱

په بلخ کې د طالبانو د والي ویاند ویلي، محمد یوسف وفا د یو پلاي په مشرۍ د تاجکستان په رسمي بلنه د یاد هېواد پلازمېنې دوشنبې ته سفر کړی. نوموړي زیاته کړې، چې یوسف وفا د تاجکستاني مسولینو سره د لېدنې پرمهال د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی.

د بلخ د والي ویاند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې محمد یوسف وفا تاجکستان ته د سفر په ترڅ کې له یو شمېر تاجکستاني مسولینو سره لېدلي.

محمد یوسف وفا د یادې لېدنې پرمهال له تاجکستان سره د ډېپلوماټیکو، اسلامي، فرهنګي، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

محمد یوسف وفا ویلي:«د افغانستان په اقتصادي بریا کې او د اقتصادي اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د ټولو هېوادونو ګټه او د ګاونډیو هېوادونو سره ښه تعاملات او اړیکې راتلای شي او که خدای مکړه افغانستان کې ناامني راځي نو دا به نه د افغانستان او نه د همسایه هېوادونو په ګټه وي.» هغه زیاته کړې: «د تروریز په وړاندې باید ګډه مبارزه وکړو.»

د بلخ د والي ویاند دا نه دي ویلي، چې ملا هبت‌الله ته دغه نږدې کس او د بلخ والي تاجکستان ته د خپل سفر پر مهال د کومې کچې تاجکستاني مسولینو سره لېده کاته کړې دي.

پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د وسله‌والو د شتون د مخنیوي لپاره اقدامات کړي

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر جنرال احمد شریف چودري ویلي، اسلام‌اباد د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد اغېزمن اقدامات کړي چې په افغانستان کې حضور لري. د طالبانو حکومت بیا د پاکستان دا ادعا چې په افغانستان کې وسله والې ډلې شته ردوي.

د پوځ د عامه اړیکو رییس احمد شریف چودري دا څرګندونې د صوابۍ په ټوپي سیمه کې د غلام اسحاق خان د انجنیرۍ او ټېکنالوژۍ په انسټېټیوټ کې د محصلینو له یوې ناستې سره د خبرو پر مهال وکړې.

هغه وویل، پاکستان د وسله والو د شتون پر ضد لازم ګامونه اخیستي او پوځ به په راتلونکي کې هم د هر ډول برید یا دښمنۍ پر وړاندې ټينګ دریږي.

په دې ناسته کې احمد شریف د پاکستان او افغانستان ترمنځ په ډيورنډ فرضي کرښه د وروستیو نښتو، امنیتي وضعیت او د ټولنیزو رسنیو رول باندې هم خبرې وکړې.

چودري زیاته کړه، د هېواد ځوان نسل د ملت د روښانه راتلونکي ضامن دی او د پاکستان د پرمختګ او هوساینې لپاره مهم رول لري.

طالبان وايي په درېیو ولایتونو کې یې نږدې ۴۰ ټنه قاچاقي توکي نیولي دي

۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۷ GMT+۱

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې یې د کندهار، نیمروز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې ۳۷،۵۲۶ ټنه قاچاقي توکي نیولي دي. دغه وزارت زیاتوي، قاچاق کوونکو غوښتل یاد توکي له ګمرکي محصول پرته په قاچاقي ډول افغانستان ته داخل کړي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې په نیول شویو توکو کې انساني او حیواني درمل، چاکلېټ، ګوړه، د دېګ مساله، پاکټي کوچ، خرما، رخت باب، تمباکو، د چلم مېوه او نور توکي شامل وو.

د طالبانو د مالیې وزارت زیاته کړې، چې د یادو قاچاقي توکو په تور یې یو شمېر ګسان هم نیولي او عدليي ارګانونو ته یې ورپیژندلي دي.

همدا راز سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستان او ایران څخه درمل او نور توکي د طالبانو له خوا د لوړو مالیو له امله پر قاچاقي لارو افغانستان ته داخلیږي.