• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په افغانستان کې ډېری متشبثې ښځې له رسمي مالي پورونو محرومې دي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام وايي، په افغانستان کې د کوچنیو کاروبارونو څه کم لس سلنه یې رسمي پورونو ته لاسرسی لري او په وینا یې پاتې متشبثې ښځې له دغو پورونو محرومې دي.

له دې سره سم، دغه پروګرام لپاره یو میلیون ډالري ضمانت د دې لامل شوی چې د ښځينه متشبثینو په ګډون څه باندې ۷ زره متشبثین رسمي پورونه ترلاسه کړي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام لپاره د یو میلیون ډالرو ضمانت په افغانستان کې د ۲ زره او ۲۵۵ ښځينه متشبثینو په ګډون ۷ زره او ۵۰۰ متشبثینو ته د شاوخوا ۲۰ میلیونو ډالرو د پور ورکړې زمینه برابره کړې ده.

په دې پروګرام ‌سره د ۵ زره ښځو په ګډون شاوخوا ۱۶ زره کسانو ته د کاروبار زمینه برابره شوې ده.

د وچې مېوې د یوه شرکت مالکه ازیتا د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام ته ویلي: «شاوخوا ۸ میاشتې مخکې مې د ۵۰۰ زره افغانیو پور ترلاسه کړی. په دې پیسو سره مې وچه مېوه وپېرله او له پروسس وروسته به یې ایران ته صادره کړم.»

هغه زیاتوي: «دمګړی زما په شرکت کې ۱۰ ښځې کار کوي او خاوند مې هم راسره همکاري کوي. اوس مې د پلور کچه له ۷۰ زره افغانیو څه باندې ۲۰۰ زره افغانیو ته لوړه شوې ده.»

په هرات کې د یوه درملتون مالکه فاطمه هم وايي: «۵ میاشتې مخکې مې ۳۰۰ زره افغانۍ پور واخیست. په دې پیسو سره مې په عمده توګه درمل وپېرل او خور ته مې هم د خیاطۍ ماشینونه واخیستل، څو ورسره په هرات ښار کې کار پیل کړي.»

دا زیاتوي: «له پور کولو مخکې په میاشت کې مو ټول عاید شاوخوا ۳ زره افغانۍ و، خو د پور له اخیستنې وروسته مو خپل کاروبار پراخ کړ او ورسره مو اقتصادي وضعیت ډېر ښه شو.»

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د ټکني اقتصاد او د معیشتي ناامنۍ د ډېرښت په درشل کې په دغه نوي پروګرام (اعتباري تضمین) سره له یو شمېر کوچنیو او منځنیو کاروباریانو ملاتړ شوی او همداراز نوې دندې رامنځته شوي او دغه وضعیت د ښځو په منځ کې هیله‌مندي ډېره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د «اعتباري تضمین» پروګرام کوچنیو شرکتونو ته د پور ورکړې لپاره د بانکونو د هڅونې په موخه جوړ شوی دی. ملګري ملتونه د دغه پروګرام په ترڅ کې د پوروړو شرکتونو له لوري پر وخت د پور نه ورکړې په صورت کې له یاد تضمینه د بانکونو پیسې ورکوي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د ناروې د کډوالو شورا په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۵ GMT+۱

د ناروې د کډوالو شورا په افغانستان کې د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، وچکالۍ او د کډوالو ستنېدو د فقر او بې‌کارۍ ناورین لا پسې زیات کړی دی.

یادې شورا زیاته کړې، چې د نړۍوالو مرستو کمېدو د دې سازمان د سیمه‌ییزو مرکزونو وړتیا محدوده کړې، څو له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.

دغې شورا د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) نېټه پر اېکس پاڼې په یوه یادښت کې د بادغیس ولایت د اوسني وضعیت له پایلو څخه اندېښنه څرګنده کړه او ویلې دي، چې د دې سازمان ټولنیز مرکز په دغه ولایت کې د مرستو د کمښت له ستونزې سره مخ دی.

د ناروې د کډوالو شورا ټینګار کړی، چې د افغانانو د ملاتړ لپاره بېړنۍ نړۍوالې مرستې مهمې دي. دغه بنسټ مخکې هم ویلي و، چې هره ورځ لسګونه زره افغانان له ایران څخه هېواد ته ستنېږي؛ خو د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي سرچینې شتون نه لري.

دا اندېښنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر مخکې په افغانستان کې د وچکالۍ، د بودیجې د کمښت او ګڼو ناورینونو د زیاتېدو خبرداری ورکړی و.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د افغانستان شاوخوا نیمایي وګړي د ژوند د دوام لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري او دغه مرستې لا هم د افغان ښځو او نجونو د ژغورنې یوازینی تمویل ګڼل کېږي.

عبدالباري عمر: د هېواد پرمختګ یوازې د حکومت دنده نه، بلکې د ټولو ګډ مسوولیت دی

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د برېښنا شرکت عمومي اجراييوي مشر عبدالباري عمر وايي، چې د هېواد پرمختګ یوازې د حکومت دنده نه، بلکې د ټولو ګډ مسوولیت دی. نوموړي په یوه پیغام کې له خلکو غوښتي: «دا نظام له تاسو پیسې نه غواړي، خو د هېواد د ابادۍ لپاره هر څوک باید خپل رول ولوبوي.»

عبدالباري عمر د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) پر خپلې اېکس پاڼې په یوې غږیزې وینا کې ویلي، چې که غواړو په اقتصاد، صنعت، سوداګرۍ او نورو برخو کې پرمختګ وکړو، نو له نظام سره باید اوږه په اوږه همکاري وکړو.

نوموړي دا هم ویلي، چې په هېواد کې سوداګر او صنعتکاران شته او که په ګډه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وشي، هېواد به پر ځان بسیا شي.

عمر دا څرګندونې په داسې مهال وکړې، چې د طالبانو مشر اړوندو مسوولینو ته د کونړ پر سیند د بند د جوړولو لارښوونه کړې ده؛ هغه پروژه چې ډېر افغانان یې د عملي کېدو هیله لري.

طالبان د خواجه اصف د څرګندونو په غبرګون کې: په هېواد کې مو د پوځي کودتا وخت رارسېدلی دی

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۵ GMT+۱

طالبانو د پاکستان د دفاع وزیر د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې که د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ په ترکیه کې روانې خبرې ناکامې شي نو پاکستان به مستقیمې جګړې ته داخل شي، ویلي: «د تاسو په هېواد کې د پوځي کودتا وخت رارسېدلی دی.»

په داسې حال کې چې په ترکیه کې د افغان طالبانو او پاکستاني پلاوي تر منځ د سولې د دویم پړاو خبرې روانې دي، د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) په سیالکوټ کې خبرداری ورکړ، که د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ په ترکیه کې روانې خبرې ناکامې شي، نو پاکستان به مستقیمې جګړې ته داخل شي.

د پاکستان دفاع وزیر: که له طالبانو سره خبرې ناکامې شي نو موږ به مستقیمې جګړې ته داخل شو | افغانستان انټرنشنل پښتو

د طالبانو د افغانستان بانک د نظارت او مالي خدمتونو عمومي امر لطف‌الله خیرخواه د خواجه اصف د دغه خبرداري په غبرګون کې ویلي، په پاکستان کې پوځ د کودتا لپاره چمتووالی نیسي.

خیرخواه زیاته کړې: «له ۱۹۴۷ کال راهیسې دا به پنځم ځل وي چې یو ملکي حکومت نسکورېږي. له بده مرغه، پاکستان هېڅکله د خپلو خلکو نه وو.»

هغه پاکستان پوځي اډې ته ورته بللی او په ډاګه کړې یې ده: «دا [پاکستان] یوه پوځي اډه ده، نو د پوځ غرور لومړیتوب لري.»

د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړې: «هغه کسان چې موږ ورسره په دوحه کې خبرې وکړې ټول په پاکستان کې لوی شوي دي.»

په دوحه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې په لومړي پړاو خبرو کې د پاکستاني پلاوي مشري خواجه اصف او د طالبانو د پلاوي مشري دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد کوله.

په ترکیه کې د دواړو لوریو تر منځ په روانو خبرو کې د طالبانو د کورنیو چارو، دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو شپږو استازو او ۷ پاکستاني ډېپلوماټانو او امنیتي چارواکو ګډون کړی دی.

د خبرو اترو په دې پړاو کې دواړه خواوې به د دوحې د موافقې د پلي کولو پر جزییاتو خبرې وکړي.

پاکستان له طالبانو څخه غوښتي، چې د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو مخه ونیسي او طالبانو پر اسلام اباد غږ کړی، چې د دې ډلې له مخالفینو ملاتړ ودروي.

ترکیې سږکال له ۳۰ زرو څخه ډېر افغان کډوال نیولي دي

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۸ GMT+۱

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې په ترکیه کې د بېلا بېلو هېوادونو ۱۲۲۰۰۰ څخه ډېر غیر قانوني کډوال نیولې. د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په نیول شویو کډوالو کې ۳۰،۰۹۹ یې افغانان شامل دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې یاد افغان کډوال یې د ۲۰۲۴ کال د جنوري او اکټوبر میاشتي د دویمې اوونۍ په منځ کې د ترکیې په بېلابېلو سیمو کې نیولي، خو د یادو کډوالو د شړلو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په نیول شویو کډوالو کې د افغان کډوالو ترڅنګ د سوریې، ازبکستان، ترکمنستان او ایران وګړي هم شامل دي، خو د افغانانو شمېر د نورو هېوادونو د کډوالو په پرتله خورا ډېر دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د غیر قانوني کډوالو د نیولو عملیات لا هم دوام لري او په دغه هېواد کې غیر قانوني کډوالو ته د اوسېدو اجازه نه ورکوي.

طالب پلاوي د رېل پټلۍ د نړیوالې اتحادیې په ۳۶مه سیمه ییزه غونډه کې کډون وکړ

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۴ GMT+۱

د طالبانو ټولګټو وزارت وايي چې ددغه وزارت پلاوي د ترکیې هېواد ته د سفر پرمهال د یو تخنیکي ټیم په ملتیا د رېل پټلۍ د نړیوالې اتحادې په ۳۶مه سیمه ییزه غونډه کې کډون کړی. دوی زیاتوي په دې غونډه کې د غړو هېوادونو ترمنځ تخنیکي او مدیریتي برخو کې خبرې شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت نن شنبه (د لړم ۳مه) پر اېکس‌پاڼې لیکلی، چې په دې غونډه کې د یاد وزارت تخنیکي پلاوي د افغانستان د رېل‌پټلۍ د څېړنو، ډیزاین، جوړولو، ګټې اخیستنې او د رېل‌پټلۍ د زیربناوو د ساتنې او څارنې په برخو کې خپل فعالیتونه، پرمختګونه او لاسته راوړنې د پریزینټیشن له لارې شریک کړل.

طالبان زیاته کړې، چې د دوی وړاندې شوی پریزېنټېشن د غونډې کډونوالو لخوا تایید او وستایل شو.

د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د طالبانو د ټولګو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال محمد اسحاق د پلاوي مشري کوله.