• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په تېرو څلورو کلونو کې یې د څه باندې ۷ زره ښځو د جبري نکاح مخه نیولې

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۷ GMT+۰تازه شوی: ۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي، چې په تېرو دوو میاشتو کې یې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د ۵۶ او په څلورو کلونو کې د اووه زره ښځو د جبري نکاح مخه نیولې ده.

د یاد وزارت ویاند زیاته کړې، چې د تېرو څلورو کلونو په موده کې افغان ښځو ته د هغوی شرعي حقونه ورکړل شوي دي.

نوموړي دا نه دي ویلي، چې افغان ښځو ته کوم شرعي حقونه ورکړل شوي، ځکه دمګړۍ افغانې مېرمنې د زده کړو، کار او سفرونو په ګډون له ګڼو شرعي او انساني حقونو نه بې برخې دي.

ترویج لرونکی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې
۱
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۴

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

۵

ملګرو ملتونو د طالبانو د پنځو جګپوړو چارواکو د پاسپورټونو او هویت اړوند معلومات نوي کړل

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو مالیې وزارت پر یو شمېر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړې

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۲ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د مالیې وزارت تعرفې کمیټې اعلان وکړ، چې د کورني صنعت او تولیداتو ملاتړ، د کرنې او سوداګرۍ د ودې اصل ته په کتو سره یې پر یو شمېر خوراکي توکو او اقلامو تعرفې لوړې کړې دي. پر ډبرو سکرو۱۸ سلنه او دغه راز پر ځینو تازه مېوو، او پیاز او رومیانو تعرفې لوړې شوې.

د طالبانو د مالیې وزارت ویاند نن یکشنبه، د لړم ۳مه په خپل اېکس کې د اعلامیې په خپرولو سره لیکلی، چې دغه پرېکړه د یاد وزارت د وزیر په مشرۍ د تعرفې کمیټې په پنځمه ناسته کې شوې ده.

په دې ناسته کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، د کانونو او پټرولیم، اقتصاد او عامې روغتیا وزاتونو مرستیالانو او استازو، د استخباراتو لوی ریاست، د معیار او کیفیت ملي ادارې، د کانونو او صنایعو، پانګونې او د کرنې او مالدارۍ مسوولینو ګډون درلود.

یاد وزارت وايي، چې په دې ناسته کې د کورني صنعت او تولیداتو په ملاتړ د کرنې او سوداګرۍ د ودې اصل ته په کتو لاندې پرېکړې وشوې، چې تعرفې د اوصلو به سم پلي شي.

100%

په تخار کې د جنرال داوود پخوانی ساتونکی وژل شوی

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۴ GMT+۰
100%

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو ضد وژل شوي قوماندان جنرال داود داود یو پخوانی سرتېری او ساتونکی د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې وژل شوی دی. د سیمه ییزو سرچینو په وینا، کمین جان د فرخار ولسوالۍ په چشمه ګرمک کلي کې نامعلومو وسله والو وژلی.

دغه پخواني سرتیري ته نږدې سرچینو نن د شنبې ورځ، د لړم ۴مه وویل چې هغه "درې وسله والو کسانو چې په سراچه ډوله موټر کې سپاره ول، په ډزو وواژه.

د سرچینو په وینا، کمین جان په پخواني حکومت کې شاوخوا ۱۲ کاله د شمالي پولیسو زون قوماندان جنرال داود داود د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوله.

د سرچینو په وینا، دغه پخوانی سرتېری د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط او د طالبانو له بېرته راستنیدو وروسته په فرخار کې په کرنه بوخت شو.

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د کمین جان د مړینې په اړه څه نه دي ویلي.

ځینو سیمه ییزو سرچینو طالبان د دغه پخواني سرتیري په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

ایران د بهرنیو کارګرو لپاره د بیمې پروګرام پیلوي

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۹ GMT+۰
100%

د ایران همغږۍ او ټولنیزو چارو وزارت د وګړوعمومي مدیر یت ویلي، دا مهال د موجوده شمېرو له مخې په ایران کې شاوخوا ۴۰۰زره بهرني اتباع په قانوني ډول کار کوي او نور غیرقانوني کارګران هم شته. وایي، تر دې وروسته قانوني کارګران ایران کې بیمه هم ولري.

ایرنا خبري اژانس لیکلي، چې د بهرنیو کارګرو کار یوازې تر افغان کډوالو پورې محدودي نه دی او په ایران کې د نورو هېوادو اوسېدونکي هم کار کوي.

د همغږۍ او ټولنیزو چارو وزارت د اتباعو عمومي مدیرعلي باقري وویل: «که ایرانيان غواړي چې بهرني اتباع په کار وګوماري،د کاري جواز له لارې یې ګومارلای شي».

باقري په ایران کې د کارګرانو بیمې ته په اشارې سره زیاته کړه، ټول هغه بهرني وګړي چې په ایران کې کار کوي د بیمې مستحق دي، کوم ایرانی چې بهرنی کارګر ګوماري باید د کاري پېښو په صورت کې د هغه مسوولیت پر غاړه واخلي او هغه تر ګومارلو مخکې بیمه کړي.

د ترکیې مذکرات؛ طالبانو خپلې غوښتنې په لیکلې بڼه پاکستاني پلاوي ته سپارلي

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۰ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون چې طالبانو خپله مسوده پاکستان پلاوي ته سپارلې او هغوی هم خپله دویمه مسوده دوی ته سپارلې ده. د ترکیې په وخت نن دولس بجې به يو وار بيا دواړه ټیمونه د منځګړو په حضور کې سره کېني او هڅه به وکړي چې یوې وروستۍ پرېکړې ته سره ورسېږي.

د طالبانو مذاکراتي ټيم تر ۱۵ساعته پرله‌پسې خبرو وروسته تېره شپه ۲ بجې پاکستاني لوري ته خپله وروستۍ مسوده وسپارله.

د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلوېزیون پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دې مسوده کې دې ټکو ته پام شوی، چې پاکستان باید د افغانستان ځمکنی او هوايي حريم نقض نه کړي او د افغانستان پر ضد هیڅ یوې مخالفې ډلې ته اجازه ورنه کړي، چې د پاکستان خاروه د افغانستان پر ضد وکاروي.

راپور کې ویل شوي، د اوربند د هوکړې د تعقیب لپاره باید يو څلور اړخيزه چينل جوړ شي چې د سرغړونو، ارزونې او معلوماتو تبادله په‌کې وشي.

طالبان وایي،‌ تېره اونۍ د وسپنې پټلۍ له لارې تر ۱۰۰ زره مټریک ټنو ډېر انتقالات شوي

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۴ GMT+۰
100%

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس یکشنبه د (لوم ۴مه) ویلي چې په تېره اونۍ کې د وسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۹۶۱۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي. په دې انتقالاتو کې صادرات هم شامل دي.

د حیرتان له لارې (۹۳۲۳۸) ټنه، د اقینې بندر له لارې (۹۳۹۵) ټنه، د تورې غونډۍ له لارې (۱۸۰۲۰) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۸۹۵۹) ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال (۱۲۹۶۱۲) ټنه کېږي.

محمد اشرف حق شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دې انتقالاتو کې صادرات او واردات دواړه شامل دي.

هغه ویلي، چې د صادراتو په لړ کې د (۱۲۶) ټنو په اندازه وچه مېوه صادره شوې ده.

اقتصاد پوهان وايي، چې د افغانستان صادرات د وارداتو پرتله یوه سلنه هم نه کېږي. که د صادراتو او وارداتو ترمنځ توازن نه وي د هغه هېواد اقتصاد ته زیان اوړي او په مصرفي هېواد بدلېږي.