د طالب چارواکي ادعا: د طالبانو «حکومت» په نړۍ کې بېساری دی

د پنجشېر لپاره د طالبانو والي ادعا کوي، چې د طالبانو «حکومت» د افغانستان د پخوانیو حکومتونو او ان د نړۍ په کچه بېساری دی، ځکه ټولې چارې یې د دیني عالمانو لهخوا پرمخ وړل کېږي. دا ادعا په داسې حال کې مطرح کېږي، چې له روسیې پرته بل هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.




