نړیوالو بازارونو ته د هرات د لاسي اوبدل شویو غالیو صادرات زیات شوي دي

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس وايي، چې د روان کال له پیل راهیسې له دغه ولایت څخه اسټرالیا، جرمني او اتریش ته د ۲۷۰ زره ډالرو په ارزښت لاسي اوبدل شوې غالۍ صادرې شوي دي.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس وايي، چې د روان کال له پیل راهیسې له دغه ولایت څخه اسټرالیا، جرمني او اتریش ته د ۲۷۰ زره ډالرو په ارزښت لاسي اوبدل شوې غالۍ صادرې شوي دي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایوي رییس یوسف امین د طالبانو اړوندو رسنیو ته ویلي، چې تیر کال له هرات څخه د غالیو صادرات ۱۵۵ زره ډالرو ته رسیدلي وو.
هغه زیاته کړې ،چې د غالیو صادراتو کې وده د لوړ کیفیت لرونکو کورنیو محصولاتو له امله ده.
د هرات سیمه ییز طالب چارواکي وايي چې په نړیوالو بازارونو کې د دې محصول د بازار موندنې لپاره په نړیوالو نندارتونونو کې د تولیدوونکو حضور ته پاملرنه کېږي.
د افغانانو په لاس اوبدل شوې غالۍ د خپلو اصلي ډیزاینونو او طبیعي رنګونو له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري.


د طالبانو د ریاست الوزا اداري معاونیت وايی چې عبدالسلام حنفي له یو شمېر شیعه علماوو او متنفذینو سره کتلي دي. شیعه علماوو او متنفذینو په دې ناسته کې د کانونو استخراج او په متوازن ډول د انکشافي پروژو تطبيق د کډوالۍ په مخنیوي کې مهم ګڼلي دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اداري معاونیت نن یکشنبه ، د لړم ۴مه وویل، چې په دې کتنه کې د اهل تشیع علماوو د افغانستان په مختلفو برخو کې ځينو ستونزو او ټولنيزو مسايلو ته اشاره کړې او له طالبانو نه يې په اړوندو برخو کې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
په دې ناسته کې د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د شیعه علماوو او متنفذينو سره په خبرو کې ویلي، چې «دوی افغان ملت ته د خدمت ژمنتيا لري او د ټولنيزې هوساينې او د خلکو د ستونزو حل لپاره به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي».
د طالبانو د رياست الوزراء اداري مرستيال همداراز ویلي، چې طالبان به د هيواد د اقتصادي پراختيا او په مختلفو برخو کې د انکشافي پروژو عملي کولو په موخه د خپل توان تر کچې هڅه وکړي.
د یاد معاونیت په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي، چې شیعه علماوو په دې ناسته کې خپلې کومې ستونزې یادې کړې دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا قتصادي معاونیت وايي چې اقتصادي کمېسیون په مختلفو ولایتونو کې د شاوخوا دوه میلیارده او ۲۷۴ میلیون افغانیو په ارزښت د پانګونې لس طرحې له هراړخیزې ارزونې وروسته تایید کړې. یادې پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د طالبانو د مشر دفتر ته استول شوې دي.
د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د یکشنبې په ورځ، د لړم ۴مه، وویل، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون نوبتي غونډه کې د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې دوه پوړیز سوداګریز مارکېټ ، د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې پنځه پوړیز سوداګریز مارکیټ ، د خوست ولایت په مرکز خوست ښار کې لس پوړیز سوداګریز مارکیټ ، د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې پنځه پوړیز مارکیټ ، د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې اته پوړیز سوداګریز مارکیټ او د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې اته پوړیز سوداګریز مارکیټ طرحې تر بحث لاندې راغلي دي.
په دې طرحو کې د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د ۲۰ پوړیزې سوداګریزې او استوګنیزې ودانۍ جوړول، د ننګرهار ولایت د مرکز جلا اباد ښار په وچ ډنډ سیمه کې د ځمکتلي سوداګریز مارکیټ جوړول او د هرات ولایت په اسلام کلا سوداګریز بندر کې د سوداګریز کمپلکس جوړول هم شامل دي.
د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې په ۱۵۰ جریبه ځمکه د میوه لرونکو ونو د پالنې د قوریې جوړول بله طرحه ده چې په دې غونډه کې تایید شوې ده.
یاد معاونیت وايي، چې د پانګونې دغه طرحې د طالبانو ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې له لوري په هراړخیز ډول څېړل شوې او د تایید په موخه د طالبانو اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې وې.
دغه طرحې د وروستۍ تصمیم نیونې لپاره د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده ته لېږل شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د مالیې وزارت تعرفې کمیټې اعلان وکړ، چې د کورني صنعت او تولیداتو ملاتړ، د کرنې او سوداګرۍ د ودې اصل ته په کتو سره یې پر یو شمېر خوراکي توکو او اقلامو تعرفې لوړې کړې دي. پر ډبرو سکرو۱۸ سلنه او دغه راز پر ځینو تازه مېوو، او پیاز او رومیانو تعرفې لوړې شوې.
د طالبانو د مالیې وزارت ویاند نن یکشنبه، د لړم ۳مه په خپل اېکس کې د اعلامیې په خپرولو سره لیکلی، چې دغه پرېکړه د یاد وزارت د وزیر په مشرۍ د تعرفې کمیټې په پنځمه ناسته کې شوې ده.
په دې ناسته کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، د کانونو او پټرولیم، اقتصاد او عامې روغتیا وزاتونو مرستیالانو او استازو، د استخباراتو لوی ریاست، د معیار او کیفیت ملي ادارې، د کانونو او صنایعو، پانګونې او د کرنې او مالدارۍ مسوولینو ګډون درلود.
یاد وزارت وايي، چې په دې ناسته کې د کورني صنعت او تولیداتو په ملاتړ د کرنې او سوداګرۍ د ودې اصل ته په کتو لاندې پرېکړې وشوې، چې تعرفې د اوصلو به سم پلي شي.


ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو ضد وژل شوي قوماندان جنرال داود داود یو پخوانی سرتېری او ساتونکی د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې وژل شوی دی. د سیمه ییزو سرچینو په وینا، کمین جان د فرخار ولسوالۍ په چشمه ګرمک کلي کې نامعلومو وسله والو وژلی.
دغه پخواني سرتیري ته نږدې سرچینو نن د شنبې ورځ، د لړم ۴مه وویل چې هغه "درې وسله والو کسانو چې په سراچه ډوله موټر کې سپاره ول، په ډزو وواژه.
د سرچینو په وینا، کمین جان په پخواني حکومت کې شاوخوا ۱۲ کاله د شمالي پولیسو زون قوماندان جنرال داود داود د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوله.
د سرچینو په وینا، دغه پخوانی سرتېری د افغانستان د اسلامي جمهوریت له سقوط او د طالبانو له بېرته راستنیدو وروسته په فرخار کې په کرنه بوخت شو.
د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د کمین جان د مړینې په اړه څه نه دي ویلي.
ځینو سیمه ییزو سرچینو طالبان د دغه پخواني سرتیري په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړي دي.

د ایران همغږۍ او ټولنیزو چارو وزارت د وګړوعمومي مدیر یت ویلي، دا مهال د موجوده شمېرو له مخې په ایران کې شاوخوا ۴۰۰زره بهرني اتباع په قانوني ډول کار کوي او نور غیرقانوني کارګران هم شته. وایي، تر دې وروسته قانوني کارګران ایران کې بیمه هم ولري.
ایرنا خبري اژانس لیکلي، چې د بهرنیو کارګرو کار یوازې تر افغان کډوالو پورې محدودي نه دی او په ایران کې د نورو هېوادو اوسېدونکي هم کار کوي.
د همغږۍ او ټولنیزو چارو وزارت د اتباعو عمومي مدیرعلي باقري وویل: «که ایرانيان غواړي چې بهرني اتباع په کار وګوماري،د کاري جواز له لارې یې ګومارلای شي».
باقري په ایران کې د کارګرانو بیمې ته په اشارې سره زیاته کړه، ټول هغه بهرني وګړي چې په ایران کې کار کوي د بیمې مستحق دي، کوم ایرانی چې بهرنی کارګر ګوماري باید د کاري پېښو په صورت کې د هغه مسوولیت پر غاړه واخلي او هغه تر ګومارلو مخکې بیمه کړي.