طالبان وايي، په بلخ ولایت کې یې دوه کوډګر نیولي دي

د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د خلکو د ګڼو شکایتونو له امله یې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې دوه مسلکي کوډګر د کوډو له کتابونو او نورو وسایلو سره نیولي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د خلکو د ګڼو شکایتونو له امله یې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې دوه مسلکي کوډګر د کوډو له کتابونو او نورو وسایلو سره نیولي دي.
یاد وزارت د دوشنبې په ورځ (د لړم ۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې تر لومړنیو څېړنو وروسته د دغه کوډګرو دوسیې عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوې دي. طالبانو تر دې مخکې هم په بلخ، جوزجان او سرپل ولایتونو کې څلور کوډګر نیولي وو.

تورخم کې د بار وړونکو موټرو یو شمېر چلوونکو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د دروازې د خلاصون په موخه یې د قران ختمونه پیل کړي دي. نن دوشنبه د (لړم ۵مه) ۱۶مه ورځ ده، چې دغه لاره تړلې او د مساپرو تر څنګ پرې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ هم بند دی.
۱۷ورځې دمخه د طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د نښتو له امله پر یادې کرښې ټولې دروازې بندې شوې او د مساپرو تر څنګ یې سوداګر هم له کړاونو سره مخ کړي دي. د دواړه غاړو سوداګرو شکایتونه کړي، چې روان وضعیت ورته درانه مالي زیانونه اړولي دي. د بار وړونکو موټرو چلوونکو هم سرونه ټکولي او د مالونو د خرابېدو اندېښنې یې څرګندې کړې دي.
تر دې وړاندې هم د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ د کشالو او سیاسي کړکېچونو له کبله پر ډیورنډ کرښې ټولې لارې بندې شوې دي. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډ مرکز په وار، وار غوښتنه کړې، چې د سیاسي کړکېچونو له کبله باید د سوداګرۍ مخه ډب نهشي.
لا تر اوسه هم نهده معلومه چې د تورخم، سپین بولدک، غلام خان، بهرامچې او انګور اډې لارې به کله بېرته د سوداګرۍ او مساپرو پر مخ پرانېستل شي.
باورونه دا دي، تر هغې چې په ترکیه کې طالبان او اسلاماباد د مسایلو په تړاو روان کړکېچ حل نهکړي؛ نو د دغو لارو د خلاصون امکان خورا کم دی. له دې سره هممهاله په دواړو هېوادونو کې د توکو بیې هم خورا لوړې شوې او د اسلاماباد په ګډون د پاکستان په ګڼو ایالتونو کې د رومیانو تر څنګ د سبزیجاتو بیې په بېسارې توګه لوړې شوې دي.
د اقتصاد پوهانو په وینا؛ د لارو بندښت د دواړو لوریو د سوداګرۍ تر څنګ د عامو وګړو په زیان تمامېږي او باید دغه تګ راتګ د سیاسي ناورینونو قرباني نهشي.
ډان ورځپاڼې په ترکیه کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په تړاو د خپل هېواد د ښکېلو چارواکو له قوله لیکلي، چې له کابل نه تللی پلاوی د مسایلو په تړاو بشپړ واک نهلري. راپور وایي، د مذاکراتو په منځ کې به د طالبانو استازي دباندې وتل او کندهار سره یې اړیکې نیولې.
د پاکستان د امنیتي سرچینو په وینا؛ د یکشنبې په ورځ د مذاکراتو دویمه ورځ ۹ساعتونو ته اوږده شوه او تر نیمې شپې یې دوام وکړ. ویل شوي، چې پاکستان خپله وروستۍ پرېکړه طالبانو ته سپارلې او ورته یې روښانه کړې چې د حل یوازینۍ لاره د افغانستان دننه د دوی ضد وسلهوالو ډلو پر ضد اقدامات دي.
پاکستاني چارواکي خبرداری ورکړ، چې د طالبانو اوسنی دریځ «د افغانستان تر څنګ د پاکستان او سیمې په ګټه نهدی.»
ورځپاڼه لیکي، د مذاکراتو په دویمه ورځ د پرمختګ هیلې موجودې وې؛ خو د طالبانو له لوري د لیکلي تضمین څخه انکار دغه بهیر بیا ګډوډ او نیمګړی پرېښود. د پاکستاني چارواکو په وینا؛ د طالبانو پلاوی چې له کابل او کندهار یې لارښوونې ترلاسه کولې، د پرېکړې کولو بشپړ واک یې نهلاره.
پاکستاني چارواکو دا هم ویلي، چې د خبرو پر مهال طالبانو وړاندیز وکړ چې اسلاماباد دې له ټيټيپي سره مخامخ خبرې وکړي؛ خو له اسلام اباد نه ورغلي پلاوي یې دغه غوښتنه رد کړې ده. د راپور له مخې؛ د پلاوي یو غړي ورته ویلي: «موږ له یوې ترهګرې ډلې سره خبرې نه کوو او د ټيټيپي ختمول د طالبانو مسوولیت دی.»
د پاکستاني پلاوي غړو زیاته کړې، چې اسلاماباد چمتو دی د خپلو خلکو د «امنیت لپاره هر ډول بیه پرې کړې؛ څو د افغانستان له خاورې پېښ شوی ګواښ لهمنځه یوسي.» دغه خبرداری یې هم ورکړی، چې د طالبانو د نهمنلو تګلارې یا هم د مقاومت په صورت کې به وضعیت د افغانانو په زیان تمام شي.
اسلاماباد به دغه مذاکراتو کې تر ټولو لویه تکیه پر دې ده، چې طالبان دې په خپله خاوره کې د ټيټيپي وسلهوالو په ګډون د بلوڅ بېلتونپالو پر ضد پرېکنده اقدامات او عملیات وکړي. د پاکستان په پلاوي کې د دغه هېواد لوړ پوړي امنیتي چارواکو او د څارګرې شبکې (ای اېس ای) د غړو تر څنګ پوځي کسان هم شامل دي.
د طالبانو پلاوي مشري د دغې ډلې د کورنیو چارو مرستیال مولوي رحمت الله نجیب کوي او د انس حقاني، سهیل شاهین او نورالرحمن نصرت تر څنګ عبدالقهار بلخي یې غړي دي. د ډېپلوماټیکو سرچینو له مخې؛ منځګړي هڅه کوي چې د دواړو لورو تر منځ د اړیکو لارې پرانیستې وساتي، څو د مذاکراتو د بشپړې ناکامۍ مخه ونیسي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر کاظم غریب ابادي چې د یکشنبې په ورځ د (لړم ۴مه) کابل ته رسېدلی ویلي، له طالبانو سره په درېیو بنسټیزو مسایلو خبر کوي. هغه وایي، د اوبو سرچینې، د سرحدي حدودو دقیق په نښه کېدل او پر مدیریت یې له طالبانو سره خبرې کوي.
ایراني رسنیو راپورونه ورکړي، چې د طالبانو حکومت له نوموړي تود هرکلی کړی او د رغنده بحثونو ډاډ یې څرګند کړی دی. ایراف اژانس د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله لیکلي، چې د دغه پلاویو دا ډول رسمي سفرونه د دوه اړخیزو اړیکو فرهنګ لا پیاوړی کوي او هیله یې څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه به یې روښانه او عملي پایلې ترلاسه کړي.
غریب ابادي ایراني رسنیو ته ویلي: «په دغو ټولو درېیو برخو کې د افغانستان او ایران تر منځ د همکارۍ د پراخېدو وړتیا شته، چې کولای شي د ګډو ستونزو په هواري او د دواړو هېوادونو د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.»
لومړی ګام؛ بنديان او مجرمین
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر د طالبانو حکومت د فرمانونو او احکامو د څار او تعقیب رییس شمس الدین شریعتي سره خبرې کړې دي. په دې ناسته کې دواړو لورو د محکومو کسانو د لېږد، د مجرمینو د سپارلو او په افغانستان کې د زنداني ایراني وګړو د قونسلي حقونو پر اړوندو موضوعاتو بحث کړی.
ایراف اژانس د باوري سرچینو له قوله لیکلي، په دې تړاو لومړنۍ هوکړې شوې او ټاکل شوې ده چې تخنیکي خبرې به په نږدې راتلونکي کې ترسره شي. یاده رسنۍ وایي، دغه ډېپلوماټیک سفر د ایران د هغو موخو یوه برخه ده، چې غواړي د سیمهییزو اړیکو پیاوړتیا لپاره اقدامات وکړي او د حقوقي مسایلو تر څنګ د سرحدي مسایلو لپاره دوه اړخیزې حللارې ومومي.
ایراني رسنۍ وایي، سره له دې چې له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو طرحه عملي شوې؛ خو تهران بیا هم اعلان کړی چې هڅه کوي «هېڅ کډوال ماشوم له زدهکړو بېبرخې پاتې نهشي.»
د ايران د کورنيو چارو وزارت د وګړو او کډوالو د چارو مرکز مشر نادر یار احمدي ويلي، چې د ۱۴۰۴-۱۴۰۵ ښوونیز کال لپاره تر اوسه له ۳۲۰زرو زيات بهرني زدهکوونکي د دغه هېواد ښوونځيو کې شامل شوي. هغه زياته کړه، د هغو ناقانونه مېشتو کورنيو لپاره چې له هېواده د وتلو توان نهلري او د زدهکړو لپاره د مناسب عمر لرونکي اولادونه لري، ورته به د پوهنې وزارت له لارې رسمي خبرتیا خپره شي. نوموړی وایي، هڅه کوي کډوال ماشومان له زدهکړو بېبرخې پاتې نهشي.
د هغه په وینا؛ شاوخوا ۲۸۰زره ناقانونه مېشت افغان زدهکوونکي په وروستيو مياشتو کې له خپلو کورنیو سره له ايران نه وتلي او د تېر کال پرتله چې شمېر يې شاوخوا ۷۰۰زره و، دغه کچه را کمه شوې ده؛ خو بيا هم د ايران حکومت ژمنه کړې، چې د دغو ماشومانو د زدهکړو اسانتیاوې به برابروي.
د دغه ایراني چارواکي په خبره؛ دغه پرېکړه د ولسمشر مسعود پزشکيان په مستقيمه لارښوونه او د کورنيو چارو وزارت او د پوهنې وزارت په ګډه ناسته کې شوې ده. نادر یار احمدي ټينګار وکړ، چې دغه فرصت د ټولو ناقانونه مېشتو وګړو لپاره نهدی؛ بلکې يوازې هغو کورنيو ته ورکول کېږي، چې د ښوونځي د عمر ماشومان لري.
نوموړي زياته کړه: «دغه ماشومان د خپلې کورنۍ د پاتې کېدو يا وتلو په پرېکړه کې تاثیر نهلري؛ نو دولت پرېکړه کړې چې ورته د زدهکړو زمينه برابره کړي. البته له هر ډول ناقانونه نومليکنې به مخنيوی کېږي.»
د هغه په وینا؛ کورنيو ته د حاضرېدو اړتيا نهشته، ځکه د هغوی معلومات د کورنيو چارو وزارت سره شته. مستحقو کورنيو ته به رسمي بلنې ورکول کېږي او د شرايطو تر ارزونې وروسته به د دوی د ماشومانو نومليکنه ترسره شي.
نوموړي دا هم وويل، چې هغو کورنيو ته به د پاسپورټ د ورکړې په برخه کې لومړيتوب ورکړل شي چې اولادونه یې ښوونځیو ته ځي او د دغه کار د همغږۍ مسووليت د ايران د پوليسو ځواکونو ته سپارل شوی دی. هغه زياته کړه، د طالبانو سفارت ژمنه کړې چې د پاسپورټونو د صادرېدو بهير ګړندی کړي؛ څو زدهکوونکي وکولای شي پرته له ځنډه خپلې زدهکړې روانې وساتي.
په سيدا سيستم کې د ۳۲۰زرو زدهکوونکو نومليکنه
په همدې مهال، د ايران د پوهنې وزارت د نړۍوالو چارو او د بهرنیو ښوونځیو ریيس ډاکټر سليمي د يوشمېر کډوالو له ښوونځیو د ليدنې پر مهال وويل: «تر اوسه په سيدا سيستم کې له ۳۲۰زرو زياتو بهرنيو زدهکوونکو نومونه ليکل شوي او دا بهير لا هم روان دی. يوازې د هغه زدهکوونکو نومونه ليکل کېدای شي، چې له کورنيو چارو وزارت څخه رسمي معرفتنامه ولري.»
نوموړي وويل، چې د زدهکوونکو معلومات د ځانګړي کوډ له لارې ثبتېږي او تر اوسه د ثبت په دغه بهیر کې کومه ستونزه نهده رامنځته شوې.
دغه ایراني چارواکي د کډوالو د ښوونځيو له مديرانو وغوښتل، چې د افغان خيريه اشخاصو یا بنسټونو له مرستو څخه د نادولتي ښوونځيو د ملاتړ لپاره ګټه واخلي. هغه وایي: «ډېری خلک د دغو ښوونځيو له اړتياوو ناخبره دي؛ نو بايد د داوطلبانه مرستو له لارې یې ملاتړ وشي.»
د بېاسناده کډوالو ماشومانو د تعليم مساله هر کال د ښوونیز کال په پيل کې د کډوالو کورنيو ته يوه جدي ستونزه ده. راپورونه وایي، سره له حکومتي لارښوونو ان قانوني زدهکوونکي هم کله ناکله د نومليکنې په بهير کې له ستونزو سره مخ کېږي او ډېری وخت د ايراني زدهکوونکو له نومليکنې وروسته اجازه ترلاسه کوي.
اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې په یوه راپور کې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، پاکستان د استانبول په روانو مذاکراتو کې طالبانو ته څرګنده پیغام ورکړی او ټینګار یې کړی چې د کابل واکمنانو له لوري د ترهګرو ډلو ملاتړ ورته نور د زغملو نهدی.
د دغو سرچینو په وینا؛ پاکستان په دې خبرو کې خپل وروستی دریځ روښانه کړی او له طالبانو یې په ډاګه غوښتي، چې د افغانستان په خاوره کې دې د دوی ضد وسلهوالو ډلو خلاف د باور وړ او عملي اقدامات وکړي.
د خبرو له جزیاتو خبر چارواکي وایي، اسلاماباد طالبانو ته روښانه کړه چې له کابل سره به یې همکارۍ یوازې هغه وخت دوام وکړي چې د پاکستاني طالبانو په ګدون د بلوڅ بېلتونپالو او نورو ډلو پر ضد د پام وړ ګامونه پورته کړي. دواړو خواوو د شنبې په ورځ خبرې پیل کړې؛ څو د دايمي اوربند پر سر هوکړې ته ورسېږي.
اسلاماباد خبرداری ورکړی، که د استانبول خبرې ناکامې شي؛ نو ښايي د طالبانو خلاف «ښکاره جګړه» پیل کړي. سرچینې وايي، د پاکستاني پلاوي ټینګار دا و چې له پرېکنده اقدام پرته د دواړو هېوادونو د اړیکو ښهوالی ناشونی دی.
اېکسپرېس ټربیون ورځپانې په اسلاماباد کې د یوه امنیتي افسر له قوله لیکلي: «باید د دغه ګواښ د لهمنځه وړلو لپاره څرګند او پرېکنده ګامونه پورته شي. دا زموږ اساسي غوښتنه ده او له دې دریځه شاتګ نه کوو.» یو بل پاکستاني چارواکي هم ویلي، چې په روانو مذکراتو کې پر «خپل دریځ کلک ولاړ دي.»
دغو سرچینو زیاته کړې، چې طالبان له «ځمکنیو واقعیتونو لرې دي او داسې ښکارېدل، چې د ستونزو منلو ته چمتو نهدي.» یوې سرچینې وویل: «ښکاري طالبان بله اجنډا تعقیبوي، دا چلند نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د پاکستان او ټولې سیمې د ثبات پر ضد دی.»
راپورونه وايي، دغه مذکرات له ستونزو سره مخ شوي او دننه سرچینې وایي هڅه وشوه چې دغه بهیر ونهدرېږي؛ خو خنډونه ډېر وو. د خبرو اترو لومړنۍ غونډه نږدې نهه ساعته روانه وه، چې پهکې پاکستان د خپلو امنیتي اندېښنو د لرې کولو لپاره مفصل وړاندیزونه مخ ته کړي دي.
د یادې ورځپاڼې راپور کې راغلي، اسلاماباد د طالبانو د رېښتينولۍ په اړه شکمن دی او دا پوښتنې یې ورته راولاړې کړې چې طالبان په رښتیا د افغانستان دننه له ترهګرۍ سره مبارزه کوي که نه؟
د استانبول خبرې چې د ترکیې په منځګړیتوب ترسره کېږي، د اسلاماباد او طالبانو تر منځ د توندو اړیکو د نرمولو تازه هڅه بلل کېږي. اېکسپرېس ټربیون وایي، پاکستان په څرګند دریځ خبرو ته ورغی، شواهد یې وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې دوی له ټيټيپي او نورو مخالفو ډلو سره هېڅ ډوله معامله نهکوي.
که څه هم دواړه خواوې د خبرو د دوام ژمنه کوي؛ خو پاکستاني چارواکي وایي، پرمختګ تر هغه وخته ناشونی دی چې طالبان د پاکستان ضد ډلو پر وړاندې ښکاره او عملي ګامونه پورته نهکړي.
پر کابل د طالبانو دویم ځل واکمنۍ وروسته پاکستان کې امنیتي پېښې ډېرې شوې او یوازې د څه باندې څلورو کلونو په موده کې د دغه هېواد ۳۸۰۰پوځیان، پولیس او ملکي وګړي په وسلهوالو بریدونو کې وژل شوي دي. دواړو هېوادونو پر ډیورنډ کرښه له یو بل سره تر سختو نښتو وروسته د اکټوبر په ۱۹مه دوحه کې د خبرو په لومړي پړاو کې د اوربند پرېکړه کړې وه او هوکړه یې دا وه، چې د راتلونکو کړکېچونو د مخنیوي لپاره به د ترکیې په مذاکراتو کې پر یو ګډ مېکانېزم کار وکړي.