• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مسعود پزشکیان په لارښوونه؛د ناقانونه افغان کډوالو ماشومانو ته د زده‌کړو اسانتیا برابرېږي

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۶ GMT+۰

ایراني رسنۍ وایي، سره له دې چې له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو طرحه عملي شوې؛ خو تهران بیا هم اعلان کړی چې هڅه کوي «هېڅ کډوال ماشوم له زده‌کړو بې‌برخې پاتې نه‌شي.»

د ايران د کورنيو چارو وزارت د وګړو او کډوالو د چارو مرکز مشر نادر یار احمدي ويلي، چې د ۱۴۰۴-۱۴۰۵ ښوونیز کال لپاره تر اوسه له ۳۲۰زرو زيات بهرني زده‌کوونکي د دغه هېواد ښوونځيو کې شامل شوي. هغه زياته کړه، د هغو ناقانونه مېشتو کورنيو لپاره چې له هېواده د وتلو توان نه‌لري او د زده‌کړو لپاره د مناسب عمر لرونکي اولادونه لري، ورته به د پوهنې وزارت له لارې رسمي خبرتیا خپره شي. نوموړی وایي، هڅه کوي کډوال ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې پاتې نه‌شي.

د هغه په وینا؛ شاوخوا ۲۸۰زره ناقانونه مېشت افغان زده‌کوونکي په وروستيو مياشتو کې له خپلو کورنیو سره له ايران نه وتلي او د تېر کال پرتله چې شمېر يې شاوخوا ۷۰۰زره و، دغه کچه را کمه شوې ده؛ خو بيا هم د ايران حکومت ژمنه کړې، چې د دغو ماشومانو د زده‌کړو اسانتیاوې به برابروي.

د دغه ایراني چارواکي په خبره؛ دغه پرېکړه د ولسمشر مسعود پزشکيان په مستقيمه لارښوونه او د کورنيو چارو وزارت او د پوهنې وزارت په ګډه ناسته کې شوې ده. نادر یار احمدي ټينګار وکړ، چې دغه فرصت د ټولو ناقانونه مېشتو وګړو لپاره نه‌دی؛ بلکې يوازې هغو کورنيو ته ورکول کېږي، چې د ښوونځي د عمر ماشومان لري.

نوموړي زياته کړه: «دغه ماشومان د خپلې کورنۍ د پاتې کېدو يا وتلو په پرېکړه کې تاثیر نه‌لري؛ نو دولت پرېکړه کړې چې ورته د زده‌کړو زمينه برابره کړي. البته له هر ډول ناقانونه نوم‌ليکنې به مخنيوی کېږي.»

د هغه په وینا؛ کورنيو ته د حاضرېدو اړتيا نه‌شته، ځکه د هغوی معلومات د کورنيو چارو وزارت سره شته. مستحقو کورنيو ته به رسمي بلنې ورکول کېږي او د شرايطو تر ارزونې وروسته به د دوی د ماشومانو نوم‌ليکنه ترسره شي.

نوموړي دا هم وويل، چې هغو کورنيو ته به د پاسپورټ د ورکړې په برخه کې لومړيتوب ورکړل شي چې اولادونه یې ښوونځیو ته ځي او د دغه کار د همغږۍ مسووليت د ايران د پوليسو ځواکونو ته سپارل شوی دی. هغه زياته کړه، د طالبانو سفارت ژمنه کړې چې د پاسپورټونو د صادرېدو بهير ګړندی کړي؛ څو زده‌کوونکي وکولای شي پرته له ځنډه خپلې زده‌کړې روانې وساتي.

په سيدا سيستم کې د ۳۲۰زرو زده‌کوونکو نوم‌ليکنه

په همدې مهال، د ايران د پوهنې وزارت د نړۍوالو چارو او د بهرنیو ښوونځیو ریيس ډاکټر سليمي د يوشمېر کډوالو له ښوونځیو د ليدنې پر مهال وويل: «تر اوسه په سيدا سيستم کې له ۳۲۰زرو زياتو بهرنيو زده‌کوونکو نومونه ‌ليکل شوي او دا بهير لا هم روان دی. يوازې د هغه زده‌کوونکو نومونه ليکل کېدای شي، چې له کورنيو چارو وزارت څخه رسمي معرفت‌نامه ولري.»

نوموړي وويل، چې د زده‌کوونکو معلومات د ځانګړي کوډ له لارې ثبتېږي او تر اوسه د ثبت په دغه بهیر کې کومه ستونزه نه‌ده رامنځته شوې.

دغه ایراني چارواکي د کډوالو د ښوونځيو له مديرانو وغوښتل، چې د افغان خيريه اشخاصو یا بنسټونو له مرستو څخه د نادولتي ښوونځيو د ملاتړ لپاره ګټه واخلي. هغه وایي: «ډېری خلک د دغو ښوونځيو له اړتياوو ناخبره دي؛ نو بايد د داوطلبانه مرستو له لارې یې ملاتړ وشي.»

د بې‌اسناده کډوالو ماشومانو د تعليم مساله هر کال د ښوونیز کال په پيل کې د کډوالو کورنيو ته يوه جدي ستونزه ده. راپورونه وایي، سره له حکومتي لارښوونو ان قانوني زده‌کوونکي هم کله ناکله د نوم‌ليکنې په بهير کې له ستونزو سره مخ کېږي او ډېری وخت د ايراني زده‌کوونکو له نوم‌ليکنې وروسته اجازه ترلاسه کوي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې لانجمن مذاکرات؛ پاکستان د طالبانو پر وړاندې له خپلو غوښتنو نه په شا کېږي

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۲ GMT+۰

اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې په یوه راپور کې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، پاکستان د استانبول په روانو مذاکراتو کې طالبانو ته څرګنده پیغام ورکړی او ټینګار یې کړی چې د کابل واکمنانو له لوري د ترهګرو ډلو ملاتړ ورته نور د زغملو نه‌دی.

د دغو سرچینو په وینا؛ پاکستان په دې خبرو کې خپل وروستی دریځ روښانه کړی او له طالبانو یې په ډاګه غوښتي، چې د افغانستان په خاوره کې دې د دوی ضد وسله‌والو ډلو خلاف د باور وړ او عملي اقدامات وکړي.

د خبرو له جزیاتو خبر چارواکي وایي، اسلام‌اباد طالبانو ته روښانه کړه چې له کابل سره به یې همکارۍ یوازې هغه وخت دوام وکړي چې د پاکستاني طالبانو په ګدون د بلوڅ بېلتون‌پالو او نورو ډلو پر ضد د پام وړ ګامونه پورته کړي. دواړو خواوو د شنبې په ورځ خبرې پیل کړې؛ څو د دايمي اوربند پر سر هوکړې ته ورسېږي.

اسلام‌اباد خبرداری ورکړی، که د استانبول خبرې ناکامې شي؛ نو ښايي د‌ طالبانو خلاف «ښکاره جګړه» پیل کړي. سرچینې وايي، د پاکستاني پلاوي ټینګار دا و چې له پرېکنده اقدام پرته د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه‌والی ناشونی دی.

اېکسپرېس ټربیون ورځپانې په اسلام‌اباد کې د یوه امنیتي افسر له قوله لیکلي: «باید د دغه ګواښ د له‌منځه وړلو لپاره څرګند او پرېکنده ګامونه پورته شي. دا زموږ اساسي غوښتنه ده او له دې دریځه شاتګ نه کوو.» یو بل پاکستاني چارواکي هم ویلي، چې په روانو مذکراتو کې پر «خپل دریځ کلک ولاړ دي.»

دغو سرچینو زیاته کړې، چې طالبان له «ځمکنیو واقعیتونو لرې دي او داسې ښکارېدل، چې د ستونزو منلو ته چمتو نه‌دي.» یوې سرچینې وویل: «ښکاري طالبان بله اجنډا تعقیبوي، دا چلند نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د پاکستان او ټولې سیمې د ثبات پر ضد دی.»

راپورونه وايي، دغه مذکرات له ستونزو سره مخ شوي او دننه سرچینې وایي هڅه وشوه چې دغه بهیر ونه‌درېږي؛ خو خنډونه ډېر وو. د خبرو اترو لومړنۍ غونډه نږدې نهه ساعته روانه وه، چې په‌کې پاکستان د خپلو امنیتي اندېښنو د لرې کولو لپاره مفصل وړاندیزونه مخ ته کړي دي.

د یادې ورځپاڼې راپور کې راغلي، اسلام‌اباد د طالبانو د رېښتينولۍ په اړه شکمن دی او دا پوښتنې یې ورته راولاړې کړې چې طالبان په رښتیا د افغانستان دننه له ترهګرۍ سره مبارزه کوي که نه؟

د استانبول خبرې چې د ترکیې په منځګړیتوب ترسره کېږي، د اسلام‌اباد او طالبانو تر منځ د توندو اړیکو د نرمولو تازه هڅه بلل کېږي. اېکسپرېس ټربیون وایي، پاکستان په څرګند دریځ خبرو ته ورغی، شواهد یې وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې دوی له ټي‌ټي‌پي او نورو مخالفو ډلو سره هېڅ ډوله معامله نه‌کوي.

که څه هم دواړه خواوې د خبرو د دوام ژمنه کوي؛ خو پاکستاني چارواکي وایي، پرمختګ تر هغه وخته ناشونی دی چې طالبان د پاکستان ضد ډلو پر وړاندې ښکاره او عملي ګامونه پورته نه‌کړي.

پر کابل د طالبانو دویم ځل واکمنۍ وروسته پاکستان کې امنیتي پېښې ډېرې شوې او یوازې د څه باندې څلورو کلونو په موده کې د دغه هېواد ۳۸۰۰پوځیان، پولیس او ملکي وګړي په وسله‌والو بریدونو کې وژل شوي دي. دواړو هېوادونو پر ډیورنډ کرښه له یو بل سره تر سختو نښتو وروسته د اکټوبر په ۱۹مه دوحه کې د خبرو په لومړي پړاو کې د اوربند پرېکړه کړې وه او هوکړه یې دا وه، چې د راتلونکو کړکېچونو د مخنیوي لپاره به د ترکیې په مذاکراتو کې پر یو ګډ مېکانېزم کار وکړي.

د تحلیلګرانو شبکه: د زېږون پرمهال د مېندو د مړینې ارقام نشته، خو د اندېښنو دلایل ډېر دي

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۸ GMT+۰

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه وايي، سره له دې چې د زېږون پر مهال د مېندو د مړینې په اړه کره ارقام نشته، خو په بېلابېلو ولایتونو کې قابلو، روغتیاپالانو او نورو روغتیايي کارکوونکو ویلي، چې د دوی په باور د مړینو کچه په زیاتېدو ده.

افغانستان د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې پکې د زېږون پر مهال د مېندو د مړینې کچه لوړه ده، خو اوس د مړینې ګراف ځکه لوړ شوی، چې د روان زېږیز کال په پیل کې امریکا له افغانستان سره خپلې ټولې مرستې ودرولې او په ترڅ کې یې څه باندې ۴۰۰روغتیایي مرکزونه هغه هم په لرې پرتو سیمو کې وتړل شول.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په همدې تړاو د یکشنبې په ورځ (د لړم ۴مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د دغو روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو او همداراز د طالبانو له لوري د روغتیايي زده کړو په ګډون د نجونو د ثانوي او لوړو زده کړو د مخنیوي او له امله یې د ښځینه روغتیاپالانو او قابلو کمښت تر ډېره ښځې او په ځانګړې توګه امېندواره مېندې اغېزمنې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، په داسې حال کې چې افغانستان په بېړني ډول ۱۸ زره قابله ګانو ته اړتیا درلوده، خو طالبانو د ۱۴۰۳ کال په لېندۍ میاشت کې د نجونو د نیمه طبي زده کړو مرکزونه هم وتړل.

دغه شبکه وايي: «دوی موندلې چې په دې اړه (د زېږون پر مهال د مېندو د مړینې) کره ارقام نشته، خو په بېلابېلو ولایتونو کې قابلو، روغتیاپالانو او روغتیايي کار کوونکو ویلي، چې فکر کوي د مړینو کچه په زیاتېدو ده.»

دغه شبکه زیاتوي، په اتو ولایتونو (تخار، جوزجان،سمنګان، بلخ، بادغیس، پکتیکا، زابل او کابل) کې له نهو روغتیاپالو، مسلکي کسانو او د روغتیا له یوه نړۍوال کارپوه سره له مرکو وروسته دا ثابته شوې، چې له روغتیا برخې سره د نړۍوالو مرستو کمېدل او بندېدل، د درملو کمښت، ډېره بې‌وزلي او د طالبانو له‌خوا د روغتیا په برخه کې د ښځو پر مسلکي روزنې بندیزونه د مېندو د مړینې اصلي لاملونه دي.

د یادې شبکې د راپور پر بنسټ، په ولایتونو او په ځانګړې توګه په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د لرې والي او په‌کې د مسلکي روغتیاپالانو او روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي او همداراز بې‌وزلۍ له امله د زېږون پر مهال د امېندوارو مېندو د مړینې ګراف لوړ دی.

په دغه راپور کې د تخار په یوه کلینیک کې د یوې سرقابلې له قوله ویل شوي، چې ډېری امېندواره مېندې تر زېږون مخکې او له زېږون وروسته د روغتیايي خدماتو د کمښت له امله مري.

یادې سرقابلې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکي کله کله د حالاتو په لا خرابولو کې ونډه لري. هغې زیاته کړې: «یو ځل دوی راته د ولادت کوټه کې مخامخ ناست وو او موږ لګیا وو له یوې مور سره مو مرسته کوله چې ماشوم یې وزېږي.»

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق مرستیال اندریو سابیرټن چې په زمري میاشت کې افغانستان ته تللی و، ویلي چې پر روغتیايي مرکزونو د مرستو د بندېدو، د نویو قابلو پر روزنې او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله په هرو دوو ساعتونو کې د زېږون پر مهال یوه امېندواره مور د مخنیوي وړ چارو له امله مري.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند بیا دغه شمېر چې ګواکې په هرو دوو ساعتونو کې د زېږون پر مهال یوه امېندواره مور مري ناسم بللی او ټينګار یې کړی، چې «له ټولو نړۍوالو ارګانو مو غوښتنه دا ده، که غواړي شمېرې خپرې کړي، د عامې روغتیا له وزارت سره دې همغږي وکړي چې په خلکو کې د وېرې او ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخنیوی وشي.»

د راپور له‌مخې، د ۱۳۸۸کال په پای کې په افغانستان کې څه باندې درې زره روغتیایي مرکزونه وو، خو دغه شمېر بیا تر ۱۴۰۳نیمايي یعنې ۱۵۰۰ روغتیايي مرکزونو ته ولوېد او دغه شمېر د ۱۴۰۴کال تر غبرګولي پورې ۸۱۷ ته راټیټ شو.

د ۱۴۰۴کال په وري میاشت کې د بشري اړتیاوو سروې(Humanitarian Need Survey) د افغانستان په ۴۰۱ ولسوالیو کې د روغتیايي اړتیاوو حالت وارزاوه او د دوی د سروې له‌مخې، په ۳۷۳ ولسوالیو کې د ۲۳۴ ولسوالیو حالت خطرناک، د ۱۳۴ ولسوالیو حالت بېخي خطرناک او د ۵ ولسوالیو هغه د ناورین په کچه کې دي. په ټول افغانستان کې یوازې ۲۸ ولسوالۍ په «غوره کټګورۍ» کې بلل شوې وې.

د بشري حالت څار ډلې(Humanitarian Situation Monitoring) هم د ۱۴۰۴کال په وري میاشت کې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۴۰۱ ولسوالیو کې د ۱۲۰۱۵ سیمو په یوه سروې کې وموندله، چې ۱۰ سلنه وګړو بېخي روغتیايي مرکزونه نه درلودل، ۴۵ سلنه وګړو ویل چې روغتیايي مرکزونه پوره کارمندان نه لري، ۷۸ سلنه خلکو ویل چې روغتیايي مرکزونه یې پوره درمل او روغتیايي توکي نه لري، خو ۲۸ سلنه ویل چې د ویجاړو سړکونو، د ټرانسپورتي وسایطو د نشتوالي، سېلابونو او نورو فزیکي ستونزو له امله یې روغتیايي خدمتونو ته لاس نه رسېږي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۴۰۰ ولسوالیو کې یوازې ۲۹۷ ولسوالۍ روغتیايي مرکزونه لري، خو څه موده وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست وویل، چې هوډ لري په هره ولسوالۍ کې یو مجهز روغتون جوړ کړي، خو لا تر اوسه یې څه څرک نه لګېږي.

ایران د یوه افغان په ګډون اته کسان اعدام کړل

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۸ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې یو افغان بندي د «نشه‌يي توکو د جرم» په تور اعدام شوی دی. یاد سازمان لیکلي، چې اووه ایراني بندیان هم د تبریز، سمنان، مالیر، بروجرد، قزوین او ګورګان په زندانونو کې اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی، چې د ۵۹ کلن افغان اسلام‌میر سعید د اعدام سزا د لېندۍ په ۲۹مه د یزد په مرکزي زندان کې اجرا شوې ده. دغه سازمان زیاته کړې، چې د دې سړي ۲۱ کلن زوی له خپل پلار سره د همکارۍ په تور د نهو کلونو په بند سزا تېروي.

د بشري حقونو یاد سازمان چې له ایران څخه بهر فعالیت کوي، په جلا راپورونو کې لیکلي چې د لړم میاشتې په څلورمه نېټه اووه ایراني بنديان د دغه هېواد په بېلابېلو زندانونو کې اعدام شوي دي.

د ایران قضايي ارګانونو او دولتي رسنیو تر اوسه د دغه افغان بندي د اعدام په اړه رسمي څه نه دي‌ ویلي.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې په تېرو کلونو کې د هغو بنديانو د اعدام شمېر ډېر شوی، چې د نشه يي توکو له جرمونو سره تړلي دي.

د دې سازمان د شمېرو له مخې، یوازې تېر میلادي کال کې لږ تر لږه ۵۰۳ بنديان د نشه يي توکو په تور اعدام شوي دي.

د بشري حقونو هغه سازمانونه چې له ایران څخه بهر فعالیت کوي، وايي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ایران د افغان بندیانو د اعدام لړۍ نوره هم زیاته کړې ده.

د طالب چارواکي ادعا: د طالبانو «حکومت» په نړۍ کې بې‌ساری دی

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۰ GMT+۰

د پنجشېر لپاره د طالبانو والي ادعا کوي، چې د طالبانو «حکومت» د افغانستان د پخوانیو حکومتونو او ان د نړۍ په کچه بې‌ساری دی، ځکه ټولې چارې یې د دیني عالمانو له‌خوا پرمخ وړل کېږي. دا ادعا په داسې حال کې مطرح کېږي، چې له روسیې پرته بل هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د پنجشېر لپاره د طالبانو والي محمد اغا حکیم د یکشنبې په ورځ (د لړم ۴مه) په دغه ولایت کې د احصایې او معلوماتو له ملي ادارې د لیدنې پر مهال وویل، د طالبانو «حکومت» ځکه تر ټولو غوره دی چې بنسټ یې شریعت او نبوي سنت دی او په وینا یې هر کارکوونکی یې هم باید د اخلاقو الګو وي.

د محمد اغا حکیم دغه ادعا په داسې حال کې ده، چې ډېری پخواني سیاستوال په خپله خوښه تبعید کې دي او له روسیې پرته د اسلامي همکاریو سازمان د غړو او ګانډیو هېوادونو په ګډون هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

له دې سربېره د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو په وار وار ویلي، چې په افغانستان کې بشري او په ځانګړي توګه د ښځو حقونه نقض شوي او همداراز محاکم یې یوازې د ښځو د ځپنې لپاره کار کوي.

سبا به په هلمند کې «له نشه یي توکو پاک افغانستان» تر سرلیک لاندې یوه غونډه پیل شي

۴ لړم ۱۴۰۴ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند وايي، سبا (دوشنبه د لړم ۵مه) به د هلمند په پوهنتون کې «له نشه یي توکو پاک افغانستان» تر سرلیک لاندي ۳ ورځنۍ غونډه پیل شي. دغه غونډه به په داسې حال کې وي، چې ځينې ګاونډي هېوادونه ادعا لري چې لا هم د نشه يي توکو په قاچاق کې څه کمښت نه دی راغلی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند زیاتوي، په دغې ۳ ورځنۍ غونډه کې به له طالب چارواکو سربېره د دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادان او څېړونکي ګډون ولري.
د نوموړي په وینا: «په دې غونډه کې به په افغانستان کې په بشپړ ډول د نشه یي توکو د له‌منځه وړلو لارو چارو او د دې ناوړه ښکارندې پر بدیلو کښتونو بحثونه او څېړنې وشي.»

طالبانو په افغانستان کې له بیا حاکمیت وروسته په ټول هېواد کې د نشه يي توکو کرکېله او قاچاق منع اعلان کړ او اوس ادعا کوي، چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کرکېله صفر ته رسېدلې، خو لا هم طالبان ډېری وخت په بېلابېلو ولایتونو کې د نشه يي توکو د کرکېلې له اړولو او همداراز د لابراتوارونو او کارخونو له ویجاړولو خبر ورکوي.

«له نشه یي توکو پاک افغانستان» غونډه به هم په داسې حال کې وي، چې لا هم ځینې هېوادونه پر افغانستان تور پورې کوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو را ورورسته هم د نشه يي توکو په قاچاق کې هېڅ کمښت نه دی راغلی.