افغانستان د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې پکې د زېږون پر مهال د مېندو د مړینې کچه لوړه ده، خو اوس د مړینې ګراف ځکه لوړ شوی، چې د روان زېږیز کال په پیل کې امریکا له افغانستان سره خپلې ټولې مرستې ودرولې او په ترڅ کې یې څه باندې ۴۰۰روغتیایي مرکزونه هغه هم په لرې پرتو سیمو کې وتړل شول.
د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په همدې تړاو د یکشنبې په ورځ (د لړم ۴مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د دغو روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو او همداراز د طالبانو له لوري د روغتیايي زده کړو په ګډون د نجونو د ثانوي او لوړو زده کړو د مخنیوي او له امله یې د ښځینه روغتیاپالانو او قابلو کمښت تر ډېره ښځې او په ځانګړې توګه امېندواره مېندې اغېزمنې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، په داسې حال کې چې افغانستان په بېړني ډول ۱۸ زره قابله ګانو ته اړتیا درلوده، خو طالبانو د ۱۴۰۳ کال په لېندۍ میاشت کې د نجونو د نیمه طبي زده کړو مرکزونه هم وتړل.
دغه شبکه وايي: «دوی موندلې چې په دې اړه (د زېږون پر مهال د مېندو د مړینې) کره ارقام نشته، خو په بېلابېلو ولایتونو کې قابلو، روغتیاپالانو او روغتیايي کار کوونکو ویلي، چې فکر کوي د مړینو کچه په زیاتېدو ده.»
دغه شبکه زیاتوي، په اتو ولایتونو (تخار، جوزجان،سمنګان، بلخ، بادغیس، پکتیکا، زابل او کابل) کې له نهو روغتیاپالو، مسلکي کسانو او د روغتیا له یوه نړۍوال کارپوه سره له مرکو وروسته دا ثابته شوې، چې له روغتیا برخې سره د نړۍوالو مرستو کمېدل او بندېدل، د درملو کمښت، ډېره بېوزلي او د طالبانو لهخوا د روغتیا په برخه کې د ښځو پر مسلکي روزنې بندیزونه د مېندو د مړینې اصلي لاملونه دي.
د یادې شبکې د راپور پر بنسټ، په ولایتونو او په ځانګړې توګه په لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو د لرې والي او پهکې د مسلکي روغتیاپالانو او روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي او همداراز بېوزلۍ له امله د زېږون پر مهال د امېندوارو مېندو د مړینې ګراف لوړ دی.
په دغه راپور کې د تخار په یوه کلینیک کې د یوې سرقابلې له قوله ویل شوي، چې ډېری امېندواره مېندې تر زېږون مخکې او له زېږون وروسته د روغتیايي خدماتو د کمښت له امله مري.
یادې سرقابلې د افغانستان تحلیلګرانو شبکې ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکي کله کله د حالاتو په لا خرابولو کې ونډه لري. هغې زیاته کړې: «یو ځل دوی راته د ولادت کوټه کې مخامخ ناست وو او موږ لګیا وو له یوې مور سره مو مرسته کوله چې ماشوم یې وزېږي.»
د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق مرستیال اندریو سابیرټن چې په زمري میاشت کې افغانستان ته تللی و، ویلي چې پر روغتیايي مرکزونو د مرستو د بندېدو، د نویو قابلو پر روزنې او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله په هرو دوو ساعتونو کې د زېږون پر مهال یوه امېندواره مور د مخنیوي وړ چارو له امله مري.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند بیا دغه شمېر چې ګواکې په هرو دوو ساعتونو کې د زېږون پر مهال یوه امېندواره مور مري ناسم بللی او ټينګار یې کړی، چې «له ټولو نړۍوالو ارګانو مو غوښتنه دا ده، که غواړي شمېرې خپرې کړي، د عامې روغتیا له وزارت سره دې همغږي وکړي چې په خلکو کې د وېرې او ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخنیوی وشي.»
د راپور لهمخې، د ۱۳۸۸کال په پای کې په افغانستان کې څه باندې درې زره روغتیایي مرکزونه وو، خو دغه شمېر بیا تر ۱۴۰۳نیمايي یعنې ۱۵۰۰ روغتیايي مرکزونو ته ولوېد او دغه شمېر د ۱۴۰۴کال تر غبرګولي پورې ۸۱۷ ته راټیټ شو.
د ۱۴۰۴کال په وري میاشت کې د بشري اړتیاوو سروې(Humanitarian Need Survey) د افغانستان په ۴۰۱ ولسوالیو کې د روغتیايي اړتیاوو حالت وارزاوه او د دوی د سروې لهمخې، په ۳۷۳ ولسوالیو کې د ۲۳۴ ولسوالیو حالت خطرناک، د ۱۳۴ ولسوالیو حالت بېخي خطرناک او د ۵ ولسوالیو هغه د ناورین په کچه کې دي. په ټول افغانستان کې یوازې ۲۸ ولسوالۍ په «غوره کټګورۍ» کې بلل شوې وې.
د بشري حالت څار ډلې(Humanitarian Situation Monitoring) هم د ۱۴۰۴کال په وري میاشت کې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۴۰۱ ولسوالیو کې د ۱۲۰۱۵ سیمو په یوه سروې کې وموندله، چې ۱۰ سلنه وګړو بېخي روغتیايي مرکزونه نه درلودل، ۴۵ سلنه وګړو ویل چې روغتیايي مرکزونه پوره کارمندان نه لري، ۷۸ سلنه خلکو ویل چې روغتیايي مرکزونه یې پوره درمل او روغتیايي توکي نه لري، خو ۲۸ سلنه ویل چې د ویجاړو سړکونو، د ټرانسپورتي وسایطو د نشتوالي، سېلابونو او نورو فزیکي ستونزو له امله یې روغتیايي خدمتونو ته لاس نه رسېږي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۴۰۰ ولسوالیو کې یوازې ۲۹۷ ولسوالۍ روغتیايي مرکزونه لري، خو څه موده وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست وویل، چې هوډ لري په هره ولسوالۍ کې یو مجهز روغتون جوړ کړي، خو لا تر اوسه یې څه څرک نه لګېږي.