ایران د یوه افغان په ګډون اته کسان اعدام کړل

د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې یو افغان بندي د «نشهيي توکو د جرم» په تور اعدام شوی دی. یاد سازمان لیکلي، چې اووه ایراني بندیان هم د تبریز، سمنان، مالیر، بروجرد، قزوین او ګورګان په زندانونو کې اعدام شوي دي.




