پرون له ایران او پاکستان نه تر ۱۵۰۰ ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

پرون له ایران او پاکستان نه ۱۵۶۵ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. له دې ډلې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۵، د هرات اسلام‌کلا له لارې ۵۲، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۱۳۹۴ او د هلمند د بهرامچې له لارې ۸۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس دوشنبه (د لړم ۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه کورنیو کې ۱۴۵۲ یې خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له سلګونو نورو سره مرستې شوې دي.