طالبانو قزاقستان میشتو افغان سوداگرو ته د لازمو اسانتياوو برابرولو ډاډ ورکړی

د طالبانو د صنعت او سوداگرۍ وزیر نورالدین عزیزي په قزاقستان کې له میشتو افغان سوداګرو سره کتلي دي. عزیزي د افغان سوداگرو د فعالیتونو او ستونزو په اړه خبرې کړې او ډاډ یې ورکړی چې د سوداګرۍ د پراختیا او د افغان سوداگرو د ستونزو حل لپاره جدي هڅې کوي.