• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان: ولسمشر ټرمپ دې د افغانستان شخړې ته هم پام وکړي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۹ GMT+۰

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان په کوالالمپور کې د سولې د تړون هرکلی کړی. د دغه سازمان سفیر محمد اشرف حيدري له ټرمپ غوښتي، د افغانستان په ګډون دې د هغو هېوادونو کړکېچ ته هم پام وکړي چې له امله یې مېلیونونه خلک بې‌ځایه شوي دي.

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان دوشنبه (د لړم ۵مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، په کولالمپور کې د سولې د تړون هرکلی کوي او دوی دغه کار ستايي چې د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم په کوربه‌توب او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړتوب د ټایلنډ او کمبوډیا لومړيو وزیرانو ترمنځ د پولې په اړه د شخړو ستونزه حل شوه.

خبرپاڼه کې راغلي:« ټرمپ دې د نورو هېوادونو کړکېچونو ته هم پام وکړي، لکه افغانستان چې مېلینونه خلک یې بې‌ځایه شوي، په نورو هېوادونو کې ژوند کوي او برخلیک یې هم روښانه نه‌دی.»

دغه سازمان له ټرمپ غوښتنه کړې، چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې دې افغانستان ته لومړیتوب ورکړي.  د یاد سازمان په وینا؛ په افغانستان کې د نړۍوالې همکارۍ له لارې د مشروع حکومت جوړول او د بې‌ځایه شویو خلکو ستونزو ته پاملرنه ترټولو مهمه موضوع ده.

د بې‌ځایه شویو سازمان سفیر محمد اشرف حيدري ویلي، چې نن ورځ په نړۍ کې د جګړو، تعقیب او بې‌ثباتۍ له امله تر ۱۲۲مېلیونو ډېر خلک بې‌ځایه شوي او له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

ښاغلی حیدري زیاتوي:« د کوالالمپور د سولې تړون وښودل، چې پیاوړې ډيپلوماسي کولای شي جګړه ودروي او مېلیونونه خلکو ته په سوله او امنیت کې د ژوند کولو زمینه برابره کړي.»

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینه: پاکستان د مذاکراتو د ماتېدا هوډ لري

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۲ GMT+۰

د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې پاکستان د مذاکراتو د ماتېدا هوډ لري؛ خو طالبان هم له خپل دریځه نه په شا کېږي. د سرچینې په وینا؛ پاکستانی پلاوی ټینګار کوي چې طالبان دې د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې عملیات پیل کړي او هغه یوه ترهګره ډله اعلان کړي.

خو د سرچینې په خبره:« زموږ دریځ دا دی، چې موږ ټي‌ټي‌پي د مسوولې ډلې په توګه نه پېژنو او دا د پاکستان داخلي مسله ده. د افغانستان له خاورې هیچاته زیان نه رسېږي او نه هم موږ چاته دغه اجازه ورکوو.»

سرچینه وړاندې زیاتوي:« د پاکستان مذاکراتي پلاوی ټینګار کوي؛ که په پاکستان کې ټي‌ټي‌پي برید کوي، نو پاکستان هم حق لري، چې که په افغانستان کې یې د ټي‌ټي‌پي مشکوک حرکات وموندل؛ نو هوایي برید پرې وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په استانبول کې د طالبانو او پاکستاني پلاویو ترمنځ خبرې اترې د درېیمې ورځې لپاره هم له کومې هوکړې پرته پای ته رسېدلې دي. د دواړو لوریو چارواکو تر دې وړاندې «اسوشېټېډ پرېس» خبري اژانس ته ویلي و، چې له څو ساعتونو خبرو وروسته هم کومه څرګنده پایله یا ګډه اعلامیه نه‌ده خپره شوې.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د اکټوبر په ۱۹مه په دوحه کې د قطر په کوربه‌توب ترسره شوی و، چې په پای کې دواړو خواوو د اوربند پر سر هوکړه کړې وه.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د امنیت د ټینګښت لپاره د ټولو سياسي ګوندونو د ګډې غونډې وړاندیز وکړ

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۳ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړو په ګډه وړاندیز وکړ، چې د امنيتي وضعیت، ترهګرۍ او له طالبانو سره د ترینګلو اړیکو د ښه کېدو لپاره دې د ټولو ګوندونو ګډه غونډه راوبلل شي. په دې اړه د پېښور د قول اردو له قوماندانو سره هم خبرې شوې؛ خو تر دې دمه وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې.

اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼي سې‌شنبه (د لړم ۶مه) لیکلي، یادې اسمبلۍ پرېکړه کړې چې د ستونزو د حل لپاره دې له والي، سر وزیر، د سیاسي ګوندونو له مشرانو، د مدني ټولنو استازو او اړونده ادارو له چارواکو سره سلامشوره وشي.

ورته مهال د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ مشر بابر سلیم سواتي وویل، چې د دغه کار د مدیریت لپاره د اسمبلۍ له غړو یوه کمېټه جوړه شوې ده. هغه وویل: «دغه ایالت د یوه ګوند نه؛ بلکې د ټولو دی. له ټولو سیاسي مشرانو، مدني ټولنو، وکیلانو ټولنې، سر وزیر او والي څخه غواړو، چې د امنیت د ټینګښت لپاره دې خپل وړاندیزونه وړاندې کړي.»

د یادې اسمبلۍ یوه غړي ارشاد ایوب وویل:« امنیتي وضعیت خورا کړکېچن او د اندېښنې وړ دی، دا زموږ د ټولو ګډ مسوولیت دی چې باید وضعیت سم کړو.» د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ یوه بل غړي ډاکټر امجد علي وویل: «سره له دې چې ۱۴زره عملیات شوي؛ خو بیا هم امنیت نه‌دی ټینګ شوی، باید ژر تر ژره د ټولو سياسي ګوندونو ګډه غونډه راوبلل شي.»

د اسمبلۍ یوه غړي عبدالغني وویل:« قبایلي خلک نور بمبارۍ او بې‌کوره کېدل نه‌شي زغملای او بله ستونزه دا ده، چې د جرګو مخه هم نیول شوې ده.» د نوموړې اسمبلۍ یوې غړې شازیه تهماس وړاندیز وکړ، چې د قبیلو ښځینه مشرانې دې هم په جرګو کې شاملې شي؛ ځکه هغوی د ځايي مسایلو په اړه ښه درک لري.

د پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي وړاندیز وکړ، چې ټول سیاسي ګوندونه دې یو ځای کېني او په ګډه دې یوه تګلاره جوړه کړي. تر دې پرېکړې وروسته د خیبر پښتونخوا نوي سر وزیر سهېل افریدي د پېښور د قول اردو قوماندان عمر احمد بخاري سره هم وکتل او دغه موضوع یې ورسره شریکه کړه.

د تهران والي: باید د کار په برخه کې ایراني کارګرو ته لومړيتوب ورکړل شي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۱ GMT+۰

د تهران والي محمدصادق معتمدیان وایي، چې باید د قانون په چوکاټ کې د بهرنیو وګړو او کډوالو انساني کرامت په پام کې ونیول شي. هغه ویلي، باید د کار په برخه کې ایرانیانو ته لومړيتوب ورکړل شي؛ که اړتیا وي هغه بهرني وګړي هم کار کولای شي، چې د استوګنې او کار جواز ولري.

ښاغلي معتمدیان د تهران د وګړو او کډوالو چارو شورا په غونډه کې ویلي، چې د بهرنیو وګړو وضعیت باید د قانون په چوکاټ کې په کره توګه تنظیم او وڅارل شي. هغه د ایران تاریخي رول ته په اشارې سره ویلي:« د ایران ملت د سیمې د بدلونونو له امله له کلونو راهیسې د کډوالو کوربه پاتې شوی او له کډوالو سره انساني چلند زموږ پخوانی ویاړ دی.»

هغه زیاته کړه، د کار لپاره باید ایرانیانو ته لومړیتوب ورکړل شي؛ خو په هغو مواردو کې چې اړتیا وي، هغه بهرني وګړي هم په کار ګومارل کېدای شي، چې د استوګنې او کار قانوني جواز ولري.

هغه وړاندې ویلي، باید د بهرنیو وګړو د مدیریت او تنظیم تګلارې داسې عملي شي چې د کډوالو د انساني حقونو تر څنګ د هېواد ملي ګټې او ټولنیز نظم هم په پام کې ونیول شي.

د تهران والي داسې مهال له افغان کډوالو سره د انساني چلند خبره کړې، چې په وروستیو کې داسې راپورونه هم خپاره شي چې ځينو ایرانيانو له افغان کډوالو سره غیرانساني چلند کړی او له یاد هېواده د اېستلو پر مهال یې د هغوی لاسباړه هم نه‌ده ورکړې.

ډیلي مېل: د برېتانوي پوځ د معلوماتي تېروتنې له امله د ۴۹ افغانانو خپلوان وژل شوي

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۵ GMT+۰

برېتانوۍ ورځپاڼې «ډیلي مېل» په خپل یوه راپور کې د برېتانیا د دفاعي کمېټې د تازه څېړنې په حواله ویلي، لږ تر لږه د هغو ۴۹ افغانانو خپلوان یا ملګري چې د برېتانوي ځواکونو له لوري یې شخصي معلومات افشا شوي وو، د همدې تېروتنې له امله وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي، له ۲۳۱ افغانانو څخه چې د خپلو معلوماتو د افشا کېدو په اړه خبر شوي وو، ۴۹ کسانو ویلي، چې د دوی د کورنۍ یو غړی یا همکار د دې تېروتنې له امله وژل شوی دی.

د یادې افشا شوې معلوماتي قضیې پېښه په ۲۰۲۲ کال کې د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو د مرکز له‌خوا په تصادفي ډول رامنځته شوه، چې پکې د شاوخوا ۲۵ زره افغانانو هویت او شخصي جزیات خپاره شول. دا هغه کسان وو، چې د طالبانو د غچ اخیستنې له ویرې او د ځان د ژغورنې لپاره یې د پناه غوښتنه کړې وه.

د راپور له مخې، د دې تېروتنې له کبله نږدې ۱۰۰ زره افغانان د مرګ له ګواښ سره مخ شول، ځکه هغوی په تېرو شلو کلونو کې له برېتانیايي ځواکونو سره کار کړی و.

ډېلي مېل ورځپاڼې غوښتل چې په ۲۰۲۳ کال کې دغه افشا شوی معلوماتي ناورین خپور کړي، خو حکومت د «نه خپرېدونکې» یا پټ عدالتي امر له لارې د موضوع د خپرېدو مخه ونیوله، چې وروسته په جولای میاشت کې لغوه شو.

په څېړنه کې راغلي، چې له ۲۳۱ کسانو څخه ۲۰۰ کسانو ته د طالبانو له‌خوا ګواښونه شوي دي. نږدې ۹۹ کسانو ویلي، چې مستقیم د مرګ ګواښونه ورته شوي او ۱۲۱ نورو بیا ویلي، چې د دوی کورنۍ او دوستان په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا ګواښل شوي دي.

د برېتانوي پوځ پخواني افسر فیلیپ اینګرام دغه شمېرې «د حیرانتیا او د نه منلو وړ» بللي او ویلي یې دي: «د دې تېروتنې مسوولان باید حساب ورکړي.»

په راپور کې د یوه افغان سرتېري کیسه هم راغلې ده، چې د برېتانوي ځانګړو ځواکونو یو وژل شوی سرتېری یې له جګړې رااېستلی و. نوموړی وروسته د طالبانو اړوندو کسانو له‌خوا ونیول شو، شکنجه شو، د هغه د ښي لاس ګوتې پرې شوې او له کاره ولوېدې.

دغه ۳۴کلن افغان چې د «ټریپلز» ځانګړو ځواکونو غړی و، نږدې لس کاله یې د برېتانیا له پوځ سره کار کړی و او په ۲۰۱۸کال یې په کابل کې د انټرکانټینټل هوټل د برید پر مهال د لوېدیځو اتباعو د ژغورنې په عملیاتو کې ګډون کړی و.

د دفاع وزارت منلې، چې د افغانانو د ځای پر ځای کېدو د پروګرام په اړوند اداره کې تر اوسه ۴۹ بېلابېلې د معلوماتو د افشا پېښې ثبت شوې دي، چې ځینې یې د انساني تېروتنې او ځینې د سایبري بریدونو پایله وې.

د وزارت ویاند ویلي: «درېیمو خپلواکو څېړنو ښودلې چې یوازې په دغه افشا شوي نوملړ کې نوم لرل د دې لامل نه‌شي کېدای، چې څوک په نښه شي، خو موږ دا خطر له پامه نه‌غورځوو.»

په ترکیه کې د طالبانو او پاکستان خبرې د درېیمې ورځې لپاره هم بې پایلې پاتې شوې

۵ لړم ۱۴۰۴ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۸ GMT+۰

په استانبول کې د طالبانو او پاکستاني پلاویو ترمنځ خبرې اترې د درېیمې ورځې لپاره هم بې کومې هوکړې پای ته رسېدلې دي. د دواړو لوریو چارواکو «اسوشېټېډ پرېس» خبري اژانس ته ویلي، چې له څو ساعتونو خبرو وروسته هم کومه څرګنده پایله یا ګډه اعلامیه نه ده خپره شوې.

په راپور کې راغلي، دواړه لوري لا هم د دوامداره اوربند د څرنګوالي او د وسله‌والو ډلو د کنټرول په میکانېزم اختلاف لري.

پاکستاني پلاوی له دې امله ناخوښ دی چې طالبان په افغانستان کې د پاکستاني وسله‌والو ډلو حضور نه مني او طالبان یې د «سخت دریځۍ او انعطاف نه لرلو» په تور تورن کړي دي.

د اسوشېټېډ پرېس د سرچینو په وینا، د پاکستان استازو په استانبول کې طالبانو ته خپل وروستی دریځ وړاندې کړی او ټینګار یې کړی، چې د ترهګریزو ډلو ملاتړ «د منلو وړ نه دی». اسلام‌اباد له طالبانو غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) پر ضد «روښانه او ارزول کېدونکي ګامونه» واخلي.

ترکیه چې د دغو خبرو کوربه ده، هڅه کوي خبرې «جوړوونکې او پایلې لرونکې» وساتي، خو د دوشنبې تر ماښامه هم هېڅ ګډه اعلامیه نه ده خپره شوې. سرچینې وایي، دواړه لوري به په راتلونکو ورځو کې خپلو مشورتي بحثونو ته دوام ورکړي.

د یادولو ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د اکټوبر په ۱۹مه په دوحه کې د قطر په کوربه‌توب ترسره شوی و، چې د هغې په پای کې دواړو خواوو د اوربند پر سر هوکړه کړې وه.