په سمنګان کې د ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپیان شوي

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د سمنګان په خلم سارباغ ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپیان دي. د راپور له مخې؛ ټپیان د یادې ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې لامل د موټر چلوونکي بېاحتیاطي بلل شوې ده.




