تېره شپه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د بېلابېلو پېښو له امله ۳کسان وژل شوي

پاکستاني رسنیو ویلي، چې تېره شپه د سند ایالت د کراچۍ ښار ځینو سیمو کې د هدفي بریدونو او ټرافیکي پېښو له امله ۳کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې؛ یوه ټرافیکي پېښه د یاد ښار د کلفټن بلاک او بله کیماري سیمه کې رامنځته شوې. د ناګن چورنګي سیمه کې بیا وسله‌والو یو کس په ډزو وژلی.