• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره اړتیا وړ مرستو ته تیاری وښود

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۷ GMT+۰

د چین حکومت اعلان کړی چې د افغانستان د اړتیاوو پر بنسټ، چمتو دی له زلزله‌ځپلو افغانانو سره د بشري او بیړنیو مرستو له لارې د دوی لاسنیوی وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ، نن سې شنبه په یوه خبري غونډه کې وویل: « چین د افغانستان په شمال کې په زلزله کې د رامنځته شوې مرګ ژوبلې له امله خواشیني دی. موږ د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وایو او د ټپیانو د ژر رغېدو هیله لرو.»

د هغې په وینا، بیجینګ د افغانستان له اړوندو بنسټونو سره د همغږۍ له لارې، د اړتیا پر اساس مرستې او ملاتړ چمتو کوي.

نوموړې زیاته کړه،چې چین باور لري د افغانستان خلک به وکولای شي له دې فاجعې سره مبارزه وکړي او خپلې کورنۍ او ټولنې بیاورغوي.

د یادولو وړ ده، چې د وړمې شپې په زلزله کې چې د افغانستان شمالي ولایتونه یې ولړزول، د بلخ او سمنګان په ګډون ګڼې سیمې زیانمنې شوې دي.

د لومړنیو راپورونو له مخې په دې زلزله کې چې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې ثبت شوې، ۲۸ تنه مړه او ۹۴۵نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي، چې د زلزلې له امله په سمنګان او بلخ ولایتونو کې له ۹۰ ډیر کورونه ویجاړ شوي دي.

ډېر لیدل شوي

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟
۱
ځانګړی

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

۲

سرچینې: طالبانو عمار یاسر ته پر هبت الله د وروستیو نیوکو له امله توصیه کړې ده

۳

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو حکمونه؛ څلور طالب چارواکي څوک او پر څه تورن دي؟

۴

د پاکستان استازي په افغانستان کې پر وسله والو د بریدونو د دوام خبر ور کړی

۵

فوزیه کوفي: د افغانانو له ګډون پرته د مسکو فارمټ ناسته مشروعیت نه‌لري