په هند کې د اورګاډو د تکړ له امله ۸ تنه مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي

د هند په چتیسکر ایالت کې د سېشنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) د یوه مساپر وړونکي او بار وړونکي اورګاډو د ټکر له امله لږترلږه اته کسان مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د هند په چتیسکر ایالت کې د سېشنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) د یوه مساپر وړونکي او بار وړونکي اورګاډو د ټکر له امله لږترلږه اته کسان مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د چارواکو په وینا، د پېښې پر مهال بار وړونکی اورګاډی ولاړ و، خو د مساپرو اورګاډي ورسره ټکر وکړ، چې له امله یې د مساپرو د اورګاډي څو لومړنۍ برخې سختې زیانمنې شوې.د دغه ایالت د لومړي وزیر مرستیال ارون ساو خبریالانو ته ویلي، چې پولیس او ژغورنې ډلې د ژوندیو پاتې کسانو د را اېستلو هڅه کوي.
د رېلپټلۍ چارواکو ویلي، چې د پېښې په اړه به هر اړخیزه څېړنه ترسره شي.
د هند د رېلپټلۍ شبکه د نړۍ څلورمه ستره شبکه ده او دا مهال د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د بدلون او عصري کېدو تر پروسې لاندې ده، چې پکې نوي رېلي او عصري تمځایونه جوړېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اورګاډو پېښې په دغه هېواد کې نوې خبره نه ده. هند په ۲۰۲۳ کال کې د وروستیو کلونو یوه تر ټولو بده پېښه تجربه کړه، چې درې اورګاډي د اودیشا ایالت په سيویل برخه کې سره ټکر وکړ او ۲۸۸ کسان پکې ووژل شول.


د مکسیکو ولسمشرې کلودیا شاینباوم د سې شنبې په ورځ وویل چې په مکسیکو کې د امریکا یو اړخیز پوځي اقدام «هیڅکله نهشي کېدای». شاینباوم وویل، « دا به ونهشي. موږ ته داسې راپورونه نهدي رسېدلي او له دې سره موږ هېڅ موافق نهیو».
سره له دې چې امریکا په وروستیو میاشتو کې په لاتینه امریکا کې خپلې پوځي هڅې زیاتې کړې، شاینباوم په خپل منظم سهارني مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، « دا به ونهشي. موږ ته داسې راپورونه نهدي رسېدلي او له دې سره موږ هېڅ موافق نهیو».
نوموړې دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې این بي سي نیوز د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې امریکا د مکسیکو دننه د یوه کارټل ضد پوځي ماموریت د پلي کولو لپاره تفصیلي پلان جوړ کړی، چې د ځواکونو او استخباراتي افسرانو د استولو بحث هم پکې شامل دی.
د مکسیکو ولسمشرې مخکې هم د امریکا له لوري د مکسیکو دننه د یو اړخیز پوځي اقدام وړاندیزونه رد کړي وو.

د ملګرو ملتونو د سرچینو له مخې، د کامرون امنیتي ځواکونو د ولسمشرۍ د ټاکنو پر ضد د اعتراضونو پر مهال ۴۸ ملکي کسان وژلي دي.
د راپور له مخې، ډېری قربانیان د مرمیو له امله وژل شوي، خو یو شمېر نور د سرتېرو له خوا د وهلو او ډبولو پرمهال ټپیان او مړه شوي.
د بییا حکومت د اعتراضونو د تلفاتو شمېر نه دی اعلان کړی، او د حکومت ویاند د سې شنبې په ورځ د رویټرز د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
تېره اونۍ بییا د ټاکنو ګټونکی اعلان شو، چې ۵۳،۶۶ سلنه رایې یې ترلاسه کړې وې، په داسې حال کې چې د ده دسیال اپوزیسیون مشر عیسی چیروما بکاري (چې پخوا د حکومت ویاند و او په جون میاشت کې یې له دندې استعفا ورکړې وه) ۳۵،۱۹ سلنه رایې ترلاسه کړې.
چیروما د اکتوبر د۱۲مې له ټاکنو لږوروسته ځان ګټونکی اعلان کړ او کله چې د لومړنیو پایلو له مخې څرګنده شوه چې بییا، چې له ۱۹۸۲ کال راهیسې په واک کې دی، په اتم ځل ولسمشر کیږي، نو اعتراضونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې را وپارېدل.
د «سټینډ اپ فار کامرون» په نوم یوې مدني ټولنې تېره اونۍ ویلي وو چې لږ تر لږه ۲۳ کسان د امنیتي ځواکونو د تاوتریخوالي له امله وژل شوي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، نږدې نیمايي وژل شوي کسان د لیټورال په سیمه کې وو، چې د ډوالا بندري ښار هم پکې شامل دی.
درې امنیتي افسران هم په ډوالا کې وژل شوي دي.
په شمالي سیمه کې، چې پلازمېنه یې ګاروا ده او د چیروما ټاټوبی ګڼل کېږي، ۱۰ تنه وژل شوي دي.

د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش مرستیال او په ۲۰۰۳ کال کې د عراق جګړې کلیدي ملاتړی ډیک چيني د دوشنبې په ورځ د سینه بغل او د زړه او رګونو ناروغۍ له امله د ۸۴ کلونو په عمر ومړ. د هغه کورنۍ دا خبر د سېشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې تایید کړی دی.
چيني، چې یو وخت د وېومینګ ایالت استازی او د دفاع وزیر هم پاتې شوی و، د ولسمشر تر مرستیالۍ مخکې هم په واشنګټن کې یو ځواکمن سیاستوال ګڼل کېده.
له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۹ پورې د مرستیال ولسمشر په توګه، چيني د ولسمشرۍ د واک د پراختیا یو توند پلوی و.
نوموړي باور درلود چې د واټرګېټ د رسوايۍ له پېښې وروسته د ولسمشر واک محدود شوی و او ده هڅه وکړه چې د ولسمشرۍ دفتر ته بېرته ځواک ورکړي.
چيني د ۲۰۰۳میلادي کال د عراق د جګړې یو کلیدي ملاتړی و.
هغه پر دې ټینګار کاوه چې عراق د ډلهییزو وژنو د وسلو زېرمه لري، خو وروسته هېڅ ډول داسې وسلې ونه موندل شوې.
هغه د بوش د حکومت له څو لوړپوړو چارواکو، لکه د بهرنیو چارو وزیرانو کولن پاول او کانډولیزا رایس سره اختلافات هم درلودل.
د چيني لور، لېز چيني، هم د امریکا د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو استازې وه، خو وروسته یې له ټرمپ سره د مخالفت له امله څوکۍ بایلوده.
ډیک چېني په ۱۹۴۱م کال د جنورۍ په ۳۰ مه د امریکا په نبراسکا ایالت کې زېږېدلی و.

روسیې د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ځواکونو یې د پوکروفسک ښار شاوخوا پر اوکرایني پوځیانو د محاصرې کړۍ نوره هم را تنګه کړې ده. دغه ښار د ترانسپورټ او لوژستیک مهم مرکز دی چې روسي ځواکونه یې له یو کال راهیسې د نیولو هڅه کوي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، جګړه د ویجاړ شوي ښار په کوڅو کې روانه ده او د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دوی سرتېرو د اوکرایني ځواکونو له حضوره۳۵ ودانۍ پاکې کړې دي.
وزارت زیاته کړې چې روسي ځواکونه د خارکیف ولایت کوپیانسک ښارګوټي ته نژدې پر محاصره شویو اوکرایني ځواکونو د کړۍ تنګولو هڅه هم کوي.
رویټرز وايي نه شي کولای د جګړې دا ادعاوې په خپلواکه توګه تایید کړي.
اوکراین بیا ویلي چې د دوی ځواکونه په هېڅ یوه سیمه کې هم نه دي محاصره شوي.
د ژور دولت په نوم اوکرایني څېړنیزې پروژې ویلي چې روسي ځواکونه پوکروفسک ښار او شاوخوا سیمو ته نور هم ننوتي دي، خو لا هم ډېره برخه د دواړو لوریو ترمنځ د جګړې په «خړ زون» کې ده.
پوکروفسک د جګړې له پیل وړاندې شاوخوا ۶۰ زره اوسېدونکي درلودل، خو ډېری ملکي وګړي له سیمې تښتېدلي دي.
د دغه ښار نیول به مسکو ته دا زمینه برابره کړي چې د کراماتورسک او سلاویانسک پر لور پرمختګ وکړي.
دا هغه دوه لوی ښارونه دي چې لا هم د اوکراین تر کنټرول لاندې دي او روسیه غواړي د دونېڅک سیمه په بشپړ ډول ونیسي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ ومنله چې پوکروفسک تر سخت فشار لاندې دی، خو د هغه پوځ ویلي چې روسي ځواکونه د ښار په هېڅ یوه برخه کې بشپړ کنټرول نه لري.
یو روسي پوځي بلاګر ریبار هم ویلي چې د مسکو نفوذ په ښار کې ورو ورو پراخېږي، خو د هغه په وینا، «د ښار بشپړه تصفیه لا ډېره لرې ده».

د چین صدراعظم لي چيانګ د دوشنبې په ورځ له روسي صدراعظم ميخايل ميشوستين سره د لیدنې پر مهال وویل چې بیجنګ غواړي له مسکو سره ګډې امنیتي ګټې وساتي او په مختلفو برخو کې همکاري نوره هم پیاوړې کړي. دواړو مشرانو په چینايي ښار هانګژو کې خبرې وکړې.
د روسیې صدراعظم میشوستین په یوه دوه ورځني سفر چین ته تللی، او د روسیې د دولتي خبري اژانس تاس په وینا، ټاکل شوې د سې شنبې په ورځ له ولسمشر شي جینپینګ سره هم وګوري.د خبرو تمرکز به پر اقتصادي او تخنیکي همکاریو وي.
لي چيانګ وویل: «چین او روسیه ښه ګاونډیان او د باور وړ ملګري دي.»
د چین د مرکزي تلویزیون د راپور له مخې، هغه زیاته کړه: « چین چمتو دی چې له روسیې سره د پراختیايي ستراتیژیو همغږي لا پیاوړې کړي او په بېلابېلو برخو کې همکاري پراخه کړي».
د کرملین دفتر د جمعې په ورځ ویلي وو چې د میشوستین سفر ته «ډېر لوړ» ارزښت ورکوي، خو دا یې نهدي ویلي چې ایا ولسمشر ولادیمیر پوتین به د خپل صدراعظم له لارې شي جینپینګ ته کوم پیغام واستوي که نه.
پوتین او شي په ۲۰۲۲ کال کې د «بېسرحده ملګرتیا» تړون لاسلیک کړی و.
له هغه وخت راهیسې، روسیې د بندیزونو د اغېز کمولو لپاره له چین سره سوداګریزې او د انرژۍ په تړاو اړیکې پیاوړې کړې دي. دغه راز د یوان په اسعارو راکړه ورکړه لوړه شوې او دوه اړخیزه سوداګري تاریخي کچې ته رسېدلې ده.
که څه هم د امریکا او چین ترمنځ د سوداګرۍ کړکېچ، په ځانګړي ډول د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دورې وروسته، د مسکو او بیجینګ ترمنځ سوداګري پیاوړې کړې وه، خو د وروستیو میاشتو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو سوداګري راکمه شوې ده.
د روسیې د صنعت او سوداګرۍ وزیر انتون عليخانوف دغه کمښت «بهرنی فشار» او د روسیې په بازار کې له چینایي توکو سره تړلی بللی.
د رویټرز د راپور له مخې، د چین د تېلو دولتي شرکتونو پر روزنېفټ او لوک ایل د امریکا له بندیزونو وروسته د روسیې د سمندري تېلو اخیستل ځنډولي دي.
د چین د سپټمبر میاشتي ګمرکي معلومات ښيي چې روسیې ته د چین د یوانمحوره صادراتو کچه په کال کې ۲۱ سلنه راکمه شوې، خو له روسیې څخه واردات بیا ۳،۸ سلنه ډېر شوي دي.
د یکشنبې په ورځ د روسیې مرستیال صدراعظم دیمیتري چرنېشینکو او د چین مرستیال صدراعظم هي لیفینګ په نینګبو ښار کې د ګډې کمېټې د غونډې مشري وکړه، چې د مسو او نېکل د صادراتو د زیاتوالي او کرنیزو محصولاتو ته د پراخ لاسرسي یادونه پکې وشوه.