په کامرون کې د ولسمشرۍ ټاکنو پرضد اعتراضونو کې ۴۸ کسان وژل شوي

د ملګرو ملتونو د سرچینو له مخې، د کامرون امنیتي ځواکونو د ولسمشرۍ د ټاکنو پر ضد د اعتراضونو پر مهال ۴۸ ملکي کسان وژلي دي.

د ملګرو ملتونو د سرچینو له مخې، د کامرون امنیتي ځواکونو د ولسمشرۍ د ټاکنو پر ضد د اعتراضونو پر مهال ۴۸ ملکي کسان وژلي دي.
د راپور له مخې، ډېری قربانیان د مرمیو له امله وژل شوي، خو یو شمېر نور د سرتېرو له خوا د وهلو او ډبولو پرمهال ټپیان او مړه شوي.
د بییا حکومت د اعتراضونو د تلفاتو شمېر نه دی اعلان کړی، او د حکومت ویاند د سې شنبې په ورځ د رویټرز د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.
تېره اونۍ بییا د ټاکنو ګټونکی اعلان شو، چې ۵۳،۶۶ سلنه رایې یې ترلاسه کړې وې، په داسې حال کې چې د ده دسیال اپوزیسیون مشر عیسی چیروما بکاري (چې پخوا د حکومت ویاند و او په جون میاشت کې یې له دندې استعفا ورکړې وه) ۳۵،۱۹ سلنه رایې ترلاسه کړې.
چیروما د اکتوبر د۱۲مې له ټاکنو لږوروسته ځان ګټونکی اعلان کړ او کله چې د لومړنیو پایلو له مخې څرګنده شوه چې بییا، چې له ۱۹۸۲ کال راهیسې په واک کې دی، په اتم ځل ولسمشر کیږي، نو اعتراضونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې را وپارېدل.
د «سټینډ اپ فار کامرون» په نوم یوې مدني ټولنې تېره اونۍ ویلي وو چې لږ تر لږه ۲۳ کسان د امنیتي ځواکونو د تاوتریخوالي له امله وژل شوي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، نږدې نیمايي وژل شوي کسان د لیټورال په سیمه کې وو، چې د ډوالا بندري ښار هم پکې شامل دی.
درې امنیتي افسران هم په ډوالا کې وژل شوي دي.
په شمالي سیمه کې، چې پلازمېنه یې ګاروا ده او د چیروما ټاټوبی ګڼل کېږي، ۱۰ تنه وژل شوي دي.


د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش مرستیال او په ۲۰۰۳ کال کې د عراق جګړې کلیدي ملاتړی ډیک چيني د دوشنبې په ورځ د سینه بغل او د زړه او رګونو ناروغۍ له امله د ۸۴ کلونو په عمر ومړ. د هغه کورنۍ دا خبر د سېشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې تایید کړی دی.
چيني، چې یو وخت د وېومینګ ایالت استازی او د دفاع وزیر هم پاتې شوی و، د ولسمشر تر مرستیالۍ مخکې هم په واشنګټن کې یو ځواکمن سیاستوال ګڼل کېده.
له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۹ پورې د مرستیال ولسمشر په توګه، چيني د ولسمشرۍ د واک د پراختیا یو توند پلوی و.
نوموړي باور درلود چې د واټرګېټ د رسوايۍ له پېښې وروسته د ولسمشر واک محدود شوی و او ده هڅه وکړه چې د ولسمشرۍ دفتر ته بېرته ځواک ورکړي.
چيني د ۲۰۰۳میلادي کال د عراق د جګړې یو کلیدي ملاتړی و.
هغه پر دې ټینګار کاوه چې عراق د ډلهییزو وژنو د وسلو زېرمه لري، خو وروسته هېڅ ډول داسې وسلې ونه موندل شوې.
هغه د بوش د حکومت له څو لوړپوړو چارواکو، لکه د بهرنیو چارو وزیرانو کولن پاول او کانډولیزا رایس سره اختلافات هم درلودل.
د چيني لور، لېز چيني، هم د امریکا د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو استازې وه، خو وروسته یې له ټرمپ سره د مخالفت له امله څوکۍ بایلوده.
ډیک چېني په ۱۹۴۱م کال د جنورۍ په ۳۰ مه د امریکا په نبراسکا ایالت کې زېږېدلی و.

روسیې د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ځواکونو یې د پوکروفسک ښار شاوخوا پر اوکرایني پوځیانو د محاصرې کړۍ نوره هم را تنګه کړې ده. دغه ښار د ترانسپورټ او لوژستیک مهم مرکز دی چې روسي ځواکونه یې له یو کال راهیسې د نیولو هڅه کوي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، جګړه د ویجاړ شوي ښار په کوڅو کې روانه ده او د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دوی سرتېرو د اوکرایني ځواکونو له حضوره۳۵ ودانۍ پاکې کړې دي.
وزارت زیاته کړې چې روسي ځواکونه د خارکیف ولایت کوپیانسک ښارګوټي ته نژدې پر محاصره شویو اوکرایني ځواکونو د کړۍ تنګولو هڅه هم کوي.
رویټرز وايي نه شي کولای د جګړې دا ادعاوې په خپلواکه توګه تایید کړي.
اوکراین بیا ویلي چې د دوی ځواکونه په هېڅ یوه سیمه کې هم نه دي محاصره شوي.
د ژور دولت په نوم اوکرایني څېړنیزې پروژې ویلي چې روسي ځواکونه پوکروفسک ښار او شاوخوا سیمو ته نور هم ننوتي دي، خو لا هم ډېره برخه د دواړو لوریو ترمنځ د جګړې په «خړ زون» کې ده.
پوکروفسک د جګړې له پیل وړاندې شاوخوا ۶۰ زره اوسېدونکي درلودل، خو ډېری ملکي وګړي له سیمې تښتېدلي دي.
د دغه ښار نیول به مسکو ته دا زمینه برابره کړي چې د کراماتورسک او سلاویانسک پر لور پرمختګ وکړي.
دا هغه دوه لوی ښارونه دي چې لا هم د اوکراین تر کنټرول لاندې دي او روسیه غواړي د دونېڅک سیمه په بشپړ ډول ونیسي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د دوشنبې په ورځ ومنله چې پوکروفسک تر سخت فشار لاندې دی، خو د هغه پوځ ویلي چې روسي ځواکونه د ښار په هېڅ یوه برخه کې بشپړ کنټرول نه لري.
یو روسي پوځي بلاګر ریبار هم ویلي چې د مسکو نفوذ په ښار کې ورو ورو پراخېږي، خو د هغه په وینا، «د ښار بشپړه تصفیه لا ډېره لرې ده».

د چین صدراعظم لي چيانګ د دوشنبې په ورځ له روسي صدراعظم ميخايل ميشوستين سره د لیدنې پر مهال وویل چې بیجنګ غواړي له مسکو سره ګډې امنیتي ګټې وساتي او په مختلفو برخو کې همکاري نوره هم پیاوړې کړي. دواړو مشرانو په چینايي ښار هانګژو کې خبرې وکړې.
د روسیې صدراعظم میشوستین په یوه دوه ورځني سفر چین ته تللی، او د روسیې د دولتي خبري اژانس تاس په وینا، ټاکل شوې د سې شنبې په ورځ له ولسمشر شي جینپینګ سره هم وګوري.د خبرو تمرکز به پر اقتصادي او تخنیکي همکاریو وي.
لي چيانګ وویل: «چین او روسیه ښه ګاونډیان او د باور وړ ملګري دي.»
د چین د مرکزي تلویزیون د راپور له مخې، هغه زیاته کړه: « چین چمتو دی چې له روسیې سره د پراختیايي ستراتیژیو همغږي لا پیاوړې کړي او په بېلابېلو برخو کې همکاري پراخه کړي».
د کرملین دفتر د جمعې په ورځ ویلي وو چې د میشوستین سفر ته «ډېر لوړ» ارزښت ورکوي، خو دا یې نهدي ویلي چې ایا ولسمشر ولادیمیر پوتین به د خپل صدراعظم له لارې شي جینپینګ ته کوم پیغام واستوي که نه.
پوتین او شي په ۲۰۲۲ کال کې د «بېسرحده ملګرتیا» تړون لاسلیک کړی و.
له هغه وخت راهیسې، روسیې د بندیزونو د اغېز کمولو لپاره له چین سره سوداګریزې او د انرژۍ په تړاو اړیکې پیاوړې کړې دي. دغه راز د یوان په اسعارو راکړه ورکړه لوړه شوې او دوه اړخیزه سوداګري تاریخي کچې ته رسېدلې ده.
که څه هم د امریکا او چین ترمنځ د سوداګرۍ کړکېچ، په ځانګړي ډول د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دورې وروسته، د مسکو او بیجینګ ترمنځ سوداګري پیاوړې کړې وه، خو د وروستیو میاشتو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو سوداګري راکمه شوې ده.
د روسیې د صنعت او سوداګرۍ وزیر انتون عليخانوف دغه کمښت «بهرنی فشار» او د روسیې په بازار کې له چینایي توکو سره تړلی بللی.
د رویټرز د راپور له مخې، د چین د تېلو دولتي شرکتونو پر روزنېفټ او لوک ایل د امریکا له بندیزونو وروسته د روسیې د سمندري تېلو اخیستل ځنډولي دي.
د چین د سپټمبر میاشتي ګمرکي معلومات ښيي چې روسیې ته د چین د یوانمحوره صادراتو کچه په کال کې ۲۱ سلنه راکمه شوې، خو له روسیې څخه واردات بیا ۳،۸ سلنه ډېر شوي دي.
د یکشنبې په ورځ د روسیې مرستیال صدراعظم دیمیتري چرنېشینکو او د چین مرستیال صدراعظم هي لیفینګ په نینګبو ښار کې د ګډې کمېټې د غونډې مشري وکړه، چې د مسو او نېکل د صادراتو د زیاتوالي او کرنیزو محصولاتو ته د پراخ لاسرسي یادونه پکې وشوه.

فاکس نیوز راپور ورکوي، چې د امریکا حکومت پر لبنان فشارونه زیات کړي، څو د ایران له ملاتړ څخه برخمنه حزبالله ډله بېوسلې کړي. دا فشارونه تر هغه وروسته زیات شوي، چې د لبنان حکومت او پوځ په دې برخه کې پاتې راغلل.
په راپور کې ویل شوي، اسرایيلي چارواکي او امنیتي کارپوهان باور لري چې د لبنان پوځ د حزبالله د بېوسلې کولو توان نه لري او اسراییل یوازې د خپلو هوایي بریدونو له لارې د دې ډلې پوځي ځواک محدود کړی دی.
فاکس نیوز په همدې خبر کې لیکلي، چې ایران د حزبالله اصلي ملاتړی دی او لا هم دې ډلې ته لارښوونې کوي، څو د کورنیو او بهرنيو فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي او د راتلونکو جګړو لپاره چمتووالی وساتي.
حزبالله نه یوازې په لبنان کې، بلکې په سوریې او نورو سیمو کې هم خپل فعالیتونه پراخ کړي او د خپلو پوځي وړتیاوو د بیا پیاوړتیا لپاره کار کوي.
د امریکا او اسراییل چارواکي باور لري، چې حزبالله د لبنان او ټولې سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ دی او باید بې وسلې شي، څو لبنان د امن او ثبات پر لور حرکت وکړي.

د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په ټوله نړۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
هغه له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او وژنو په قضیو کې څېړنې او قانوني تعقیب وکړي او د هغوی امنیت او د کار ازادي تضمین کړي.
د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو له معافیت څخه د پای ته رسولو نړۍواله ورځ هر کال د نومبر په دویمه نېټه د ملګرو ملتونو لهخوا نمانځل کېږي.
انتونیو ګوترېش په همدې مناسبت وویل: «په نړۍ کې د هرو لسو وژل شویو خبریالانو له ډلې نهو پېښو ته تر اوسه هېڅ ځواب نه دی ورکړل شوی.»
انتونیو ګوترېش په خبره، غزه په هره شخړه کې د خبریالانو لپاره تر ټولو وژونکې سیمه ده.
هغه ټینګار وکړ، چې د ژورنالېزم مسلک په ټوله نړۍ کې له ناوړه لفظي چلند، ګواښونو، فزیکي بریدونو، بند، شکنجې، وژنې او ګڼو نورو ګواښونو سره مخ دی.
انتونیو ګوترېش د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د انلاین ځورونې او ډیجیټلي تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې وکړ، چې باید د هغوی د خوندي کار چاپېریال لپاره هڅې وشي.
نوموړي له هېوادونو وغوښتل، د هغو خبریالانو قضیې تعقیب کړي چې د تاوتریخوالي قرباني شوي او د مطبوعاتو د ازادۍ دفاع یې کړه ده.
دا ورځ په داسې وخت کې نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ په خورا بدو شرایطو کې فعالیت کوي.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د وروستي راپور له مخې، په تېرو شلو کلونو کې لږ تر لږه ۱۳۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د جګړې او تنظیم شویو جرمونو له امله وژل شوي او له دې قضیو څخه ۹۰ سلنه بې پایلې پاتې دي.
سربېره پر دې، د طالبانو حکومت د مطبوعاتو او معلوماتو ته د لاسرسي قانون لغوه کړی او د هېواد دننه رسنۍ یې د سخت سانسور او فشار لاندې راوستې دي.