• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فاکس نیوز: امریکا د ایران په ملاتړ د حزب‌الله ډلې د بې‌وسلې کولو په موخه فشارونه زیات کړي

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ لړم ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۶ GMT+۰

فاکس نیوز راپور ورکوي، چې د امریکا حکومت پر لبنان فشارونه زیات کړي، څو د ایران له ملاتړ څخه برخمنه حزب‌الله ډله بې‌وسلې کړي. دا فشارونه تر هغه وروسته زیات شوي، چې د لبنان حکومت او پوځ په دې برخه کې پاتې راغلل.

په راپور کې ویل شوي، اسرایيلي چارواکي او امنیتي کارپوهان باور لري چې د لبنان پوځ د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو توان نه لري او اسراییل یوازې د خپلو هوایي بریدونو له لارې د دې ډلې پوځي ځواک محدود کړی دی.

فاکس نیوز په همدې خبر کې لیکلي، چې ایران د حزب‌الله اصلي ملاتړی دی او لا هم دې ډلې ته لارښوونې کوي، څو د کورنیو او بهرنيو فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي او د راتلونکو جګړو لپاره چمتووالی وساتي.

حزب‌الله نه یوازې په لبنان کې، بلکې په سوریې او نورو سیمو کې هم خپل فعالیتونه پراخ کړي او د خپلو پوځي وړتیاوو د بیا پیاوړتیا لپاره کار کوي.

د امریکا او اسراییل چارواکي باور لري، چې حزب‌الله د لبنان او ټولې سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ دی او باید بې‌ وسلې شي، څو لبنان د امن او ثبات پر لور حرکت وکړي.

ترویج لرونکی

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی
۱

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۲

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۳

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۴

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

۵

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

ګوترېش د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د ختمېدو او خوندیتوب د تضمین غوښتنه کوي

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۳ GMT+۰
ګوترېش د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د ختمېدو او خوندیتوب د تضمین غوښتنه کوي
100%

د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په ټوله نړۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

هغه له ټولو هېوادونو وغوښتل، چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او وژنو په قضیو کې څېړنې او قانوني تعقیب وکړي او د هغوی امنیت او د کار ازادي تضمین کړي.

د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو له معافیت څخه د پای ته رسولو نړۍواله ورځ هر کال د نومبر په دویمه نېټه د ملګرو ملتونو له‌خوا نمانځل کېږي.

انتونیو ګوترېش په همدې مناسبت وویل: «په نړۍ کې د هرو لسو وژل شویو خبریالانو له ډلې نهو پېښو ته تر اوسه هېڅ ځواب نه دی ورکړل شوی.»

انتونیو ګوترېش په خبره، غزه په هره شخړه کې د خبریالانو لپاره تر ټولو وژونکې سیمه ده.

هغه ټینګار وکړ، چې د ژورنالېزم مسلک په ټوله نړۍ کې له ناوړه لفظي چلند، ګواښونو، فزیکي بریدونو، بند، شکنجې، وژنې او ګڼو نورو ګواښونو سره مخ دی.

انتونیو ګوترېش د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د انلاین ځورونې او ډیجیټلي تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې وکړ، چې باید د هغوی د خوندي کار چاپېریال لپاره هڅې وشي.

نوموړي له هېوادونو وغوښتل، د هغو خبریالانو قضیې تعقیب کړي چې د تاوتریخوالي قرباني شوي او د مطبوعاتو د ازادۍ دفاع یې کړه ده.

دا ورځ په داسې وخت کې نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ په خورا بدو شرایطو کې فعالیت کوي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د وروستي راپور له مخې، په تېرو شلو کلونو کې لږ تر لږه ۱۳۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د جګړې او تنظیم شویو جرمونو له امله وژل شوي او له دې قضیو څخه ۹۰ سلنه بې‌ پایلې پاتې دي.

سربېره پر دې، د طالبانو حکومت د مطبوعاتو او معلوماتو ته د لاسرسي قانون لغوه کړی او د هېواد دننه رسنۍ یې د سخت سانسور او فشار لاندې راوستې دي.

اسراییل له حماس څخه د درېیو نورو یرغمل شویو کسانو جسدونه ترلاسه کړل

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۷ GMT+۰
اسراییل له حماس څخه د درېیو نورو یرغمل شویو کسانو جسدونه ترلاسه کړل
100%

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي، چې هېواد یې د سره صلیب له لارې له حماس څخه د درېیو نورو یرغمل شویو جسدونه ترلاسه کړي دي. دغه جسدونه د غزې په سیمه کې د اسراییل ځواکونو ته سپارل شوي.

په هغه اعلامیه کې چې د یکشنبې په ماښام خپره شوې، راغلي چې د درېیو تنو جسدونه د غزې په تړانګه کې اسراییلي ځواکونو ته سپارل شوي او وروسته به اسراییل ته ولېږدول شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تر مراسمو وروسته به دغه مړي د روغتیا وزارت د عدلي طب ملي مرکز ته انتقال او د پېژندنې تر بشپړېدو وروسته به د هغوی کورنیو ته په رسمي توګه ورکړل شي.

د لومړي وزیر دفتر په اعلامیه کې راغلي: «موږ له دغو کورنیو سره په غم کې شریک یو. د ټولو یرغمل شویو کسانو د بېرته راوړولو لپاره مو هڅې دوام لري او تر هغه به نه درېږي څو وروستی کس هم بېرته راوستل شوی نه وي.»

که د دغو درېیو مړو هویت د اسراییلي یرغمل شویو کسانو په توګه تایید شي، نو لا هم به د اته نورو یرغمل شویو کسانو مړي د غزې په سیمه کې پاتې وي.

د حماس ډلې مخکې هم د مړو د تبادلې پر مهال د غزې د یوه اوسېدونکي مړی د اسراییلي یرغمل په توګه ورکړی و.

همدارنګه په بله پېښه کې هغه څه چې د یو بل یرغمل شوي کس د مړي په توګه بېرته ورکړل شوی وو، وروسته څرګنده شوه چې دا د هماغه کس د جسد پاتې شونې وې چې له مخکې اسراییل ته انتقال او هلته خښ شوی و.

د برېتانیا پولیس وايي چې په اورګاډي کې د چاقو برید ترهګریزه پېښه نه ده

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۰ GMT+۰
د برېتانیا پولیس وايي چې په اورګاډي کې د چاقو برید ترهګریزه پېښه نه ده
100%

د برېتانیا پولیسو ویلي، چې د دغه هېواد په ختیځ کې په یوه اورګاډي کې د چاقو په وسیله برید ترهګریز نه دی او په دې تړاو یې دوه کسان نیولي دي. پولیسو ویلي، چې په یاد برید کې ۱۱ کسان ټپیان شوي وو.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د برېتانیا د ترانسپورټ پولیسو یو مسوول جان لاولس وویل:« تر اوسه داسې کوم څه نه دي ترلاسه شوي، چې دا دې ترهګریزه پېښه وي.»

لاونس ویلي، چې د یادې پیښې په تړاو یې دوه مشکوک ۳۲ کلن او ۳۵ کلن کسان نیولي دي.

د لاونس په وینا، پر یادو کسانو یې د وژنې د هڅې په تور قضیه ثبت کړې ده.

په اورګاډي کې د قاچو په ګزار د ۱۱ کسانو ټپي کېدو پیښې په اړه د برېتانیا لومړي وزیر کېرسټارمر او پاچا چارلس هم غبرګون ښودلی او یاده پېښه یې بوږنوونکې بللې ده.

نایجریا وايي د امریکا مرسته مني خو د خپل حاکمیت درناوی هم غواړي

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۹ GMT+۰
نایجریا وايي د امریکا مرسته مني خو د خپل حاکمیت درناوی هم غواړي
100%

نایجیریا د یکشنبې په ورځ وویل چې د وسله والو پر ضد د امریکا مرسته مني، خو په دې شرط چې حاکمیت ته یې درناوی وشي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نایجریا کې د مسیحیانو د وژنو نه درولو په غبرګون کې د پوځي اقدام ګواښ کړی و.

د نایجیریا د ولسمشر بلا ټینوبو سلاکار ډینیل بوالا رویټرز ته وویل: «موږ د امریکا د مرستې هرکلی کوو، تر هغه ځایه چې د نایجیریا د حاکمیت درناوی وشي».

هغه زیاته کړه چې دواړه هېوادونه به د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي او باور لري چې د مشرانو په غونډو کې به د ګډو هڅو لپاره ښې پایلې تر لاسه شي.

نایجیریا چې له ۲۰۰ میلیونو زیات نفوس لري او شاوخوا ۲۰۰ قومي ډلې پکې ژوند کوي، د هېواد شمال یې مسلمان او جنوب یې مسیحی دی.

وسله والې اسلامي ډلې لکه بوکو حرام او اسلامي دولت له ۱۵ کلونو راهیسې په یاد هېواد کې وژنې او تاوتریخوالی کوي، خو د هغوی بریدونه زیاتره په شمال ختیځ کې محدود دي، چې اکثریت مسلمان نفوس لري.

څېړونکي وايي، که څه هم مسیحیان هم وژل شوي، خو د تاوتریخوالي ډېری قربانیان مسلمانان دي.

د اروپايي شورا اعلامیه: پر خبریال برید د بیان پر ازادۍ برید دی

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۵ GMT+۰
د اروپايي شورا اعلامیه: پر خبریال برید د بیان پر ازادۍ برید دی
100%

د اروپايي شورا د ژوررنالیزم ساتنې او خبریالانو د خوندیتوب مرکز د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې وايي، هغو کسانو باید سزا ورکړل شي، چې خبریالان په نښه کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسول یوازې د خبریالانو دفاع نه، بلکې د دیموکراسۍ د ارزښتونو د ژغورنې مساله ده.

اعلامیه زیاتوي:«پر یوه خبریال برید د بیان پر ازادۍ او معلوماتو ته پر لاسرسي برید دی. داسې پیښې خلک له حقیقي معلوماتو څخه محروموي، ناسمو معلوماتو ته لاره برابروي، دیموکراتیک بنسټونه کمزورري کوي او د هغو کسانو ترمنځ وېره خپروي چې تر عامو خلکو حقیقي معلومات رسوي.»

په یاده اعلامیه کې د جګړو او پوځي بریدونو په شرایطو کې د خبریالانو د غیر قانوني نیونو، شکنجو او وژلو پېښي غندل شوې دي او د خبریالانو پر وړاندې دا ډول کړنې یې د بشري قوانینو څخه جدي سرغړونې بللې دي.

د اروپايي شورا د ژورنالیزم ساتنې او خبریالانو د خوندیتوب مرکز له غړو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې دې خپلې ژمنې عملي او په مستقل ډول دې د خبریالانو د بریدونو په اړه اغېزناکې څیړنې پیل کړي.