• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل له حماس څخه د درېیو نورو یرغمل شویو کسانو جسدونه ترلاسه کړل

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۷ GMT+۰

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي، چې هېواد یې د سره صلیب له لارې له حماس څخه د درېیو نورو یرغمل شویو جسدونه ترلاسه کړي دي. دغه جسدونه د غزې په سیمه کې د اسراییل ځواکونو ته سپارل شوي.

په هغه اعلامیه کې چې د یکشنبې په ماښام خپره شوې، راغلي چې د درېیو تنو جسدونه د غزې په تړانګه کې اسراییلي ځواکونو ته سپارل شوي او وروسته به اسراییل ته ولېږدول شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تر مراسمو وروسته به دغه مړي د روغتیا وزارت د عدلي طب ملي مرکز ته انتقال او د پېژندنې تر بشپړېدو وروسته به د هغوی کورنیو ته په رسمي توګه ورکړل شي.

د لومړي وزیر دفتر په اعلامیه کې راغلي: «موږ له دغو کورنیو سره په غم کې شریک یو. د ټولو یرغمل شویو کسانو د بېرته راوړولو لپاره مو هڅې دوام لري او تر هغه به نه درېږي څو وروستی کس هم بېرته راوستل شوی نه وي.»

که د دغو درېیو مړو هویت د اسراییلي یرغمل شویو کسانو په توګه تایید شي، نو لا هم به د اته نورو یرغمل شویو کسانو مړي د غزې په سیمه کې پاتې وي.

د حماس ډلې مخکې هم د مړو د تبادلې پر مهال د غزې د یوه اوسېدونکي مړی د اسراییلي یرغمل په توګه ورکړی و.

همدارنګه په بله پېښه کې هغه څه چې د یو بل یرغمل شوي کس د مړي په توګه بېرته ورکړل شوی وو، وروسته څرګنده شوه چې دا د هماغه کس د جسد پاتې شونې وې چې له مخکې اسراییل ته انتقال او هلته خښ شوی و.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

د برېتانیا پولیس وايي چې په اورګاډي کې د چاقو برید ترهګریزه پېښه نه ده

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۰ GMT+۰

د برېتانیا پولیسو ویلي، چې د دغه هېواد په ختیځ کې په یوه اورګاډي کې د چاقو په وسیله برید ترهګریز نه دی او په دې تړاو یې دوه کسان نیولي دي. پولیسو ویلي، چې په یاد برید کې ۱۱ کسان ټپیان شوي وو.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د برېتانیا د ترانسپورټ پولیسو یو مسوول جان لاولس وویل:« تر اوسه داسې کوم څه نه دي ترلاسه شوي، چې دا دې ترهګریزه پېښه وي.»

لاونس ویلي، چې د یادې پیښې په تړاو یې دوه مشکوک ۳۲ کلن او ۳۵ کلن کسان نیولي دي.

د لاونس په وینا، پر یادو کسانو یې د وژنې د هڅې په تور قضیه ثبت کړې ده.

په اورګاډي کې د قاچو په ګزار د ۱۱ کسانو ټپي کېدو پیښې په اړه د برېتانیا لومړي وزیر کېرسټارمر او پاچا چارلس هم غبرګون ښودلی او یاده پېښه یې بوږنوونکې بللې ده.

نایجریا وايي د امریکا مرسته مني خو د خپل حاکمیت درناوی هم غواړي

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۹ GMT+۰

نایجیریا د یکشنبې په ورځ وویل چې د وسله والو پر ضد د امریکا مرسته مني، خو په دې شرط چې حاکمیت ته یې درناوی وشي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نایجریا کې د مسیحیانو د وژنو نه درولو په غبرګون کې د پوځي اقدام ګواښ کړی و.

د نایجیریا د ولسمشر بلا ټینوبو سلاکار ډینیل بوالا رویټرز ته وویل: «موږ د امریکا د مرستې هرکلی کوو، تر هغه ځایه چې د نایجیریا د حاکمیت درناوی وشي».

هغه زیاته کړه چې دواړه هېوادونه به د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي او باور لري چې د مشرانو په غونډو کې به د ګډو هڅو لپاره ښې پایلې تر لاسه شي.

نایجیریا چې له ۲۰۰ میلیونو زیات نفوس لري او شاوخوا ۲۰۰ قومي ډلې پکې ژوند کوي، د هېواد شمال یې مسلمان او جنوب یې مسیحی دی.

وسله والې اسلامي ډلې لکه بوکو حرام او اسلامي دولت له ۱۵ کلونو راهیسې په یاد هېواد کې وژنې او تاوتریخوالی کوي، خو د هغوی بریدونه زیاتره په شمال ختیځ کې محدود دي، چې اکثریت مسلمان نفوس لري.

څېړونکي وايي، که څه هم مسیحیان هم وژل شوي، خو د تاوتریخوالي ډېری قربانیان مسلمانان دي.

د اروپايي شورا اعلامیه: پر خبریال برید د بیان پر ازادۍ برید دی

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۵ GMT+۰

د اروپايي شورا د ژوررنالیزم ساتنې او خبریالانو د خوندیتوب مرکز د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې وايي، هغو کسانو باید سزا ورکړل شي، چې خبریالان په نښه کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسول یوازې د خبریالانو دفاع نه، بلکې د دیموکراسۍ د ارزښتونو د ژغورنې مساله ده.

اعلامیه زیاتوي:«پر یوه خبریال برید د بیان پر ازادۍ او معلوماتو ته پر لاسرسي برید دی. داسې پیښې خلک له حقیقي معلوماتو څخه محروموي، ناسمو معلوماتو ته لاره برابروي، دیموکراتیک بنسټونه کمزورري کوي او د هغو کسانو ترمنځ وېره خپروي چې تر عامو خلکو حقیقي معلومات رسوي.»

په یاده اعلامیه کې د جګړو او پوځي بریدونو په شرایطو کې د خبریالانو د غیر قانوني نیونو، شکنجو او وژلو پېښي غندل شوې دي او د خبریالانو پر وړاندې دا ډول کړنې یې د بشري قوانینو څخه جدي سرغړونې بللې دي.

د اروپايي شورا د ژورنالیزم ساتنې او خبریالانو د خوندیتوب مرکز له غړو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې دې خپلې ژمنې عملي او په مستقل ډول دې د خبریالانو د بریدونو په اړه اغېزناکې څیړنې پیل کړي.

امریکایي ځواکونو د کارېبیین په سمندر کې د نشه‌‌يي توکو د قاچاق یوه کښتۍ ویشتې

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۰ GMT+۰

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېټ ویلي، د امریکا پوځ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه د کارېبیین په سمندر کې د نشه‌يي توکو د قاچاق یوې کښتۍ باندې برید کړی چې له امله یې درې تنه وژل شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېټ په اېکس‌ لیکلي چې دا مرګوني عملیات د امریکا پوځ له‌خوا ترسره شوي او د نشه‌يي توکو د قاچاق له یوې ډلې سره تړلې کښتۍ یې په نښه کړې ده.

هېګسېټ زیاته کړې، دا عملیات د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مستقیمه لارښوونه ترسره شوي او هدف یې هغه کښتۍ وه چې د قاچاق په یوه پیژندل شوې لاره کې د نشه‌يي توکو د لېږد لپاره کارېده.

نوموړي زیاته کړې چې، برید د نړیوالو اوبو په منځ کې شوی او د امریکا ځواکونو ته پکې هېڅ زیان نه‌دی اوښتی.

په مکسیکو کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۷ GMT+۰

په مکسیکو کې چارواکي وايي، د هېواد په شمال لوېدیځ ښار «هېرمو سیلو» کې د شنبې په ورځ په یوه پلورنځي کې اور لګېدنه شوې چې له امله یې شاوخوا ۲۰ کسان مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د مکسیکو ولسمشرې، کلودیا شېنباوم په اېکس پاڼه لیکلي: «زه له هغو کورنیو او عزیزانو سره ژوره خواخوږي څرګندوم چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي.» کلودیا شېنباوم د وژل شویو کره شمېر نه‌دی یاد کړی.

ولسمشرې زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزیر ته یې امر کړی څو د قربانیانو د کورنیو او ټپیانو د مرستې لپاره د ملاتړ ډلې واستوي.

د یاد ښار هېرمو سیلو موقعیت د مکسیکو د سونورا ایالت په شمال لوېدیځ کې دی او سیمه‌ییزې رسنۍ وايي چې په پېښه کې د وژل شویو شمېر له ۲۰ کسانو زیات ښودل شوی.