• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

م م ته د خبریالانو لیک: په پاکستان کې ایسار افغان خبریالان له ناوړه وضعیت سره مخ دي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۰ GMT+۰

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د ۳۰۰ افغان خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو لاسلیک شوی ګډ لیک د ملګرو ملتونو او بشري حقونو ملاتړو بنسټونو ته استولی او په پاکستان کې د بې برخلیکه خبریالانو د ناوړه وضعیت په اړه یې پکې شکایت کړی دی.

په دغه لیک کې د پاکستان حکومت له خوا د افغان خبریالانو نیولو او اېستلو بهیر د درولو، د هغوی د خوندیتوب او قانونې ملاتړ غوښتنه شوې ده.

په یاد لیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې، چې د افغان خبریالانو د بشري ویزو، د بیا مېشتېدو او بېړنیو مرستو بهیر دې چټک شي.

د افغانستان رسنیو سازمان له خوا په لېږل شوي لیک کې په پاکستان کې د بند پاتې خبریالانو د ناسم وضعیت په اړه هم شکایت شوی او وايي، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د دغو خبریالانو وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابیدو دی.

په لیک کې راغلي:«په پاکستان کې ډېری افغان خبریالان له قانوني اسنادو، ویزو او د خوندیتوب له هر ډول تضمین پرته ژوند کوي او پاکستانی دولت ان د هغوی ویزې هم نه تمدیدوي. دوی هره ورځ د نیونو، شکنجو، باج اخیستنې او اجبارې شړلو له ګواښ سره مخ دي.»

یاد سازمان په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو د نه انتقال او د هغوی د دوسیو د ځنډ په اړه هم اندېښنه ښودلې او وايي، یاد وضعیت د خبریالانو کورنۍ له سخت اقتصادي، رواني، ذهني او ټولنیز فشار سره مخ کړې دي.

د افغانستان رسنیو سازمان له خوا ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو ملاتړو سامازمانونو ته په استول شوي لیک کې پر ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غږ شوی، چې د پاکستان له حکومت نه د افغان خبریالانو د ایستلو بهیر سملاسي درولو غوښتنه وکړي.

افغان خبریالانو ملګرو ملتونو او د خبریالانو ملاتړو سازمانو ته یاد لیک داسې مهال استولی، چې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د شړلو ترڅنګ یو شمېر افغان خبریالان هم نیولي او بنديان کړي دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

د مزار شریف اوسېدونکي: طالبان دې د «روضې» د رغونې لپاره لاس په کار شي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۶ GMT+۰

د افغانستان په شمال کې یو شمېر اوسېدونکو له طالبانو غوښتي چې د مزار شریف تاریخي زرغون جومات (روضه مبارکه) د زلزلې له زیان وروسته بېرته ورغوي او د دې تاریخي ودانۍ ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

دغه غوښتنه وروسته له هغې راپورته شوې،چې د دوشنبې په ورځ د ۶،۳ درجې زلزلې له امله د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ته نږدې سیمې ولړزېدې، چې پکې لږ تر لږه ۲۶تنه مړه، نږدې زر تنه ټپیان او سلګونه کورونه ویجاړ شول.

شین جومات (روضه) چې د افغانستان له مقدسو او تاریخي ځایونو ګڼل کېږي، د حضرت علي کرم‌الله وجهه د مزار په نوم هم پېژندل کېږي. دا ودانۍ د ۱۵مې پېړۍ په دوران کې د ښکلې معمارۍ، نیلي خښتو او هنري موزاییکونو په مرسته جوړه شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د ډلې د لیدنې پر بنسټ، جومات ته د زلزلې له امله ښکاره زیان رسېدلی ځینې خښتې له دیوالونو غورځېدلې او منارې یې درزونه کړې دي.

100%

په مزار شریف کې د یوه پوهنتون استاد سید محمد حسین وایي: «دا جومات د ښار یو مهمه تاریخي نښه او د خلکو د عقیدې او کلتور سمبول دی. له حکومته غواړو چې د رغونې لپاره یې جدي اقدام وکړي.»

د بلخ ولایت یو بل اوسېدونکی، سید بشیر رسا، وایي چې جومات ته جدي زیان رسېدلی او زیاتوي: «په خپل پنځه‌پنځوس کلن ژوند کې مې داسې زلزله نه ده لیدلې.»

تر اوسه د دې تاریخي جومات د رغونې کار نه دی پیل شوی، خو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې تخنیکي ټیم به ډېر ژر د زیان کچه وڅېړي او د بیارغونې چارې به پیل کړي.

طالبانو په خپله تېره دوره ۲۰۰۱کال کې د بامیان د بودا دوې سترې مجسمې د «بت‌پرستۍ نښې» بللې او ویجاړې کړې یې وې. خو له ۲۰۲۱کال راهیسې له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، طالبان وایي چې د فرهنګي میراثونو ساتنې ته ژمن دي او د بامیان او نورو تاریخي ځایونو د بیارغونې پلانونه لري.

د طالبانو د سرحدي پولیسو مسوولانو په ډنډ پټان کې له ډیورنډ کرښې لیدنه کړې

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۳ GMT+۰

د طالبانو او‌ پاکستان ترمنځ د درېیم پړاو مذاکراتو له پیل څخه یوه ورځ وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو مسوولینو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له امنیتي پوستو لېدنه کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وازت نن د چارشنبې په ورځ، د لړم ۱۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد وازت د سرحدي پولیسو نظامي مرستیال عبدالمنان حسان په مشرۍ پلاوي د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ ته سفر کړی.

د خبرپاڼې له مخې، یاد طالب چارواکو ډیورنډ کرښې ته څېرمه په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د طالبانو سرحدي پوستې او کمیساري کتلې او ځايي مسولینو ته یې د چارو د سمون په اړه لارښوونې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال ډیورنډ کرښې ته څېرمه له پوستو څخه د لېدنې خبر ورکړی، چې سبا په ترکیه کې د طالبانو او پاکستان د استخباراتو د رییسانو په مشرۍ درېیم پړاو مذاکرات پیلیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان: د زلزلې له امله د ویجاړو شویو کورونو شمېر ۴۳۰ ته رسېدلی

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۸ GMT+۰

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۲۶کسان مړه او ۱،۱۴۴ تنه نور ټپیان شوي دي. یاد سازمان زیاتوي، په زلزله ځپلو سیمو کې د ویجاړو شویو کورونو شمېر له ۹۰ څخه ۴۳۰ ته پورته شوی.

د «ډبلیو ایچ او»په وینا، په سمنګان کې ۱۳ تنه، بلخ کې ۱۲ او په سرپل کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان زیاتوي، چې د ځمکې ښوېدنې له امله د مرستو رسونه ستونزمنه شوې، په ځانګړي ډول خُلم او مارمول ولسوالیو ته چې لارې یې د زلزلې له امله بندې شوې دي.

دغه سازمان په خپل راپور کې ټینګار کړی چې د سمنګان او بلخ ولایتونو روغتیایي مرکزونه درملو او تجهیزاتو ته اړتیا لري او باید بېړنۍ مرسته ورسره وشي.

اتمر: ترکیه او قطر دې طالبان او افغان سیاسي مخالفان د بین‌الافغاني خبرو مېز ته راولي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۱ GMT+۰

د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو په درشل کې پر قطر او ترکیې غږ کړی، چې طالبان او افغان سیاسي مخالفان د بین‌الافغاني خبرو مېز ته راولي. اتمر وايي، طالبان او پاکستان باید دوامداره اوربند ته ورسېږي.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ ټینګار کړی چې لومړنی شرط باید دوامداره اوربند وي، داسې اوربند چې نه د ځمکې او نه د هوا له لارې بریدونه وشي او نه هم د جګړې هڅوونکې ویناګانې.

نوموړي زیاته کړې چې په خبرو اترو کې دوهم ګام باید د ترهګریزو شبکو(القاعده، ټي ټي پي، ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، د ازبکستان اسلامي جنبش، لشکر طیبه، جیش محمد او داعش)سره د هر ډول اړیکو پرېکون وي.

اتمر ویلي چې دواړه هېوادونه باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر څار لاندې د څار او ارزونې یوه میکانېزم ته غاړه کیږدي، څو د خپلو ژمنو بشپړه پلي‌کونه تضمین کړي او د ترهګرو لپاره د پټنځایونو، د ملاتړ مرکزونو، روزنیزو کمپونو او افراطي مدرسو مخه ونیسي.

هغه زیاته کړې: «دواړه هېوادونه باید د خپلو خلکو د اساسي حقونو او ازادیو درناوی وکړي، د قانون حاکمیت ته ژمن پاتې شي، او خلکو ته دا حق ورکړي چې د خپل حکومت په جوړښت کې ونډه ولري.»

نوموړي ویلي، په سیمه کې له اوږدې جګړې وروسته اوس باید ټولو ته دا خبره روښانه شوې وي چې سوله، امنیت، ثبات او سوکالي د دواړو هېوادونو دننه او له پولو ور هاخوا یوازې د مسوولې دولتدارۍ پر اصولو ټینګېدای شي.

اتمر هیله څرګنده کړه چې ترکیه او قطر، د دوحې د بهیر د نورو غړو هېوادونو په مرسته، وکولای شي طالبان او د افغانستان سیاسي مخالفین د بین‌الافغاني خبرو مېز ته راولي او یوې هر اړخیزې سیاسي هوکړې ته لاره هواره کړي.

افغان سوداګرو او ایراني چارواکو د چابهار بندر له لارې پر سوداګرۍ ناسته کړې

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۸ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې د افغانستان او هند لپاره د ایران سفیرانو له افغان سوداګرو سره د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پراختیا په اړه ناسته کړې ده. په یاده ناسته کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې شوې دي.

د راپورونو له مخې، یاده ناسته د چابهار بندر د مدیره پلاوي رییس محمد سعید اربابي په کوربه توب شوې ده.

ایراني رسنیو ویلي، چې په یاده ناسته کې د افغان سوداګرو ترڅنګ په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي او په نوي ډیلي کې د ایران سفیر محمد فتح علي هم ګډون کړی درلود.

په یاده ناسته کې د چابهار بندر له لارې د ایران، افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پراختیا تر څنګ د چابهار په ازاده اقتصادي سیمه کې د ظرفیتونو څېړل، د تولید د ستونزو لرې کول، په سیمه ییزه سوداګرۍ کې د اسانتیا رامنځته کول، د لوژستیکي او بیمې شرکتونو جوړول او د څو ځلې داخلیدو په برخه کې د ویزو د چارو اسانتیا هم تر بحث لاندې راغلي دي.

په کابل او نوي ډیلي کې د ایران سفیرانو د چابهار بندر په مرسته د ایران، افغانستان او هند په ګډون د مرکزي اسیا د نورو هېوادونو تر منځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او اهمیت ټینګار کړی دی.

په یاده ناسته کې د درې اړخیزې همکارۍ د پیاوړتیا د تګ لارې جوړولو په اړه هوکړه شوې ده.