• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حنیف پښتین: له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري‌ اېستل د انتقامي سیاست د دوښمنۍ نوې بڼه ده

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۲ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی حنیف پښتین وايي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو اېستل د افغان قوم پر وړاندې د انتقامي او سیاسي دوښمنۍ نوې بڼه ده. د هغه په خبره، پاکستان د همدې افغان کډوالو په نوم په تېرو ۵۰ کلونو کې له نړۍوالو بېلیونونه ډالره مرستې ترلاسه کړې دي.

پښتین د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) پر خپلې اېکس پاڼې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اېستلو اړوند لیکلي: «پاکستان د بر وطن له افغانانو څخه نیمه پېړۍ اقتصادي او سیاسي ګټه پورته کړه. د هغوی کاروبار او پانګه یې استعمال کړه خو اوس یې د امنیت او قانون په پلمه د زور له لارې له هېواد څخه شړي.»

د نوموړي په خبره، د خلکو هغه شتمنۍ او کاروبارونه چې په کلونو کې جوړ شوي، د پولیسو په زور لوټل کېږي او بې‌ګناه کورنۍ بې‌سرپناه پاتې کېږي.

نوموړي‌ د بشري حقونو، سیاسي قوتونو او تنظیمونو چوپتیا د اندېښنې وړ ګڼلې ده.

هغه زیاته کړې: «د نړۍ د بشري حقونو سازمانونه، نړۍوالې مؤسسې او ان په پاکستان کې جمهوري او انسان‌ دوسته سیاسي تنظیمونه په بشپړه توګه خاموش پاتې دي.»

پښتین پر دغه حالت او چوپتیا خواشني ښودلې او له ټولو تنظیمونو څخه یې د غږ پورته کولو غوښتنه کړې: «کله چې کابل شتمن وو، نو هر سیاسي فرد غږ پورته کاوه؛ خو نن چې کابل غریب دی، هماغه ټول تنظیمونه، فعالان او مدعيان چوپ دي»

هغه د افغان کډوالو جبري اېستل د یوه ملت د عزت سپکاوی بللی او دا یې «یوازې بشري ناورین نه، بلکې د استعماري سیاستونو سیاسي منافقت او د افغان قوم پر ضد د اوږدمهاله دوښمنۍ دوامداره بڼه» ګڼلې ده.

د پښتین په خبره، له نیمې پېړۍ راهيسي په پښتونخوا او په پاکستان کې مېشت د بر وطن افغانان د جګړو او بې ثباتۍ له امله دې خاورې ته پناه راوړې او اوس د سخت جبر، تاوتریخوالي او سپکاوي سره مخ دي.

نوموړي‌ لیکلي: «د دې ظلم پر وړاندې د نړۍوالو سازمانونو، د بشري حقونو د مدافعینو او د پښتنو سیاسي مشرتابه چوپتیا د تاریخ قضاوت نه شي زغملای.»

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د امر بالمعروف ویاند: ځینې موسسې زموږ غوښتنو ته غاړه نه ږدي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۲ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف خیبر وایي چې ځینو موسسو ته یې څو ځله خبرداری ورکړی و، چې د ښځینه کارکوونکو «اسلامي حجاب او د اختلاط د منع» اصول په پام کې ونیسي، خو یادو موسسو د دوی د غوښتنو په تړاو «لازمه ژمنتیا» نه ده ښودلې.

هغه په ایکس خواله رسنۍ ویلي، وزارت څو ځله په دې اړه موسسو ته خبرداری ورکړی چې تاسې سره کار کوونکې ښځینه کارکوونکې باید محجبې وي او د نارینه او ښځینه ترمنځ اختلاط او بې‌حجابي د منلو وړ نه ده.

نوموړي ټینګار کړی چې وزارت دا موضوع جدي نیسي او د ټولنې د اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره به خپلې هڅې دوامداره وساتي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند زیاته کړې، «موږ د یو شمیر موسساتو په انګړ کې په سلګونه ځله ویلو سربیره لویې تخطئ لیدلې او هغوي ته مو مخامخ کړې دي».

نوموړی وايي، موسساتو له ددې غوښتنو سره د توافق پرځای، د کار نه کولو لاره غوره کړې ده.

سیف خیبر ادعا کړې چې د امر بالمعروف وزارت د اقداماتو موخه د قومي یا سیاسي مخالفت رامنځته کول نه دي او هغه تعاملات چې له موسسو سره شوي، «هیڅکله تشدد یا غیرقانوني» نه وو.

هغه ویلي: «موږ چاته اجازه نه ورکوو چې شرعي اصول تر پښو لاندې کړي. موږ یوازې غوښتنه کوو چې د اسلام د لارښوونو او د ښځو د عزت ساتنې په چوکاټ کې کارونه پر مخ یوسي.»

د طالبانو د امرالمعروف وزارت ویاند سېف خیبر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تېره ورځ افغانستان اڼترنشنل ته په هرات کې ځایي سرچینو ویلي وو، چې د ملګرو ملتونو دفترونو او یو شمېر کورنيو او نړیوالو خیریه بنسټونو د سې‌شنبې له ورځې په اسلام‌کلا سرحدي سیمه کې خپل فعالیتونه د طالبانو له خوا د ښځو پر کار او فعالیتونو د نوي بندیز له امله ځنډولي دي.

سرچینو وویل، تېره پنجشنبه، د امر بالمعروف یو شمېر مامورانو په اسلام کلا کې یادو بنسټونو ته خبر ورکړ چې ښځو ته د روغتیا په برخه کې په هیڅ خیریه یا بشردوستانه سازمان کې د کار اجازه نشته.

مامورینو دغه راز خبرداری ورکړی چې ښځې یوازې د «بشپړ حجاب لکه چادرۍ، ماسک او لاسماغي» کارولو په صورت کې کار کولای شي.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته زیاته کړه چې د تېرې شنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت، د امر بالمعروف ادارې او د نړیوالو بنسټونو استازو ترمنځ ناسته کې پرېکړه وشوه چې په ټولو سرحدي کمپونو کې یوازې څلور ښځې د روغتیا په برخه کې د کار اجازه لري.

خو د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو استازو په دې ناسته کې ویلي و چې که دغه محدودیتونه وغځیږي، دوی به خپل فعالیتونه ودروي.

م م ته د خبریالانو لیک: په پاکستان کې ایسار افغان خبریالان له ناوړه وضعیت سره مخ دي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۰ GMT+۰

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان د ۳۰۰ افغان خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو لاسلیک شوی ګډ لیک د ملګرو ملتونو او بشري حقونو ملاتړو بنسټونو ته استولی او په پاکستان کې د بې برخلیکه خبریالانو د ناوړه وضعیت په اړه یې پکې شکایت کړی دی.

په دغه لیک کې د پاکستان حکومت له خوا د افغان خبریالانو نیولو او اېستلو بهیر د درولو، د هغوی د خوندیتوب او قانونې ملاتړ غوښتنه شوې ده.

په یاد لیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې، چې د افغان خبریالانو د بشري ویزو، د بیا مېشتېدو او بېړنیو مرستو بهیر دې چټک شي.

د افغانستان رسنیو سازمان له خوا په لېږل شوي لیک کې په پاکستان کې د بند پاتې خبریالانو د ناسم وضعیت په اړه هم شکایت شوی او وايي، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د دغو خبریالانو وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابیدو دی.

په لیک کې راغلي:«په پاکستان کې ډېری افغان خبریالان له قانوني اسنادو، ویزو او د خوندیتوب له هر ډول تضمین پرته ژوند کوي او پاکستانی دولت ان د هغوی ویزې هم نه تمدیدوي. دوی هره ورځ د نیونو، شکنجو، باج اخیستنې او اجبارې شړلو له ګواښ سره مخ دي.»

یاد سازمان په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو د نه انتقال او د هغوی د دوسیو د ځنډ په اړه هم اندېښنه ښودلې او وايي، یاد وضعیت د خبریالانو کورنۍ له سخت اقتصادي، رواني، ذهني او ټولنیز فشار سره مخ کړې دي.

د افغانستان رسنیو سازمان له خوا ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو ملاتړو سامازمانونو ته په استول شوي لیک کې پر ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غږ شوی، چې د پاکستان له حکومت نه د افغان خبریالانو د ایستلو بهیر سملاسي درولو غوښتنه وکړي.

افغان خبریالانو ملګرو ملتونو او د خبریالانو ملاتړو سازمانو ته یاد لیک داسې مهال استولی، چې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د شړلو ترڅنګ یو شمېر افغان خبریالان هم نیولي او بنديان کړي دي.

د مزار شریف اوسېدونکي: طالبان دې د «روضې» د رغونې لپاره لاس په کار شي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۶ GMT+۰

د افغانستان په شمال کې یو شمېر اوسېدونکو له طالبانو غوښتي چې د مزار شریف تاریخي زرغون جومات (روضه مبارکه) د زلزلې له زیان وروسته بېرته ورغوي او د دې تاریخي ودانۍ ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

دغه غوښتنه وروسته له هغې راپورته شوې،چې د دوشنبې په ورځ د ۶،۳ درجې زلزلې له امله د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ته نږدې سیمې ولړزېدې، چې پکې لږ تر لږه ۲۶تنه مړه، نږدې زر تنه ټپیان او سلګونه کورونه ویجاړ شول.

شین جومات (روضه) چې د افغانستان له مقدسو او تاریخي ځایونو ګڼل کېږي، د حضرت علي کرم‌الله وجهه د مزار په نوم هم پېژندل کېږي. دا ودانۍ د ۱۵مې پېړۍ په دوران کې د ښکلې معمارۍ، نیلي خښتو او هنري موزاییکونو په مرسته جوړه شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د ډلې د لیدنې پر بنسټ، جومات ته د زلزلې له امله ښکاره زیان رسېدلی ځینې خښتې له دیوالونو غورځېدلې او منارې یې درزونه کړې دي.

100%

په مزار شریف کې د یوه پوهنتون استاد سید محمد حسین وایي: «دا جومات د ښار یو مهمه تاریخي نښه او د خلکو د عقیدې او کلتور سمبول دی. له حکومته غواړو چې د رغونې لپاره یې جدي اقدام وکړي.»

د بلخ ولایت یو بل اوسېدونکی، سید بشیر رسا، وایي چې جومات ته جدي زیان رسېدلی او زیاتوي: «په خپل پنځه‌پنځوس کلن ژوند کې مې داسې زلزله نه ده لیدلې.»

تر اوسه د دې تاریخي جومات د رغونې کار نه دی پیل شوی، خو د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې تخنیکي ټیم به ډېر ژر د زیان کچه وڅېړي او د بیارغونې چارې به پیل کړي.

طالبانو په خپله تېره دوره ۲۰۰۱کال کې د بامیان د بودا دوې سترې مجسمې د «بت‌پرستۍ نښې» بللې او ویجاړې کړې یې وې. خو له ۲۰۲۱کال راهیسې له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، طالبان وایي چې د فرهنګي میراثونو ساتنې ته ژمن دي او د بامیان او نورو تاریخي ځایونو د بیارغونې پلانونه لري.

د طالبانو د سرحدي پولیسو مسوولانو په ډنډ پټان کې له ډیورنډ کرښې لیدنه کړې

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۳ GMT+۰

د طالبانو او‌ پاکستان ترمنځ د درېیم پړاو مذاکراتو له پیل څخه یوه ورځ وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو مسوولینو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې له امنیتي پوستو لېدنه کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وازت نن د چارشنبې په ورځ، د لړم ۱۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد وازت د سرحدي پولیسو نظامي مرستیال عبدالمنان حسان په مشرۍ پلاوي د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ ته سفر کړی.

د خبرپاڼې له مخې، یاد طالب چارواکو ډیورنډ کرښې ته څېرمه په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د طالبانو سرحدي پوستې او کمیساري کتلې او ځايي مسولینو ته یې د چارو د سمون په اړه لارښوونې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پر داسې مهال ډیورنډ کرښې ته څېرمه له پوستو څخه د لېدنې خبر ورکړی، چې سبا په ترکیه کې د طالبانو او پاکستان د استخباراتو د رییسانو په مشرۍ درېیم پړاو مذاکرات پیلیږي.

عمران خان:په پاکستان کې یوازې د « عاصم منیر» د قانون واک چلیږي

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۵ GMT+۰

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې دا وخت په پاکستان کې د اساسي قانون او قانون پر ځای د «عاصم قانون» واک چلېږي. نوموړي ویلي، عاصم منیر د تاریخ تر ټولو مستبد واکمن دی، چې د بې‌ساري جبر دوره یې واکمنه کړې.

عمران خان له اډیاله زندان نه په خپل پیغام کې ویلي، چې د عاصم منیر واکمني بشري حقونو ته له سپکاوي ډکه ده او حتا د ښځو، ماشومانو او زړو خلکو حقونه هم خوندي نه دي.

نوموړي ویلي، چې د عاصم منیر د واک تنده دومره زیاته ده چې د خپل قدرت د ساتلو لپاره هر ډول کار ته تیار دی.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر ویلي، چې دا مهال د ټول هېواد برخلیک د یو تن، عاصم منیر، په امرونو پورې تړلی دی.

عمران خان په خپل پیغام کې په ډاګه کړې، چې تحریک انصاف له حکومت او پوځ سره خبرې نه کوي.

هغه د شهباز شریف په مشرۍ حکومت له یوه کاغذي او بې‌واکه حکومت سره پرتله کړی، چې دده په وینا، لومړی وزیر یې د «زه به اجازه واخلم، بیا به درته ووایم» تر تګلارې لاندې کار کوي.