یونېسف وايي سمنګان کې یې پر لسګونو زلزله ځپلو کورنیو مرستې وېشلي دي

په افغانستان کې د یونېسف مسول تاج الدین اویوواله ویلي، چې په سمنګان ولایت کې یې ۴۲۷ زلزله ځپلو کورنیو ته د حفظ الصحې او ژمني توکو کیټونه وېشلي دي. نوموړي ویلي، چې دغه ډول نورې مرستې به پر خلکو وویشي.