طالبان وايي اسلامي پراختیايي بانک په کابل کې د زړه ناروغیو د درمنلې روغتون جوړوي

طالبانو ویلي، چې د ماليې وزارت په هڅو اسلامي پراختیايي بانک چمتو شوی، چې په کابل کې د ۲۴ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت د زړه ناروغیو د درمنلې ۱۰۰ بستریز روغتون جوړ کړي.

طالبانو ویلي، چې د روغتون جوړولو د لومړنۍ سروې، نقشې او ډیزاین جوړولو چارې یې پیل کړې او د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.