• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کندوز کې د «نامشروع اړیکو» په تور د یوې ښځې په ګډون د ۳ کسانو د نیولو خبر ورکړ

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۱ GMT+۰

د کندوز ولایت د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، تېره ورځ (جمعه د لړم ۱۶مه) د کندوز ښار د لومړي سمت ماموریت پولیسو له لوري د یوې ښځې په ګډون درې کسان د «نامشروع اړیکو» په تور نیول شوي دي.

دغې قومندانۍ د شنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نیول شوي کسان د کندوز ښار د قوچې او کوبهي سیمو اوسېدونکي دي.

خبرپاڼه کاږي، دغه تورن کسان به د لومړنیو پلټنو تر بشپړېدو وروسته اړوندو عدلي او قضایی بنسټونو ته وسپارل شي.

ترویج لرونکی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟
۱
ځانګړی

د طالبانو مشران څنګه ساتل کېږي؟

۲
روغتیا او ژوند

روغتیا نړیوال سازمان: په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۶۰ زره افغانان په تور او ژېړ ژېړي اخته شوي

۳

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۴

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۵

د پېښور سترې محکمې د «قايداعظم» د شړلو مخه ونیوله

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په زابل کې یوه ۹ کلنه نجلۍ ۵۰ کلن روږدي ته له ورکړې وژغورل شوه

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۶ GMT+۰
100%

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ادعا کوي، چې د دوی محتسبینو په زابل کې یوه ۹ کلنه نجلۍ چې د کورنۍ غړو یې د زیاتو پیسو په بدل او د هغې له خوښې پرته یوه ۵۰ کلن روږدي کس ته په نکاح ورکوله، مخه نیولې ده.

دغه وزارت د شنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې مسله کې د سیمې قومي مخورو هم منځګړیتوب کړی دی.

دغه وزارت زیاتوي: «هېڅوک نه‌شي کولای ازاد انسان په پیسو واخلي او یا یې خرڅ کړي، مسوولین تل په دې لټه کې دي چې خلکو ته د ارام ژوند کولو زمینه برابره کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو اړوندو کورنیو او نړۍوالو سازمانونو په وار- وار ویلي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو له زده کړو د مخنیوي له امله په افغانستان کې مخکې له وخته د کم عمره نجونو د ودونو کچه لوړه شوې ده.

درې فرانسوۍ مېرمنې د ترهګریز برید د پلان جوړونې په تور نیول شوې دي

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۴ GMT+۰
100%

د فرانسې د ترهګرۍ ضد څارنوالۍ اعلان کړی، درې مېرمنې چې عمرونه یې شاوخوا ۲۰ کالونو پورې دي په پاریس ښار کې د ترهګریز برید د پلان جوړونې په تور نیولي دي.

چارواکو ویلي، د دغو مېرمنو څېړنې د اکتوبر له ۱۰مې نېټې څخه پیل شوې دي، او دا د څو کلونو وروسته لومړی ځل دی چې ښځې د ترهګرۍ په تور نیول کېږي.

د فرانسوۍ ورځپاڼې «لوپاریزین» د راپور له مخې، یوه مشکوکه مېرمن چې په ټېک ټاک خواله رسنۍ کې د مستعار نوم «بی» چې شاوخوا ۲۰زره تعقیبوونکي یې لرل د جهادي افکارو ملاتړ یې کاوه.

د څېړنو له مخې، نیول شویو مېرمنو د انلاین خبرو پر مهال د وسلو، ځانمرګي کمربندونو او د کنسرتونو بریدونو یادونه کړې وه.

دغه نیونې د ۲۰۱۵کال د نومبر د ۱۳مې د خونړیو بریدونو چې په کې ۱۳۰ تنه وژل شوي وو،د لسم تلین له نمانځنې سره هم‌مهاله شوې دي.

فلسطیني وسله والو د یو بل یرغمل شوي کس جسد اسراییل ته وسپاره

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۸ GMT+۰
100%

د فلسطین اسلامي جهاد وسله والې ډلې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د تړون د یوې برخې په توګه د یو بل اسراییلي یرغمل شوي کس جسد وسپاره.

د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ، د پیژندنې له مرحلې وروسته تایید کړه چې, ورسپارل شوی جسد د یوه اسراییلي وګړي«لیور روداف» دی.

د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، یو تابوت چې د یرغمل شوي کس پاتې شوني پکې وو د سره صلیب له لارې په غزه کې اسراییلي امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي دي.

اسلامي جهاد یوه وسله واله ډله ده چې د حماس سره متحده ده. دوی دا کسان د ۲۰۲۳کال د اکتوبر د ۷مې په برید کې یرغمل نیولي وو، چې د غزې جګړې لامل شو.

د اوربند د تړون له مخې، حماس ټول یرغمل شوي اسرایلیان چې د نږدې ۲۰۰۰فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې یې په غزه کې د اسراییلو له برید راهیسې ساتلي وو، وسپارل.

د شمالي ولایتونو زلزله ځپلو لپاره د ترکمنستان مرسته بلخ ته ورسیده

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۲ GMT+۰
100%

په بلخ کې د‌ طالبانو د رسنیو دفتر د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې ترکمنستان د ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت بشري مرستې یادې ډلې ته سپارلي دي.

طالبانو ویلي، چې د شمالي ولایتونو د زلزله ځپلو لپاره د ترکمنستان له خوا لېږل شوې مرسته په اقینه بندر کې د ترکمنستان د ملي شورا د رییس رجب بازاروف او په مزارشریف کې د ترکمنستان د قونسل بازار بای کعبه یوف له خوا په بلخ کې د طالبانو د والي مرستیال نورالدین ابو ادریس او د بلخ سیمه ييز طالب چارواکو ته سپارل شوې.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، په یاده مرسته کې خوراکي توکي، درمل، ساختماني توکي او جامې شامل دي.

د ترکمنستان له خوا یاده مرسته په داسې حال کې طالبانو ته سپارل شوي، چې څو ورځې وړاندې په بلخ او سمنګان ولایتونو کې یوې زورورې زلزلې له امله نږدې ۳۰ کسان مړه او له ۷۰۰ څخه ډېر ټپیان شول.

معراج هوايي شرکت نن بلخ ته خپله لومړنۍ الوتنه ترسره کړه

۱۷ لړم ۱۴۰۴ - ۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۸ GMT+۰
100%

د معراج په نوم ایراني هوايي شرکت نن د بلخ ولایت (مولانا جلال‌الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر) ته خپله لومړنۍ الوتنه ترسره کړه.

په بلخ کې طالب چارواکو ویلي چې دغه شرکت به په اونۍ کې څلور الوتنې ترسره کوي، چې له دې ډلې به یې ۳الوتنې کابل ته او یو بلخ ولایت تهوي.

خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن یاد شرکت په لومړنۍ الوتنه کې ۱۲۰تنه مسافر له ایران څخه بلخ ولایت ته لېږدولي دي.

معراج هوايي شرکت موخه لري چې د افغانستان د ښارونو ترمنځ د الوتنو شبکه پراخه کړي او د مسافرو لپاره خوندي او منظم سفرونه وړاندې کړي.