امنیتي ننګوونې؛ له پېښوره کویټې ته د تلونکي رېل ګاډي سفرونه د څلورو ورځو لپاره وځنډېدل

د خېبر پښټونخوا ایالت د رېل پټلۍ د چارواکو په وینا، له پېښوره کویټې ته تلونکې د جعفر اېکسپرېس سفرونه به تر راتلونکو څلورو ورځو پورې ځنډېدلي وي. وایي، دا اقدام د امنیتي اندېښنو له کبله شوی او نن شنبه د نومبر ۸مې نېټې نه به دا امر پلی کېږي.