د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي،‌ د نشه‌يي توکو کښت، قاچاق او پلور یې صفر ته رسولی

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع یکشنبه د (لړم ۱۸مه) په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې په هېواد کې یې د نشه‌يي توکو کښت، کاروبار او قاچاق صفر ته رسولی دی. ملګرو ملتونو بیا تازه راپور کې ادعا کړې چې افغانستان کې د مصنوعي نشه‌يي توکو تولید او پلور ډېر شوی دی.