په هرات کې د ۴۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالي شوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست وايي چې د وزلوبې فدراسيون له خوا په دغه ولایت کې د ۴۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالي شوې. دغه سیالي، وزلوبې ته د چاپ اندازانو د چمتووالي په موخه ترسره شوې.

د هرات ولایت د بدنې روزنې او المپیک رییس عبدالرحیم رحماني باختر اژانس ته وویل چې د دغو سیالیو په پای کې شهرام پهلوان د لوبې ګټونکی ګڼل شوی.