جنوبي وزیرستان کې د پوځي کالج په دروازه کې ځانمرګی برید شوی

د خیبر پښتونخوا ایالت د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه ته څېرمه په زیړي نور سیمه کې د پوځي کالج په دروازه کې ځانمرګی برید شوی. د واڼه امنیتي سرچینو ویلي چې شکمن ځانمرګي د کیډټ کالج په مرکزي دروازه کې ځان الوزولی. تر اوسه د برید له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.