د چیچنیا د مشر خبرداری: پر کروزني د ډرون برید به اوکراین ته ګران تمام شي

د روسیې د نیمهخودمختاره سیمې چیچنیا مشر رمضان قادریوف پر ګروزني د اوکراین ډرون برید غندلی او خبرداری یې ورکړی، چې اوکراین ته به سخت ځواب ورکړي.

د روسیې د نیمهخودمختاره سیمې چیچنیا مشر رمضان قادریوف پر ګروزني د اوکراین ډرون برید غندلی او خبرداری یې ورکړی، چې اوکراین ته به سخت ځواب ورکړي.
دا برید د جمعې په ورځ هغه مهال شوی، چې یوه اوکرایني ډرون د چیچنیا په پلازمېنه ګروزني کې یوه لوړه ودانۍ وویشته. د چارواکو په وینا، ودانۍ ته سطحي زیان اوښتی، خو هېڅ ډول مرګژوبله یې نه لرله.
قادریوف پر ټېلګرام په یوې خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې پر عامو ودانیو برید «هېڅ ډول توجیه نه لري» او زیاته کړې یې ده: «د اوکرایني سخت دریځو د دې برید ځواب به په راتلونکو ورځو کې ورکړو، خو موږ به د دوی په څېر پر سولهییزو هدفونو برید ونه کړو.»
اوکراین تر دې وړاندې هم په چیچنیا کې د ډرون بریدونو مسوولیت اخیستی، چې په هغو کې پر پوځي استوګنځایونه او یوې پوځي روزنیزې اکاډمۍ بریدونه شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې رمضان قادریوف د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د اوکراین جګړې کلک ملاتړی پاتې شوی او د روسي ځواکونو ترڅنګ یې «چیچني ډلې» هم د جګړې لیکو ته استولې دي.