یاد خوځښت دغه اقدام « ښځو ته سپکاوی او له هغوی د واک اخيستلو وسيله» بللې ده. په اعلاميه کې ويل شوي، دا پرېکړه نه د اسلام پر شريعت ولاړه ده او نه پر انساني اخلاقو، بلکې هدف يې د ښځو له کار او ټولنيز ډګر څخه د هغوی اېستل دي. اعلاميه زياتوي، چې پر ښځو د حجاب تحميل د قران او پيغمبر د سنتو خلاف کړنه ده او دا یې د ښځو د عقل، ايمان او عدالت پر وړاندې ښکاره تېری ګڼلی. د خوځښت په اعلاميه کې د اسلامي مفسرانو لکه طبري او فخر رازي د تفسيرونو يادونه شوې او ويل شوي، چې د ښځې مخ او لاسونه په ټولنيز ژوند کې ښکاره کېدای شي او هېڅ شرعي ممنوعیت نه لري. په اعلاميه کې ټينګار شوی، چې هېڅ ډله د دې حق نه لري چې د ښځې پر بدن او انتخاب واک داري وکړي. د هغوی په وینا حجاب که د باور او معرفت له مخې نه وي، نو عبادت نه، بلکې زندان دی. په پای کې معترضو مېرمنو شعار ورکړی: «موږ د هغو ښځو غږ يو چې چوپ نه شول؛ د مېندو، ښوونکو، ډاکترانو او نجونو غږ چې له ايمان، پوهې او زړورتيا سره ژوند کوي.» دغه اعلاميه په داسې حال کې خپره شوې، چې له څو ورځو راهيسې طالبانو د هرات ولایت په حوزوي روغتون کې د ښځو پر تګ راتګ محدوديتونه لګولي دي. د سرچينو په وينا، دغه محدوديتونه هغه مهال پيل شول چې چارواکو ښځې «د حجاب د نه رعايت» له امله له کار او عامه ځايونو څخه منع کړې.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.