لوېدیځو ولایتونو کې د طالبانو والیانو د نشه‌يي توکو د قاچاق او کښت پر مخنېوي خبرې کړي

په هرات کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر جمعه د (لړم ۲۳مه) ویلي چې د دوی د لوېدیځو ولایتونو والیانو په ګډه ناسته کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او کښت د مخنېوي په تړاو خبرې اترې کړې دي. هرات کې د طالبانو والي مولانا اسلام جار ټینګار کړی چې په دې تړاو د ملا هبت الله فرمانونه باید پلي شي.