د بلوچستان ایالت بېلابېلو ولسوالیو کې ۷کسان په ډزو وژل شوي

پاکستانۍ جیو نیوز ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی چې د شنبې په ورځ د (لړم ۲۴مه) د بلوچستان ایالت په موسی خېل، لورالایي، خضدار او ژوب ولسوالیو کې د جلا جلا پېښو پر مهال ۷کسان په ډزو وژل شوي دي. وایي، یوازې درې مړي په موسی خېل ولسوالۍ کې موندل شوي دي.




