د طالبانو رسنۍ: د پاکستان پنجاب کې د داعش ډلې یو قوماندان وژل شوی

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون دوشنبه د (لړم ۲۶مه) خبر ورکړی، چې د‌ پاکستان د پنجاب ایالت په اختر اباد ښار کې ناپېژانده وسله‌والو د زید په نوم د داعش خراسان څانګې یو مهم قوماندان وژلی دی. راپور وایي، وژل شوي کس د افغانستان په ختیځ کې ځینو ورانکاره فعالیتونو کې لاس لاره.