طالبانو په پروان ولایت کې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان په دُرو ووهل

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د پروان ولایت سیدخېل ولسوالۍ ابتدایه محکمې د حکم له مخې یې د یوې ښځې په ګډون دوه کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسانو ته د ۱۸ میاشتو تنفیذي بند او ۳۹ دُرو سزا اورول شوې ده.




