طالبان وایي، په بلخ او بامیان کې یې دوه کوډګر نیولي دي

د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په بلخ او بامیان ولایتونو کې دوه کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه کوډګر له لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.