په کورمه کې د پاکستاني ځواکونو په عملیاتو کې ۲۳وسله‌وال وژل شوي دي

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې خبر ورکړی، چې امنیتي ځواکونو یې د خیبر پښتونخوا په کورمه ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو پرمهال ۲۳ وسله‌وال وژلي دي. یاده اداره وایي، دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوي دي.