طالبان وايي، په بغلان کې ۴۰ نوي کانونه تثبیت شوي

په بغلان ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس مولوي عبادالله معاذ وایي، چې په دغه ولایت کې د سرو زرو، سرب، جست او نورو ګران بیه ډبرو ۴۰ کانونه تثبیت شوي دي. نوموړي ویلي، د دوشي ولسوالۍ د قرزغن د سرو زرو کان په شان ځینې کانونه لا هم د اکتشاف په پړاو کې دي.




