زېلېنسکي وايي، د اوکراین پر لوېدیځ د روسیې په برید کې ۲۲ کسان تري تم شوي دي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې تېره ورځ پر ترنوپیل ښار د روسیې د برید له امله ۲۲ کسان تري تم شوي دي. هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د دغه برید له امله تر دې دمه د درېیو ماشومانو په ګډون ۲۶ کسان وژل شوي دي.