په نایجیریا کې پنځوس تنه برمته شوي زده کوونکي له تښتوونکو تښتېدلي

په نایجیریا کې له څه باندې ۳۰۰ تښتول شویو زده کوونکو څخه، ۵۰ تنه په دې بریالي شوي، چې له تښتوونکو وتښتي. د نایجیریا کاتولیک کلیسا ویلي، چې شاوخوا ۲۵۳ نور تښتول شوي کسان، چې ۱۲ ښوونکي او د ښوونځي کارکوونکي هم پکې شامل دي، لاهم د تښتوونکو په واک کې دي.