• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسټرالیا: د نړۍ هېڅ ځای کې د افغانستان په څېر د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی ژور نه دی

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د اسټرالیا ځانګړې استازې وايي، په هېڅ بل هېواد کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی دومره «ریښې لرونکی، جوړښتي او پراخ» نه دی لکه په افغانستان کې چې دی.

هغې د ملګرو ملتونو له لوري د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو د ۱۶ ورځني نړۍوال کمپاین د پیل په اړه وویل، چې ښځې په افغانستان کې په عملي ډول له عامه ژوند څخه اېستل شوې دي.

امندا مک ګریګور زیاته کړې، چې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ختمول د هېڅ بل هېواد راتلونکی هومره نه شي بدلولی لکه افغانستان.

په ورته وخت کې یوناما او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوې ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پروړاندې د تاوتریخوالي د ۴۰سلنې اندېښنو د زیاتوالي خبر ورکړ. دغو دوو بنسټونو له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغان ښځو سره خپل ملاتړ او پیوستون زیات کړي.

د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، هغه ښځې چې د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي شمېر یې په یوازې دوو کلونو کې نږدې ۴۰سلنه لوړ شوی او اوس په افغانستان کې له ۱۴ میلیونو څخه ډېرې ښځې د ساتنې خدماتو او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۴

طالبانو او ایراني چارواکو په مشهد کې د افغان بندیانو پر لېږد خبرې کړې دي

۵

په جرمني کې یو افغان کډوال د چاقو په برید کې وژل شوی

•
•
•

نور کیسې

ریچارډ بېنېټ: د نجونو او ښځو پروړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۴ GMT+۰
ریچارډ بېنېټ: د نجونو او ښځو پروړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی
100%

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ وايي، د نجونو او ښځو پروړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی. نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې په افغانستان او ټوله نړۍ کې نجونې او ښځې د ساتنې، عزت او مساواتو مستحقې دي.

بېنېټ د سې شنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې «د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړۍوالې ورځې» په مناسبت لیکلي: «د ښځو او نجونو پروړاندې تاوتریخوالی د منلو نه دی.»

هغه ټینګار کړی، چې عدالت ته لاسرسی د افغانستان او نړۍ د نجونو او ښځو امتیاز نه، بلکې د دوی حق دی.

نوموړي همداراز په ماشومتوب کې جبرې ودونه هم جرم ګڼلی.

د نومبر ۲۵مه هر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. د دې ورځ شالید د دومینیکن جمهوریت د میرابل خویندو له وژنې سره تړاو لري، چې د ۱۹۶۰م کال د نومبر په ۲۵مه د یوه ظالم رژیم پروړاندې د خپلې مبارزې له امله ووژل شوې.

دا ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې په رسمي توګه په ۱۹۹۹م کال کې ومنله.

د دې ورځې د نمانځلو موخه د ښځو د حقونو ساتنه، د تاوتریخوالي د ستونزې په اړه د عامه پوهاوي لوړول او د هغو هڅو پراختیا ده، چې د ښځو لپاره یو خوندي او عادلانه چاپېریال رامنځته کوي.

طالبان: افغانستان به تر راتلونکو درېیو کلونو د برېښنا په برخه کې ۸۰سلنه پر ځان بسیا شي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۲ GMT+۰
طالبان: افغانستان به تر راتلونکو درېیو کلونو د برېښنا په برخه کې ۸۰سلنه پر ځان بسیا شي
100%

د طالبانو د برېښنا شرکت مشر عبدالباري عمر ویلي، پلان لري کابل - کندهار، کابل - ننګرهار، هرات - کندهار او کابل - بامیان د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا مزې له لارې وصل کړي. د هغه په خبره، تر راتلوونکو درېیو کلونو به افغانستان د برېښنا په برخه کې ۸۰ سلنه پر ځان بسیا شي.

عبدالباري عمر د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) په یوه کنفرانس کې ویلي، چې د برېښنا په برخه کې ډېر پلانونه ترلاس لاندې لري‌ او د عملي کولو لپاره یې وخت ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړې: «په ډاډ ویلی شم چې د برېښنا په برخه کې تاسو لسګونه کلونه انتظار کړی؛ خو په درېیو کلونو کې به د برېښنا په برخه کې ۸۰ سلنه پر ځان بسیا شو.»

نوموړي هیله ښودلې، چې په دې هڅو سره افغانستان د برېښنا وارداتي هېواد نه، بلکې په صادراتي هېواد بدلېږي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان تر نیمايي زیاته برېښنا وارداتي ده او ډېری یې هم له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه را واردېږي.

د ۲۰۲۴ کال په فبروري کې د افغانستان برېښنا شرکت اعلان وکړ، چې له ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان څخه یې د وارداتي برېښنا ۶۲۷میلیونه ډالره پاتې شوي پورونه تادیه کړي دي.

تېر کال د ډسمبر په میاشت کې طالبانو له ازبکستان سره د راتلونکي کال لپاره د برېښنا د وارداتو تړون غځولی و. ورته تړون له ترکمنستان سره هم لاسلیک شوی و.

په سپتمبر کې ازبکستان د افغانستان له برېښنا شرکت سره د ۲۰۲۷ کال تر پیل پورې د پروژو د پلي کولو په اړه مالي تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې به د ۲۲۰ او ۵۰۰ کیلو ولټه نویو برېښنا مزو او سب سټېشنونو د جوړولو لپاره ۲۵۰میلیونه ډالر لګول کېږي.

یاد طالب چارواکی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ډېری هېوادوال د برېښنا له پرچاویو او نشتوالي له ستونزو سر ټکوي او د ورځني ژوند د چارو پر مخ بیولو لپاره له ګڼو سختیو سره مخ دي.

له دې سره، د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت مشر عبدالباري عمر همدا نن دا هم وویل، چې په هېواد کې د برېښنا د کمښت او پرچاوۍ یو علت په وروستیو کې هېواد ته د میلیونونو کډوالو بېرته راستنېدل دي.

هغه زیاته کړه، چې په اوسني وخت کې د برېښنا اعظمي تقاضا په موجوده شبکه کې ۱۱۵۲میګاواټه ده او دوی له دې جملې څخه ۸۲۹میګاواټه برېښنا لري چې په دې سره د ۳۲۲.۶میګاواټه برېښنا له کمښت سره مخ دي.

طالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي چې په نړۍوالو غونډو کې د دوی استازو ته د ګډون فرصت ورکړل شي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۶ GMT+۰
طالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي چې په نړۍوالو غونډو کې د دوی استازو ته د ګډون فرصت ورکړل شي
100%

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع‌الحق خالص د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مرستیالې سره په نړۍوالو کنفرانسونو کې د دوی د ګډون په اړه خبرې کړې دي. طالبانو ویلي، چې په دې ناسته کې د چاپېریالي وضعیت او اقلمي بدلون سره د مبارزې په اړه هم بحث شوی.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مطیع‌الحق خالص د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مرستیالې شوکو نودا او په افغانستان کې د دې ادارې له مسوول سټیفن سره په لیدنه کې د ګډې همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

خالص د نړۍوالو له خوا له افغانانو سره توپیري چلند د اندېښنې وړ یاد کړی او زیاته کړې یې ده، چې دا د افغانانو باور کمزوری کوي.

هغه ویلي: «له بده مرغه په نړۍوالو چاپېریالي غونډو کې افغانستان ته د ګډون بلنه نه ورکول کېږي؛ د افغانستان چاپېریالي پروژې د نړۍوالو مالي میکانیزمونو له خوا ځنډول شوي؛ پر پخوانیو نیمګړو پروژو کار نه کېږي او په ټوله کې له افغانانو سره د چاپېریالي پروژو د تطبیق په برخه د نړۍوالو تمایل کم دی.»

طالبانو ویلي: «د دواړو خواوو له‌ لوري د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون سره د مبارزې او زیانونو، د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو، نړۍوالو کنفرانسونو ته د افغان حکومت استازو د بلنې، د ګډې همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې وشوې.»

د طالبانو په خبره، شوکو نودا په نړۍوالو کنفرانسونو کې د افغانستان د چاپېریالي ستونزو د یادونې ژمنه وکړه.

طالبانو زیاته کړې، چې افغانستان د چاپېريالي او اقلیمي ستونزو سره مخ او له همدې کبله زیانمن هېواد دی.

نبیل: هند د افغانستان په سوېل کې خپل حضور پراخوي او پاکستان یې امنیتي محاسبې ته اړ کړی

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۶ GMT+۰
نبیل: هند د افغانستان په سوېل کې خپل حضور پراخوي او پاکستان یې امنیتي محاسبې ته اړ کړی
100%

د مخکېني جمهوري نظام د ملي امنیت رییس رحمت‌الله نبیل وايي، په کندهار کې د هند د کونسلګرۍ د بیا پرانېستلو احتمال او د ډیلي-کندهار ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل امکانات مهم پرمختګونه ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړې: «پاکستان د افغانستان سوېل د خپل ستراتیژیک نفوذ ساحه ګڼي او اوس دې څرګندونو دا هېواد د امنیتي محاسبې ارزولو ته اړ کړی دی.»

رحمت‌الله نبیل د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) پر اېکس پاڼه په خپله تحلیلي لیکنه کې ویلي، که د افغانستان په سوېل کې د هند اقدامات عملي شي، په دې سیمه کې به سیاسي، اقتصادي او استخباراتي حضور پیاوړی شي او د ستراتیژیکو هڅو لېوالتیا به زیاته شي.

نوموړي زیاته کړې: «پاکستان چې تل د افغانستان سوېلي سیمې خپل ستراتیژیک نفوذ ګڼلی، اوس د دې څرګندونو په رڼا کې خپل امنیتي محاسبات بیا ارزوي.»

د نبیل په خبره، په دې سره به مهمې سوداګریزې او ارتباطي لارې او د چابهار بندر فعال شي او ښایي د پاکستان اندېښنې او ورخطايي لا نوره هم زیاته شي.

د نوموړي له نظره، پاکستان د «مبادا بلوچستان او خېبرپښتونخوا ترڅنګ د سند جبهې» فعالېدو ته وارخطا دی.

د مخکېني جمهوري نظام د ملي امنیت رییس رحمت‌الله نبیل همداراز ویلي، چې دا هڅې د بېجینګ او واشنګټن محاسبې هم اغېزمنې کړي او د افغانستان سوېلي سیمه یې د سیمه‌ییزو سیالیو لپاره یو حساس ټکی جوړ کړی دی.

ملګري ملتونه: په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه د خپل ملګري یا د کورنۍ د غړي له خوا وژل کېږي

۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۱ GMT+۰
ملګري ملتونه: په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه د خپل ملګري یا د کورنۍ د غړي له خوا وژل کېږي
100%

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو او د یادې ادارې د ښځو دفتر د ۲۰۲۵ کال راپور خپور کړی، چې په کې ویل شوي، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په ټوله نړۍ کې د لسګونو زرو ښځو او نجونو د وژل کېدو لامل کېږي.

ملګرو ملتونو نن سې‌شنبه (د لیندۍ ۴مه) د دې راپور په خپرولو سره ویلي، چې هره ورځ په نړۍ کې شاوخوا ۱۳۷ ښځې او نجونې د خپلو نږدې ملګرو یا د کورنۍ د غړو له خوا وژل کېږي. له دې مخې، په هرو لسو دقیقو کې یوه ښځه د خپل ملګري یا د کورنۍ د غړي له خوا وژل کېږي.

راپور زیاتوي، په ۲۰۲۴ کال کې ۸۳ زره ښځې وژل شوې دي چې له دې ډلې ۵۰ زره یې د خپل ملګري یا د کورنۍ د غړو له خوا وژل شوې دي، چې د ښځو د وژنې ۶۰ سلنه برخه جوړوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د پالیسۍ برخې مشرې سارا هندریکس ویلي دي، چې د ښځو وژنه د تاوتریخوالي د اوږدې لړۍ پایله ده، چې له انلاین ګواښونو، تعقیب او ځورونې پیلېږي او وروسته تر وژنې رسېږي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په وینا، هره ښځه حق لري چې په خپل ژوند کې خوندي وي. دا اداره زیاتوي، چې د دې لپاره باید قوانین او سیستمونه داسې عملي شي، چې د تاوتریخوالي نښې ژر وپېژندل شي، عاملین یې له وژنې مخکې محاسبه شي او د ښځو د خوندیتوب لپاره قوي تدابیر ونیول شي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړۍوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو او د یادې ادارې د ښځو دفتر د ۲۰۲۵ کال په راپور کې همداراز ویلي، چې د ملګري او کورنۍ له لوري د ښځو د وژنې تر ټولو لوړه کچه په افریقا کې ثبت شوې، ورپسې په امریکا، اوشینیا، اسیا، اروپا او نورو سیمو کې ثبت شوې ده.

په ټوله کې، راپور د ښځو د وژنې د مخنیوي لپاره د قانوني اصلاحاتو، عدلي سیستمونو، ډیجیټلي خوندیتوب او نړیوالې همکارۍ غوښتنه کوي.