• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي چې افغان او هندي شرکتونو د درملو ۱۰۰ میلیون ډالري تړون لاسلیک کړی

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۸ GMT+۰تازه شوی: ۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د روفي نړیوال ګروپ په نوم یو افغان شرکت د هند له زایدوس لایف ساینسز کمپنۍ سره افغانستان ته د درملو د واردولو یو سل میلیون ډالري تړون لاسلیک کړی.

د طالبانو سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرلو سره ویلي، چې یاد تړون نن د پنجشنبې په ورځ د افغان او هندي شرکتونو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې لاسلیک شوی.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، چې د شوې تړون له مخې به یاد هندی شرکت لومړی خپل تولیدي درمل افغانستان ته صادروي او وروسته به د یاد هندي شرکت څانګه افغانستان ته انتقالیږي او په افغانستان کې به د درملو تولید ته دوام ورکوي.

د افغان او هندي شرکتونو ترمنځ دا تړون په داسې حال کې لاسلیک شوی، چې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر څو ورځې وړاندې هند ته د خپل سفر پرمهال له هندي سوداګرو او چارواکو سره له لېدونو وروسته ویلي، چې هند چمتو دی په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۴

ننګرهار کې یو طالب چارواکی: «موسسات د دجال لښکر دی»

۵

په سپين بولدک کې د انساني قاچاق تور بازار؛ ولس قرباني خو طالبان او مافیا ګټونکي دي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د هرات او د ایران د خراسان رضوي والیانو د سوداګرۍ پراخولو هوکړې لاسلیک کړې

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۵ GMT+۰
د طالبانو د هرات او د ایران د خراسان رضوي والیانو د سوداګرۍ پراخولو هوکړې لاسلیک کړې
100%

د ایران رسنیو ویلي، چې د یاد هېواد د خراسان رضوي والي، هرات ته د سفر پر مهال له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا او اسانتیا رامنځته کولو په برخو کې هوکړې لاسلیک کړې دي.

په یاده هوکړو کې د دوغارون ـ اسلام کلا سرحدي زیرنباوو جوړول، د ګمرکونو ۲۴ ساعته فعالیت، د مساپرو او ټرانزیټ لارو جلا کول، د روغتیا، سیاحت او تعلیمي همکاریو پراختیا ترڅنګ د ناروغانو لپاره د ویزو اسانه کول شامل دي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو او ایران والیانو په ناسته کې په سرحدي سیمو کې د احتمالي خنډونو د حل په موخه کاري ډله هم جوړه شوې، چې په هر درېیو میاشتو کې به په صفري نقطه کې ناستې کوي.

پر همدغه مهال د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسن مظفري ویلي، چې د دوغارون ازاده سیمه د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو لپاره اسانه او غوره فرصت دی.

غلام حسین مظفري ویلي:« د دوغارون پوله ډېره بوخته ده، د اوسني حالت څخه رضایت نه لرو. باید څو لارې او لا ډېر امکانات برابر شي، چې تګ راتګ او سوداګري د پخوا په پرتله ښه ترسره شي.»

نوموړي غوښتنه کړې، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د دوغارون په ازاده سوداګریزه سیمه کې دې د حکومتونو په سطحه ټولي ستونزې حل شي او پراخې سوداګرۍ ته دې لا ښه زمینه برابره شي.

د واشنګټن برید ګڼ امریکا میشتي افغانان د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن کړي دي

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۸ GMT+۰
د واشنګټن برید ګڼ امریکا میشتي افغانان د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن کړي دي
100%

د امریکا متحده ایالاتو د ملي ګارد دوه غړي سپینې ماڼۍ ته نږدې ددندې پرمهال په ډزو ژوبل شول. چارواکو ویلي چې د چارشنبې د ورځې د ډزو په تړاو نیول شوی شکمن کس افغان تبعه دی. د برید عواقبو په متحده ایالاتو کې میشت لسګونه زره افغانان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي.

په واشنګټن ډي سي کې څه پېښ شول؟

د شکرانې له ورځې یوه ورځ مخکې د چهارشنبې په ماسپښین رحمان الله لکڼوال د امریکا د ملي ګارډ دوه ستونکي په ډزو کې ژوبل کړل. د ایف بي ایمشر کاش پټیل او د واشنګټن ښارواله موریل باوزر ویلي چې دواړه سرتېري روغتون ته لېږدول شوي او تر اوسه په نازک حالت کې دي. ټپیان یوه ښځه ده او بل نارینه دی.

ډونالد ټرمپ په اګست کې د فدرالي کنټرول په چوکاټ کې د جرمونو د کمولو په هدف په واشنګټن ډي سي کې فدرالي ځواکونه، او د ملي ګارد سرتېري ځای پر ځای کړي وو.

شکمن څوک دی؟

په رسنیو کې د شکمن نوم رحمان‌الله لکڼوال معرفي شوی، چې ۲۹ کلن افغان تبعه دی.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د ده هویت تایید کړی دی. نوموړی د پولیسو په ځوابي ډزو کې ټپي شوی و، خو ټپونه یې ژوند نه ګواښي.

یاد وزارت ویلي چې هغه په ۲۰۲۱ کال کې د بایډن د ادارې د متحدینو د ښه راغلاست پروګرامله لارې امریکا ته راغلی و.

د سي ای اې مشر جان رټکلیف نیویارک ټایمز او فاکس نیوز ته ویلي چې شکمن په افغانستان کې د جګړې پر مهال په کندهار کې د ملګري ځواک د یوه غړي په توګه د امریکا حکومت، په ځانګړي ډولسي ای اې سره کار کړی و.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، بایډن زرګونو افغانانو ته چې د طالبانو له خوا د غچ اخیستنې وېره یې لرله، د موقتي استوګنې اجازه ورکړې وه. د امریکا د کانګرس د څېړنو له مخې، شاوخوا ۷۷ زره افغانان د همدې پروګرام له لارې امریکا ته تللي دي.

د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم ویلي: « هغه افغان چې زموږ د ملي ګارد سرتېري یې وویشت، د زرګونو هغو افغانانو په ډله کې و چې له اړتیا وړ امنیتي ارزونې پرته زموږ هېواد ته د بایډن ادارې له لارې داخل شوي وو».

سي اېن اېن راپور ورکړی چې لکڼوال په ۲۰۲۴ کې د پناه غوښتنه کړې وه او په ۲۰۲۵ کې د ټرمپ ادارې تر واکمنۍ لاندې پرېکړه شوې وه. د هغه په اړه ویل کیږي چې د خوست د لګڼو سیمې دی او په کندهار کې یې د سي ای اې تر ملاتړ لاندې سفر یو قطعې سره دنده ترسره کوله.

ټرمپ دغه برید په سختو ټکو غندلی او افغانستان یې هم د دوزخ له سوري سره پرتله کړی دی.

ټرمپ زیاته کړه چې د شکمن کس په اړه لومړنۍ ارزونې ښيي چې هغه یو بهرنی و چې له افغانستان څخه د بایډن ادارې په الوتنو کې امریکا ته راوستل شوی و.

هغه وویل چې اوس به حکومت د بایډن په دوره کې له افغانستان څخه راغلي ټول کسان له سره ارزوي او هر هغه څوک چې امریکا ته ګټه نه رسوي، باید لرې کړل شي. ددې ټولو افغانانو شمېر۷۰ زرو تنو ته رسیږي.

دایف بي ای مشر کاش پټیل دا پېښه د ملي امنیت مسله بللې ده.

سپینې ماڼۍ په فدرالي محکمه کې بیړنی غوښتنلیک ورکړی چې د ملي ګارد د ایستلو پخوانۍ قضايي پرېکړه وځنډول شي.

د دوو امنیتي چارواکو په وینا، لکڼوال د امریکا په واشنګټن ایالت کې ژوند کاوه.

د هغه د پخواني کور کرایه‌ورکوونکې کریسټینارسنیو ته ویلي چې لکڼوال شاوخوا څلور کاله مخکې له خپلې مېرمنې او پنځو ماشومانو سره د بېلینګهم، واشنګټن ښار ته رسېدلی و.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه څنګه څه باندې ۲۵۰۰ میله سفر کړی او د چارشنبې د ورځې د ډزو تر پېښې مخکې واشنګټن ډي سي ته ورسېد.

د شکمن افغان په اړه ویل کیږي چې له ترهګرۍ تورونو سره به مخ شي او د عمر قیدا سزا به ورته وغوښتل شي.

د افغانستان او تاجکستان په پوله کې درې چینایان وژل شوي

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۷ GMT+۰
د افغانستان او تاجکستان په پوله کې درې چینایان وژل شوي
100%

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان له خاورې نه په یوه برید کې د «شاهین اس‌اېم» د سرو زرو د استخراج شرکت درې چینایي کارکوونکي وژل شوي دي. تاجکستان ویلي، چې د افغانستان په خاوره کې جنایتکارې ډلې لا هم د سرحدي وضعیت د ګډوډولو هڅې کوي.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا برید تېره شپه د افغانستان له پولې د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ په پوله کې د یاد شرکت د کارکوونکو پر استوګنځي شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي دي: «دا برید په لاسي وسلو او په بم سمبال ډرون په وسیله شوی دی. د برید له امله د شاهین اس‌اېم درې کارکوونکي چې د چین اتباع وو، وژل شوي دي».

تاجکستان دغه برید او د چینایي وګړو وژل کېدل په کلکه غندلي دي او له طالبانو یې غوښتي چې د سرحدي امنیت او ثبات د خوندي کولو لپاره اغیزناک اقدامات وکړي.

په اعلامیه کې زیاته شوې سره له دې چې تاجکستان د پولو د امنیت او همکارۍ د ټینګښت لپاره هڅې کوي، خو د افغانستان په خاوره کې جنایتکارې ډلې لا هم د سرحدي وضعیت د ګډوډولو هڅې کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نومبر په ۲۷مه په جلا اعلامیه کې ویلي چې د بدخشان د والي او د سرحدي ځواکونو د یوه قوماندان مولوي عبدالمنان حسن په مشرۍ یو پلاوی تاجکستان ته تللی دی.

تاجکستان د افغانستان په شمال کې پروت هېواد دی او د امو د سیند په امتداد کې له افغانستان سره شاوخوا ۱۳۵۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

نصیر احمد فایق: د یوه کس کړنې باید د ټولې ټولنې د بدنامۍ لامل ونه ګرځي

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۴ GMT+۰
نصیر احمد فایق: د یوه کس کړنې باید د ټولې ټولنې د بدنامۍ لامل ونه ګرځي
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو وروستی برید غندلی او ویلي یې دي چې د یوه فرد تاوتریخوالی باید د ټولو افغانانو د بدنامۍ لامل ونه ګرځي.

فایق پر ایکس خواله رسنۍ په یو پیغام کې ټینګار کړی چې دا «بې‌معنا او کرغیړن تاوتریخوالی» باید په بشپړ ډول وڅېړل شي او مجرم کسان د قانون منګولو ته وسپارل شي.

هغه زیاته کړې چې هېڅ ملت، قوم یا ټولنه د یوه کس د شخصي عمل مسوول نه شي ګرځېدی او د داسې پېښو پر اساس پر خلکو د شک یا بدګومانۍ فضا رامنځته کول هم ناسم او خطرناک کار دی.

فایق ویلي چې افغانان پخپله د اوږدمهاله جګړو او ترهګرۍ قربانیان دي، او له همدې کبله باید د نورو هېوادونو له خلکو سره د همدردۍ ترڅنګ، د یو فرد د کړنو له امله د ټول افغان ملت د بدنامۍ مخه ونیول شي.

تر اوسه د برید د انګېزو او احتمالي اړیکو په اړه پلټنې روانې دي.

سمیع سادات: د واشنګټن پېښه د افغانانو د ارادې استازیتوب نه کوي

۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۳ GMT+۰
سمیع سادات: د واشنګټن پېښه د افغانانو د ارادې استازیتوب نه کوي
100%

د متحدې جبهې مشرجنرال سمیع سادات په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې «موږ ټول د ترهګرۍ قربانیان یو، دا پېښه د افغانانو د هیلو او ارادې استازیتوب نه کوي».

سادات پر ایکس په یوه پیغام کې لیکلي: «موږ ټول د ترهګرۍ قربانیان یو. زه دا بزدلانه برید په کلکه غندم او د دواړو ټپي شویو سرتېرو د ژر رغېدو هیله کوم.»

نوموړي زیاته کړې چې د راپورونو له مخې بریدکوونکی افغان وګړی بلل کېږي، او دوی د هغه د اړیکو او موخو په اړه څېړنې پیل کړې دي.

هغه ویلي چې دوی به د امریکا له قانون پلي کوونکو ادارو سره په بشپړ ډول همکاري وکړي څو د پېښې په اړه هر اړخیز معلومات راټول شي.

د متحدې جبهې مشر ټینګار کړی چې د یوه فرد عمل د ټول ملت استازیتوب نه شي کولای: «دا کار د افغانانو د ارادې خلاف دی، موږ پخپله د ترهګرۍ قربانیان یو او نه غواړو چې د داسې کړنو له امله زموږ په اړه غلط انځور جوړ شي.»

تر اوسه د برید د انګېزو او احتمالي اړیکو په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي