شاه محمود میاخېل: پنځو لسیزو جګړو ځورولی افغان ملت د جرم ملاتړ نه کوي

د پخواني جمهوري نظام پر مهال د ملي دفاع وزارت سرپرست شاهمحمود میاخېل د واشنګټن ډيسي وروستۍ پېښه غندلې او ویلي یې دي چې افغان ولس خپله له پنځو لسیزو جګړو، تاوتریخوالي او ترهګرۍ سخت ځورېدلی، او هېڅکله د داسې جرایمو ملاتړ نه کوي.




