د جرمني کورنیو چارو وزیر: څوک چې د امنیتي پلټنې پړاو کې بریالی نه شي جرمني ته نه شي راتلای

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي، څوک چې د امنیتي پلټنې پړاو کې بریالی نه شي، جرمني ته نه شي تلای. دوبرینت ددغه هېواد پارلمان ته وویل، چې قانوني وعده لرونکو افغانانو ته به جرمني ته د راوستلو اجازه ورکړل شي خو په یوه شرط او هغه دادی، چې له امنیتي پلټنو بریالي را ووځي.




