• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هانګ کانګ کې د اورلګیدنې په پېښه کې د قربانیانو شمېر ۱۲۸ تنو ته ورسېده

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۲ GMT+۰

په هانګ کانګ کې د استوګنې په یوه لوی کمپلکس کې د مرګونې اورلګیدنې له امله د مړو شویو شمېر ۱۲۸تنو ته رسېدلی او لسګونه نور ټپیان دي. چارواکي دا پېښه د ښار د تېرو لسیزو تر ټولو ستره تراژیدي بولي.

شاوخوا ۲۰۰تنه لا هم لادرکه دي او ژغورنیز ټیمونه یې د لټون پر عملیاتو بوخت دي. اور چې د تای‌پو په سیمه کې په څو ودانیو خپور شوی و، د کنټرول لپاره یې نږدې ۴۲ساعته وخت ونیول شو.

د اور د لګېدو دقیق علت لا نه دی معلوم، خو لومړني راپورونه ښيي چې اور د ترمیم کېدونکو ودانیو له لاندې پوړونو پیل شوی او سوځېدونکو پوښونو او داربستونو په چټکۍ سره نورو برخو ته غځولی دی.

چارواکو ویلي چې په ټولو اته ودانیو کې د اور خبرداری ورکوونکي سیستمونه "غیر فعال" پاتې شوي چې د مړینې شمېر یې زیات کړی. پلټنې روانې دي او وېره شته چې د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۴

ننګرهار کې یو طالب چارواکی: «موسسات د دجال لښکر دی»

۵

په سپين بولدک کې د انساني قاچاق تور بازار؛ ولس قرباني خو طالبان او مافیا ګټونکي دي

•
•
•

نور کیسې

د واشنګټن وروستي ترهګریز برید ته د اتمر غبرګون: بریدګر د افغان ولس استازیتوب نشي کولای

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۶ GMT+۰
د واشنګټن وروستي ترهګریز برید ته د اتمر غبرګون: بریدګر د افغان ولس استازیتوب نشي کولای
100%

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د وروستي ترهګریز برید د غندلو ترڅنګ وايي، چې بریدګر د افغان ولس استازیتوب نشي کولای. اتمر وویل:« افغانانو پخپله د څلور نیمو لسیزو څخه زیات د ترهګرۍ، شخړو او بشري حقونو سرغړونې زغملي دي.»

د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر نن جمعه د لیندۍ ۷مه په اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د د دې ترهګریز عمل ځواب باید د اخلاقو، حکمت او ګډ مسؤلیت له مخې رهبري شي او د مرتکب او مرسته کوونکي دواړو لپاره بشپړ، شفاف تحقیقات اړین دي او موندنې یې باید عامه شي.

اتمر لیکلی:«په میلیونونو افغانان په اسیا، منځني ختیځ، اروپا، شمالي امریکا او اسټرالیا کې په سوله ییز ډول ژوند کوي او په مثبت ډول یې په ټولنه کې ونډه اخیستې ده. هیڅ داسې شواهد نشته چې د دوی ترمنځ د جرم کچه لوړه وي.

د یادونې وړ ده، چې د رحمان الله لکڼوال په نوم یوه افغان دوه ورځې وړاندې په واشنګټن کې د ملي ګارډ دوه عسکر په ډزو ټپیان کړل چې یوې یې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د ډونالډ ټرمپ حکومت د یادې پېښې په غبرګون کې پر افغانانو هر ډول د کډوالۍ پروګرامونه د نامعلومې مودې لپاره بند کړل او همدا راز تر ۲۰۲۱کال وروسته دغه هېواد ته د ورغلو افغانانو د قضیو بیا پلټنو امر یې کړی دی.

ایران په تاجکستان کې د ډرون څرخکې په برید کې د چینایي وکړو وژل کېدل وغندل

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۲ GMT+۰
ایران په تاجکستان کې د ډرون څرخکې په برید کې د چینایي وکړو وژل کېدل وغندل
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په تاجکستان کې د ډرون څرخکې هغه برید غندلی چې پکې درې چینایي وګړي ووژل شول. په داسې حال کې چې تاجکستان اعلان کړی چې برید د افغانستان له خاورې ترسره شوی، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه کومه ځانګړې تبصره نه ده کړې.

د تاجکستان او چین له حکومتونو سره د غمرازۍ په څرګندولو سره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ، چې ایران د ترهګرۍ ټول ډولونه او څرګندونې په کلکه غندي.

هغه د ترهګرۍ د پدیدې د مخنیوي او په اغیزمنه توګه د مبارزې لپاره د څو اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

د تاجکستان په ختلون ولایت کې د ډرون څرخکې برید کې لږ تر لږه درې چینایي وګړي ووژل شول.

طالبانو دا برید وغانده او ویې ویل چې دا پیښه د داسې ورانکارو کړیو کار دی چې هڅه کوي ګډوډي، بې ثباتي او د سیمې د هیوادونو ترمنځ بې باوري رامینځته کړي.

چین په تاجکستان کې د خپلو دریو وګړو وژل کېدل تایید کړل

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۰
چین په تاجکستان کې د خپلو دریو وګړو وژل کېدل تایید کړل
100%

په پلازمېنه دوشنبه کې د چین سفارت منلې چې په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې د یوه وسله وال برید له امله درې چینایي وګړي وژل شوي دي. سفارت زیاته کړې، چې د چهارشنبې په ورځ د جنوب لویدیځ ولایت ختلون په برید کې یو چینایي وګړی هم ټپي شوې دی.

په تاجکستان کې د چین سفارت نن جمعه، د لیدنۍ ۷مه د دغه پېښې د عاملینو هویت نه دی په ګوته کړی، خو ویلي یې دي چې چین له تاجکستان څخه د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د افغانستان له خاورې څخه په یوه برید کې د «شاهین ایس اېم» د سرو زرو د استخراج شرکت درې چینایي کارکوونکي وژل شوي دي. تاجکستان ویلي، چې د افغانستان په خاوره کې ورانکارې ډلې لا هم د سرحدي وضعیت د ګډوډولو هڅې کوي.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا برید تېره شپه د افغانستان له پولې د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ په پوله کې د یاد شرکت د کارکوونکو پر استوګنځي شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي وو: «دا برید په لاسي وسلو او په بم سمبال ډرون په وسیله شوی دی. د برید له امله د شاهین ایس اېم درې کارکوونکي چې د چین اتباع وو، وژل شوي دي».

تاجکستان دغه برید او د چینایي وګړو وژل کېدل په کلکه غندلي دي او له طالبانو یې غوښتي چې د سرحدي امنیت او ثبات د خوندي کولو لپاره اغیزناک اقدامات وکړي.

تاجکستان د افغانستان په شمال کې پروت هېواد دی او د امو د سیند په امتداد کې له افغانستان سره شاوخوا ۱۳۵۰ کیلومتره ګډه پوله لري.

ټرمپ وايي، امریکا به د «درېیمې نړۍ هېوادونو» پر مخ د کډوالۍ دروازه د تل لپاره وتړي

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۵ GMT+۰
ټرمپ وايي، امریکا به د «درېیمې نړۍ هېوادونو» پر مخ د کډوالۍ دروازه د تل لپاره وتړي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې له ټولو هغو هېوادونو څخه چې «درېیمې نړۍ هېوادونه» بلل کېږي؛ امریکا ته به یې د کډوالۍ لړۍ په دایمي توګه دروي. ټرمپ وایي، دغه ګام د امریکا د «سیسټم د بېرته رغولو» لپاره اخلي.

ټرمپ پر ټروت خواله رسنۍ لیکلي، سره له دې چې امریکا په ټېکنالوژۍ کې ډېر پرمختګ کړی؛ خو د کډوالۍ اوسنی سیاست د دغه پرمختګونو او د خلکو د ژوندانه د اسانتیاوو مخه نیولې ده.

ولسمشر ټرمپ ټینګار کړی، د «ناقانونه» کډوالو هر ډول منل او په تېره بیا هغه کسان چې د جو بایډن د واکمنۍ پر مهال امریکا ته ورغلي؛ ختموي. هغه زیاتوي: «هر هغه څوک چې د امریکا لپاره خالصه ګټه نه‌لري، یا زموږ د هېواد د مینې وړتیا نه‌لري؛ له هېواده وباسم».

هغه ویلي، د حکومت مالي مرستې به له پناه‌غوښتونکو سره بندې کړي او له هغو کډوالو څخه به تابعیت واخلي چې «د هېواد دننه امنیت کمزوری کوي». ټرمپ وایي: «هر بهرنی وګړی چې د ولس پر اوږو بار وي، د امنیت ګواښ جوړ کړي یا له لوېدیځ مدنیت سره نه جوړېږي؛ له امریکا یې وباسم».

هغه زیاتوي، دغه ټول ګامونه د دې لپاره اخیستل کېږي چې د «ناقانونه او زیان‌رسوونکو» کسانو په شمېر کې ستر کموالی راشي. ټرمپ وایي: «یوازې د کډوالۍ مخنېوی د دغه حالت بشپړ درمل دي». ټرمپ همدارنګه د هغه انځور له خپرولو سره چې په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د تخلیې پروسه ښکاره کوي، لیکلي: «سلګونه زره کسان له کومې څېړنې پرته زموږ هېواد ته داخل شول».‌

ټرمپ ژمنه کړې، چې دغه موضوع به حل کړي؛ خو ټینګار یې کړی چې د پخواني ولسمشر جو بایډن کړنې به هېڅ‌کله هېرې نه‌شي. د یوه افغان تورن کس له‌خوا په واشنګټن ډي‌سي کې د ملي ګارډ پر دوو عسکرو تر برید وروسته ټرمپ د کډوالۍ اړوند تګلارې، په ځانګړي ډول د افغان پناه‌غوښتونکو لپاره لا سختې کړې.

له دې مخکې د امریکا د کډوالۍ ادارې اعلان کړی و، چې د افغان وګړو د ټولو کډوالۍ غوښتنلیکونو ارزونه یې درولې ده. سربېره پر دې، ټرمپ امر کړی چې د هغو ټولو افغانانو دوسیې دې له سره وڅېړل شي چې د جو بایډن په دوره کې امریکا ته داخل شوي دي.

ټرمپ همدارنګه امر کړی، د امریکا د کډوالۍ خدمتونو اداره دې د هغو هېوادونو د اوسېدونکو د ګرین‌کارټ (دایمي استوګنې) دوسیې له سره وڅېړي چې «د اندېښنې وړ هېوادونه» بلل کېږي چې افغانستان هم په دغه نوملړ کې شامل دی.

د عمران خان ګوندي ملګري او کورنۍ‌ زندان کې د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښمن دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۴ GMT+۰
د عمران خان ګوندي ملګري او کورنۍ‌ زندان کې د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښمن دي
100%

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړو د خپل زنداني مشر عمران خان د روغتیايي وضعیت په تړاو اندېښنې څرګندې کړې او د شهباز شریف پر حکومت یې فشارونه ډېر کړي دي. د دغه پخواني لومړي وزیر د ګوند او کورنۍ غړي هغه سره د ملاقات لپاره اډیاله زندان ته هم نه ور پرېښودل کېږي.

د تحریک انصاف ګوند ویاند ذولفقار بخاري وایي، چې د عمران خان د کورنۍ هېڅ غړی او نه هم د هغه وکیلان د نومبر له څلورمې راهیسې تر اوسه نه‌دي توانېدلي؛ څو له هغه سره وګوري. د ده په خبره؛ دغه وضعیت د خان د روغتیا او جسمي حالت په اړه ابهام ډېر کړی او باید په بېړنۍ توګه ورسره د لیدنو اسانتیاوې برابرې شي.

د بخاري په وینا؛ د دوی د ګوند یوه استازې ډلې د پنج‌شنبې په ورځ (د لېندۍ ۶مه) بیا هم هڅه وکړه، چې له عمران خان سره ملاقات وکړي؛ خو د زندان چارواکو یې د تېر په څېر بیا مخه نیولې ده. نوموړي زیاته کړه، هغه اوونیزې لیدنې چې د زندان د اصولو له مخې باید ترسره شي؛ بې له هر دلیله ځنډول شوې او له پخواني لومړي وزیر سره د اړیکو اوږدمهاله ځنډ د دوی اندېښنې نورې هم پراخې کړې دي.

تاوتریخوالی هغه مهال نور هم پراخ شو، چې د خېبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدی د پولیسو له لوري عمران خان سره د لیدو لپاره اډیاله زندان ته پرېنښودل شو. راپورونه وایي، هغه د زندان مخې ته د پولیسو له لوري درول شوی او د ننوتو اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

اپریدي، چارواکي د محکمې د حکم نه په سرغړونې تورن کړل او وې ویل، چې «د ۲۵۰ مېلیونه ولس استازی» باید بیا له داسې ملاقاتونو منعه نه‌شي. هغه زیاته کړه، چې له خېبرپښتونخوا سره د «مېرني زوی» په څېر چلند کېږي او خبرداری یې ورکړ چې د تاوتریخوالي زیاتوالی به د دغه هېواد ملي یووالي ته زیان ورسوي.

د خېبر پښتونخوا سر وزیر ویلي، چې ټولې قانوني او ولسواکې لارې یې کارولې دي؛ خو واکمن حکومت د داسې محدودیتونو «هیڅ قانوني واک» نه‌لري. هغه پرله‌پسې ټاکنیزې سرغړونې د ولسي باور د کمېدو لامل وبللې او ویې ویل، چې د وروستیو فرعي ټاکنو کموالی یې ښکاره نښه ده.

اپريدي همدارنګه د پاکستان واکمن حکومت په اقتصادي بې‌کفایتۍ تورن کړ او د نړۍوال مالیاتي صندوق (IMF) هغه نیوکې یې یادې کړې، چې د حکومت د مالي مدیریت په اړه شوې دي. هغه زیاته کړه، د بې‌کارۍ زیاتوالي ډېری پاکستاني ځوانان اړ کړي چې خپل هېواد پرېږدي.

اسلام‌اباد کې د سنا مجلس دننه هم له عمران خان سره د لیدنو کتنو په تړاو اعتراضونه شوي دي. سناتور فیصل جاوید ویلي، چې باید د هغه د کورنۍ او ګوند غړو ته د پخواني لومړي وزیر سره د لیدو اجازه ورکړل شي.

اخوا د پاکستان د کورنیو چارو د دولت وزیر طلال چودري بیا وایي، له عمران خان سره لیدنې «په بشپړ ډول د زندان له اصولو سره سم» ترسره کېږي چې د کورنۍ او وکیلانو لپاره یې ټاکلي اوونیز مهالوېش موجود دی. هغه وویل، چې هېڅ دولتي چارواکی د قضایي څار د ماتولو اجازه نه‌لري.

عمران خان د ۲۰۲۳کال له اګسټ میاشتې راهیسې په زندان کې دی او د فساد تر څنګ پرې ډول ډول تورونه دي. که څه هم پر خواله رسنیو د عمران خان د روغتیا په تړاو پاکستاني کاروونکو ګڼې پوښتنې راولاړې کړې او ان د مرګ اوازې یې هم خپرې شوې وې؛ خو رویټرز خبري اژانس د اډیاله زندان د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د هغه روغتیایي وضعیت ښه دی.