امیر خان متقي د اقتصادي همکاریو سازمان په ۲۹مه انلاین غونډه کې ګډون وکړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي په لومړي ځل د اقتصادي همکاریو سازمان (ايکو) د بهرنیو چارو وزیرانو په ۲۹مه انلاین غونډه کې ګډون وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي په لومړي ځل د اقتصادي همکاریو سازمان (ايکو) د بهرنیو چارو وزیرانو په ۲۹مه انلاین غونډه کې ګډون وکړ.
د اقتصادي همکاریو سازمان ۲۹مه انلاین غونډه د قزاقستان په کوربه توب جوړه شوې او د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پکې ګډون کړی و.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې متقي په یاده غونډه کې د امنیت، اقتصاد، نشه يي توکو سره مبارزې او سیمه ییز اتصال په اړه خبرې کړې دي.
متقي د اقتصادي همکاریو د سازمان غړو او د سیمي هېوادونو سره د اړیکو او همکاریو زیاتېدو ته چمتوالی ښودلی.
امیرخان متقي زیاته کړې:«غړي هېوادونه کولای شي، چې د دغه سازمان په چوکاټ کې د افغغانستان له بېلابېلو اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو او فرصتونو څخه استفاده وکړي.»
طالبانو ویلي، چې د غونډې د ګډونوالو له خوا په افغانستان کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې هڅې او اقتصادي پرمختګونه ستایل شوي دي.
طالبانو ویلي، چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان د اېکو سازمان نه جلا کېدونکی غړی بللی او افغانستان یې د سویلي اسیا هېوادونو لپاره د سوداګرۍ او ترانزیټ تر ټولو نږدې او اغېزمنه لار بللي ده.

د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزیر عطاالله عمر په مسکو کې د روسیې د کرنې له وزیرې اوکسانا لوټ سره کتلي او دواړو لوریو د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو په برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.
د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبولګو وزارت ویلي، چې عطاالله عمري په مسکو کې د روسیې د کرنې له وزیرې اوکسانا لوټ سره د لېدنې پرمهال د اوبولګولو د سیستمونو د پیاوړتیا، د مالدارۍ د نسل اصلاح د پرواګرامونو پراختیا، د تخنیکي کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او د روسیې بازارونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار کړی دی.
همدارنګه عطاالله عمري د روسیې د کرنې له وزیرې څخه غوښتنه کړې، چې د اوبولګولو د نوې ټیکنالوژۍ، عصري کرنیزو سیستمونو، تخنیکي روزنو او د کرنیزو محصولاتو د وارداتو او صادراتو د اسانتیاوو په برخه کې ورسره همکارۍ وکړي.
طالبانو ویلي، چې د روسیې د کرنې وزیرې اوکسانا لوټ له افغانستان سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د عملي او دوامدارې همکارۍ د پیاوړتیا ژمنه کړې ده.
په پلازمېنه دوشنبه کې د چین سفارت منلې چې په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې د یوه وسله وال برید له امله درې چینایي وګړي وژل شوي دي. سفارت زیاته کړې، چې د چهارشنبې په ورځ د جنوب لویدیځ ولایت ختلون په برید کې یو چینایي وګړی هم ټپي شوې دی.
په تاجکستان کې د چین سفارت نن جمعه، د لیدنۍ ۷مه د دغه پېښې د عاملینو هویت نه دی په ګوته کړی، خو ویلي یې دي چې چین له تاجکستان څخه د پلټنو غوښتنه کړې ده.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د افغانستان له خاورې څخه په یوه برید کې د «شاهین ایس اېم» د سرو زرو د استخراج شرکت درې چینایي کارکوونکي وژل شوي دي. تاجکستان ویلي، چې د افغانستان په خاوره کې ورانکارې ډلې لا هم د سرحدي وضعیت د ګډوډولو هڅې کوي.
دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا برید تېره شپه د افغانستان له پولې د شمسالدین شاهین ولسوالۍ په پوله کې د یاد شرکت د کارکوونکو پر استوګنځي شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي وو: «دا برید په لاسي وسلو او په بم سمبال ډرون په وسیله شوی دی. د برید له امله د شاهین ایس اېم درې کارکوونکي چې د چین اتباع وو، وژل شوي دي».
تاجکستان دغه برید او د چینایي وګړو وژل کېدل په کلکه غندلي دي او له طالبانو یې غوښتي چې د سرحدي امنیت او ثبات د خوندي کولو لپاره اغیزناک اقدامات وکړي.
تاجکستان د افغانستان په شمال کې پروت هېواد دی او د امو د سیند په امتداد کې له افغانستان سره شاوخوا ۱۳۵۰ کیلومتره ګډه پوله لري.
ازادۍ جبهې په امریکا او تاجکستان کې شوي وروستي تروریستي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته هېواد د ترهګرۍ او افراطیت د صادرولو په مرکز بدل شوی دی چې له افغانستان څخه د افراطیت او ترهګرۍ د خپریدو په اړه یې جدي اندیښنې راپورته کړي دي.
د جنرال یاسین ضیا په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ جبهې نن جمعه، د لیندۍ ۷مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د امریکا متحده ایالتو کې د تېرې ورځې ترهګریز برید نه یوازې په امریکا او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راوپارول، بلکې د طالبانو د واکمنۍ لاندې له افغانستان څخه د افراطیت او ترهګرۍ د خپریدو په اړه یې جدي اندیښنې راپورته کړې.
د ازادۍ جبهې په اعلامیه کې راغلي، چې په امریکا کې ترسره شوی ترهګریز، وحشتناک او کرکه خپروونکی برید په کلکه غندي.
پداسې حال کې چې یاسین ضیا د متحده ایالاتو د استخباراتو او امنیتي ادارو لخوا په روانو څېړنو باور لري، خو ټینګار کوي چې بریدګر د تبلیغاتي شبکو، رواني جګړې، او د طالبانو او نورو متحدو ترهګرو ډلو سره د تړاو لرونکو جاسوسي عملیاتو څخه اغیزمن شوی و.
په اعلامیه کې لیکل شوی، چې په ورته وخت کې د افغانستان له خاورې څخه یو جلا برید، چې د منځنې کټګورې وسلو او ډرونونو په کارولو سره ترسره شوی، د تاجکستان د ختلان په سیمه کې د چینایي کارګرانو یو کمپ په نښه کړی، چې په پایله کې یې درې چینایي وګړي وژل شوي او څو نور ټپیان دی.
پداسې حال کې چې طالبان د مرکزي اسیا هیوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو تعقیبولو هڅې کوي، پر دې پېښه د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت سخت غبرګون وښود.
ضیا زیاتوي، چې ازادۍ جبهې خبرداری ورکړی، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د تاوتریخوالي افراطیت او ترهګرۍ لپاره په خوندي ځای بدل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جمعه د (لېندۍ ۷مه) د تاجکستان د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین سیمه کې د درېیو چینایي وګړو وژنه غندلې ده. دغه وزارت وايي، د پېښې د عواملو موندلو په موخه له تاجکستان سره د معلوماتو تبادلې، تخنیکي همکارۍ او ګډې ارزونې ته بشپړ چمتووالی لري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جمعه د (لېندۍ ۷مه) د تاجکستان د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین سیمه کې د درېیو چینایي وګړو وژنه غندلې ده. دغه وزارت وايي، د پېښې د عواملو موندلو په موخه له تاجکستان سره د معلوماتو تبادلې، تخنیکي همکارۍ او ګډې ارزونې ته بشپړ چمتووالی لري.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي: «د لومړنۍ ارزونې او معلوماتو پر بنسټ په دې کې هغه کړۍ لاس لري، چې په سیمه کې د ګډودۍ، بېثباتۍ او هېوادنو ترمنځ د بېباورۍ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي». پر کابل واکمنې د دغه کړۍ یا ډلې نومونه نهدي روښانه کړي.
تاجکستان وړمه ورځ اعلان وکړ، چې د افغانستان پولې ته نږدې د یو چینایي شرکت درې کارکوونکي په یوه برید کې وژل شوي. دغه هېواد ادعا کړې، چې برید د افغانستان له خاروې شوی او په تړاو یې د پلټنو یادونه کړې وه. طالبانو د چین له حکومت او له وژل شویو کورنیو سره هم خواخوږي څرګنده کړې ده. دغه پېښه داسې مهال کېږي، چې تازه نږدې دوه اونۍ وړاندې د تاجکستان یو پلاوي کابل ته سفر کړی و.
تر دې مخکې بیا د طالبانو د بلخ والي تاجکستان ته تللی و او هلته یې د دغه هېواد له چارواکو سره پر ګډو همکاریو او سیاسي اړیکو خبرې اترې کړې وې. د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې تاجکستان یوازینی هېواد دی، چې لا یې هم په خپل هېواد کې طالب استازي نهدي منلي او هلته د افغانستان سفارت د مخکېني جمهوري نظام د سفیر له لوري مخته وړل کېږي.
طالبان په دې وروستیو کې له دوشنبې سره تعامل ته نږدې شوي وو؛ خو ښکاري چې تر دغه برید وروسته به تاجکستان له طالبانو سره د اړیکو په تړاو په خپلو پرېکړو کې احتیاط وکړي.
د بېځایه شویو نړۍوال سازمان په تازه اعلامیه کې د واشنګټن وروستی برید غندلی او له امریکایي چارواکو یې غوښتي، چې د دغه افغان بریدګر له امله دې اوس ټول افغانان نه په نښه کوي. یاد سازمان له امریکا غوښتي، چې د پېښې په تړاو بشپړه، خپلواکه او روښانه څېړنه وکړي.
یاد سازمان ټپیانو او د هغوی له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي، چې د پېښې څېړنه باید د رښتینو حقایقو، انفرادي مسوولیت او قانوني عدالت پر بنسټ ترسره شي.
د دغه سازمان د بنسټګر او مشر محمداشرف حیدري په وینا؛ دغه ډول پېښې ژور درد او وېره رامنځته کوي. نوموړي له شفافې څېړنې او عادلانه ارزونې ملاتړ څرګند کړی او ټینګار یې کړی، چې د پناه غوښتونکو او کډوالۍ دوسیې باید له ملي امنیت سره همغږې وي؛ خو د یوه کس کړنه هېڅکله د داسې ټولنو د بدنامۍ لامل نهشي کېدای، چې په پېښه کې هیڅ برخه نهلري.
هغه ویلي: «افغانان چې امریکا ته انتقال شوي، له هماغو سختیو او تاوتریخوالي تېښتېدلي چې نن پرې نيوکه کېږي. دوی دلته د یو نوي، خوندي او باعزته ژوند جوړولو او ډیموکراټیکو ارزښتونو د درناوي لپاره راغلي دي». حیدري زیاته کړې، چې دا وخت د ارامو، د واقعیت پر بنسټ ولاړو او له قومي ـ سیاسي تفسیرونو لرې رهبرۍ ته اړتیا لري؛ څو پېښه د شخصي یا ډلې د ګټو لپاره ونه کارول شي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې امریکا د خپل ملي امنیت د خوندي کولو حق او مسوولیت لري؛ خو دغه مسوولیت باید د افرادو د انفرادي ارزونې، روښانه شواهدو او د تبعیض له هر ډول بڼې پرته ترسره شي.
په بیان کې ټینګار شوی، چې یوه جنايي پېښه باید د افغانانو او نورو کډوالو پر وړاندې د نابرابر چلند، ناسمو تورونو او ټولیزې بدنامۍ لامل نهشي. یاد سازمان ویلي، چې افغانان په خپله د افراطیت ستر قربانیان پاتې شوي او هغه افغان پناهغوښتونکي او کډوال چې په امریکا کې مېشت دي؛ په ټوله کې قانونپالي، زحمتکښه او د کوربه هېواد د ټولنې ارزښتونو ته وفادار خلک دي. هغوی ټینګار کړی، چې نادرې سرغړونې باید پر ټولې ټولنې ونهمنل شي.
اعلامیه کې راغلي: «ځینې سیاسي څېرې هڅه کوي د یادې پېښې نه د قومي، ډلې یا سیاسي ګټو لپاره استفاده وکړي».
په خبرپاڼه کې همدارنګه د «مننې ورځې» په مناسبت د افغانانو د مننې پیغام خپور شوی دی. په هغه کې راغلي، زرګونه افغان کورنۍ په امریکا کې د امنیت، عزت او هغو فرصتونو له امله منندوی دي چې ورته برابر شوي دي. دوی له امریکایي کورنیو، ټولنو، پوځي ځواکونو، زړورو سرتېرو، مدني بنسټونو، ښوونکو، کارګومارونکو او ګاونډیانو مننه کړې چې د هغوی په انتقال او ادغام کې یې مرسته کړې ده. افغانانو ژمنه کړې، چې د ازادۍ، ولسواکۍ او برابرۍ ارزښتونو ته وفادار دي او د خپلې روښانه راتلونکې لپاره هڅې کوي.
سازمان په پای کې یو ځل بیا غوښتنه کړې، چې باید دغه پېښه په بشپړ ډول، بېطرفه او دقیق ډول وڅېړل شي؛ د پناهلټونکو امنیتي ارزونې دې عادلانه خو جدي اوسي، د ټولیزې سزا او بدنامۍ مخه دې ونیول شي او سیاسي مشران او رسنۍ دې په مسوولانه توګه پیغامونه ورکړي.
تېره ورځ په واشنګټن کې د عبدالرحمان لکڼوال په نوم یو افغان کډوال د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو برید کړی، چې یوې یې څو ساعته مخکې روغتون کې ساه ورکړه. یادې پېښې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون د ګڼو امریکایي سیاستوالو غبرګونونه راپارولي او په دغه هېواد کې یې په افغانانو یو شمېر محدودیتونه وضعه کړي. همدا راز د امریکا حکومت د افغانانو پرمخ د کډوالۍ د هر ډول پروګرامونو دروازې هم تر نامعلومې مودې پورې وتړلې.