• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسلام‌اباد وایي، تاجکستان کې پر چینایي وګړو برید افغانستان کې د ترهګرۍ د ګواښ ښکاره نښه ده

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۱ GMT+۰

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ویلي چې د تاجکستان په ختلان ولایت کې د چینایي کارګرو پر کان وروستی برید له افغان خاورې څخه سرچینه‌اخیستونکې ترهګرۍ ښکاره نښه ده. وایي، دا پېښه د اسلام‌اباد دریځ تاییدوي چې افغان خاوره باید د ګاونډيو يا نورو هېوادونو پر ضد د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د (لیندۍ ۷مه) په اونیزه خبري ناسته کې وویل چې له طالبانو سره شوی اوربند نه دی ټينګ او له سيمه‌ييزو هېوادونو یې وغوښتل چې د افغانستان له خاورې سرچينه‌اخیستونکو د ترهګرۍ له ګواښ سره په ګډه مقابله قوي کړي.

د یاد هېواد بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر اندرابي وويل:«اوربند ځکه نه ساتل کېږي چې د اوربند موخه دا وه چې د تحريک طالبان پاکستان او افغان اتباع د افغان خاورې له کارولو څخه د پاکستان پر خاوره بريدونه ودرول شي».

دغه اوربند د اکټوبر په اوږدو کې د ډيورنډ په کرښه له نښتو وروسته د قطر او ترکيې په منځګړيتوب د اکټوبر له ۱۸مې تر ۱۹مې په دوحه کې نهايي شو او وروسته په استانبول کې په تعقيبي مذاکراتو کې بیا تایید شو.

خو نږدې شپږ اونۍ وروسته چارواکي وايي چې وضعيت خراب شوی او پاکستان د افغانستان له خاورې سره تړلي شاوخوا ۲۰ ترهګريز بريدونه ثبت کړي دي، چې په‌کې اسلام‌اباد، پېښور او د طالبانو د دریو نفوذي هڅو کنټرول شامل دي.

ویاند ټینګار وکړ چې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ تفاهمي اوربند د «دوو جګړییزو دولتونو ترمنځ د جګړې دودیز اوربند» په معنا نه و.

هغه وويل:«د پاکستان ـ افغانستان اوربند دا معنا لري چې د افغان‌پراخ نیابتي جنګیالیو له لوري په پاکستان کې ترهګريز بريدونه نه ترسره کېږي، خو له دې اوربند وروسته لوی بریدونه شوي دي».

نوموړی زیاته کړه:«که افغان اتباع په پرله‌پسې ډول، لکه په اسلام‌اباد او نورو ځایونو کې، بريدونه کوي نو بيا د اوربند د راتلونکي په اړه هيله‌منده پاتې کېدل ډېر ګران دي».

هغه وویل چې د پاکستان امنيتي ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ تیار دي. د نوموړي په خبره: «زموږ پوځونه په بشپړ ډول چمتو دي، زموږ پوځي چمتووالی قوي دی او هغه امنیتي ننګونې چې ورسره مخ يو په هماغه سنجيدګۍ سره به پرمخ وړل کېږي چې ورته اړتیا ده».

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا لوړه شوې ده.

امنیتي سرچینې وايي پوځ د ډيورنډ کرښې ته نږدې مهمو سيمو ته نور پوځی تجهيزات لېږدولي او د پولې پر ټولو لارو څارنه سخت شوې ده.

د ویاند په وینا، سیمه‌ییز هېوادونه باید په ګډه د ترهګرۍ پر ضد همغږي زیاته کړي:«ګډه همغږي باید نوره هم پیاوړې شي، ځکه دا ګواښ وده کوي او ملي او فراملي بڼو ته رسېدلی دی».

په تاجکستان کې د چیني کارګرو پر کان کیندونکو برید

د دې څرګندونو یوه مهمه اشاره د هغې برید په اړه وه چې یوه ورځ مخکې د افغانستان له خاورې په ډرون او سپکو وسلو ترسره شو او د تاجکستان په خطلان ولایت کې یې د تاجک ـ چین ګډ د سرو زرو کان کې درې چیني کارګران ووژل.

دا سږکال په تاجکستان کې په چیني اتباعو دوهم وژونکی برید دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي:«دغه برید کې د وسلوالو ډرونونو کارول د افغانستان له خاورې د سرچینه‌اخیستونکي ګواښ سنجیدګي او د بریدګرو بې‌پروایي ښيي».

اعلامیه زیاتوي:«پاکستان چې له افغان خاورې په بیا بیا د ترهګرۍ بریدونه تجربه کړي، د چیني ملګرو او تاجک شریکانو درد او غم په بشپړه توګه درک کوي.»

په اعلامیه کې له دې پېښې د اسلام‌اباد د موقف تایید یاد شوی:«پاکستان تل ټینګار کړی چې افغان خاوره باید د ګاونډیو هېوادونو یا بل هر هېواد پر ضد د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي، د افغان خاورې پرلپسې کارول د ترهګرو له لوري او د هغوی دوامداره شتون د افغان طالبانو د رژیم تر سیوري لاندې د سیمې او نړیوالې ټولنې لپاره د جدي اندېښنې وړ دی».

ویاند وویل پاکستان غواړي له تاجکستان او چین سره امنیتي مکالمې، او د درې‌اړخیزو اړیکو له لارې، د ګډې مبارزې همکاري نوره هم غښتلې کړي.

ده زیاته کړه چې اسلام‌اباد په څو اړخیزو ډګرونو، په تېره د شانګهای سازمان د سیمه‌ییزې ترهګرۍ ضد جوړښت د مشري له لارې، هم فعاله ونډه اخلي.

هغه وړاندې وویل:«پاکستان او امریکا په امنیت شورا کې هم دي او دا مسله د ترهګرۍ ضد په اړوندو کمیټو کې مطرح کېږي».

د غونډې پر مهال د طالبانو له‌خوا د پاکستان په خاوره کې د داعش د حضور په اړه پوښتنې وشوې چې ویاند یې په کلکه رد کړه او دا یې «د حیرانتیا وړ ادعا» وبلله.

هغه وویل:«دا د افغان طالبانو د رژیم خیال او تصور دی، هغوی غواړي د ترهګرۍ دغه ستونزه چې په خپله خاوره کې یې ده، بهر ته صادره کړي او ټول مسوولیت په پاکستان واچوي. هر تندلاری عنصر چې په پاکستان کې وي د قانون مطابق ورسره چلند کېږي. د داعش د شتون ادعا په بشپړ ډول بې‌بنسټه ده».

ترویج لرونکی

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې
۱

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۲

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۳

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

۴

ملګري ملتونه: وچکالۍ، خوارځواکۍ او بشري ګواښونو افغانستان سخت ځپلی دی

۵
تازه خبر

د ۱۵ هېوادونو استازو د طالبانو له پلاوي سره په ناسته کې ګډون کړی

•
•
•

نور کیسې

په ملي ګارډ تر برید وروسته امریکا کې مېشت افغانان دولتي غبرګون اندېښمن کړي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۶ GMT+۰
په ملي ګارډ تر برید وروسته امریکا کې مېشت افغانان دولتي غبرګون اندېښمن کړي
100%

واشنګټن کې د ملي ګارد پر دوو سرتېرو د ډزو تر پېښې وروسته، په دغه هېواد کې مېشت افغانان اندېښمن شوي او ویره لري چې د یو افغان بده کړنه به لسګونه زره هغه افغانان زیانمن کړي چې په امریکا کې مېشت دي او یا دغه هېواد ته تلونکي دي.

د تېرې چهار شنبې ورځ په دغه پېښه کې د یو افغان له لوري د ملي ګارډ په دوه عسکرو برید شوی چې یوه سرتېرې په‌کې وژل شوې او بل سخت ټپي دی. له پېښې وروسته ډېری افغانان وېره لري چې د یو کس عمل به د ټولې ټولنې پر وړاندې «جمعي سزا» راوپاروي.

یو افغان اصله امریکایي «ده نشنل» ته ویلي:«دا ډول تاوتریخوالی په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی، هر وخت چې داسې پېښه کېږي، زما لومړی فکر دا وي چې هیله ده برید کوونکی مسلمان نه وي دویم فکر مې دا وي چې هېله ده افغان نه وي. ځکه متأسفانه بیا د هماغه قوم، مذهب او نسل ټول خلک سزا ویني».

د امریکا کورني امنیت وزارت د شکمن بریدګر نوم رحمن‌الله لکڼوال یاد کړی؛ هغه کس چې له خپلې کورنۍ سره د واشنګټن ایالت کې اوسېدو او د افغانستان جګړې پر مهال یې له امریکایي ځواکونو سره د همکار په توګه کار کړی و.

بریدګر د پولیسو په متقابل برید کې ټپي او وروسته نیول شوی دی. فدرالي چارواکو د ترهګرۍ پلټنې پیل کړي او پر لکنوال د لومړۍ درجې قتل تور لګېدلی دی. افغان تبعه صدري چې د برید په سیمه کې ورځينۍ چارې ترسره کوي وایي دا پېښه ورته تر ډېره شخصي ښکاري.

نوموړی وایي: «خلک رښتیا هم وېرېدلي دي چې څه به پېښېږي، زرګونه کسان شته چې دلته نه دي، خو حق لري چې راشي، خو بیا د چهارشنبې د ورځې په څېر یوه پېښه د هغوی د راتګ ټول چانسونه له منځه وړي».

ده زیاته کړه چې بریدګر د ټولې ټولنې درد څو برابره زیات کړی دی:«ټوله پېښه دردونکې ده، خو زما لپاره چې یو افغان ـ امریکایي او یو مسلمان یم، دا درد څو چنده دی».

صدري امریکا ته خپل اوږد سفر یادوي په ډېره سختۍ امریکا ته د نړیوال محصل په توګه راغلي اوس احساس کوي چې افغانستان ورته د ژوند له پاره مناسب ندی.

ده وویل: «دې هېواد ما ته ډېر څه راکړي، کله چې کومه پېښه له افغانانو سره وتړي، ټکان یې زموږ ټولې ټولنې ته ورسېږي.»

له دغه پېښې وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې د «درېیمې نړۍ هېوادونو» کډوالي به په دایمي توګه کنګل کړي.

سپینې ماڼۍ روښانه کړې چې دا پرېکړه به هغو هېوادونو باندې هم تطبیق شي چې سږکال یې نومونه د سفر په بندیز کې اعلان شوي وو. افغانستان په دې نوملړ کې شامل دی.

د د امریکا کورني امنیت وزارت وړاندې لا ویلي وو:«په افغانستان کې شرایط نور دموقتي بیا مېشتېدنېقانوني معیارونه نه پوره کوي». موقتي بیا مېشېدنې افغانانو ته د امریکا په خاوره کې د کار اجازه او له ایستنې څخه خونديتوب ورکاوه.

۴۳ کلن افغان کډوال عصمت ګلستاني چې په ارلینګټن، ویرجینیا کې اوسي او د کډوالو د بیا مېشتېدو په پروګرامونو کې مرسته کوي، وویل چې برید او د حکومت غبرګون په ټولې ټولنه کې خپګان او وېره زیاته کړې ده. نوموی وایي: «دې پېښه د وېرې لویه څپه رامنځته کړې».

ګلستاني په ۲۰۱۶ کال کې د ځانګړې کډوالۍ ویزې له لارې امریکا ته تللی، نوموړی وایي دا پېښه د غندنې وړ ده او د افغانانو ټولنې پورې تړاو نلري. دی زیاتوي: «دا هغه وخت دی چې باید خپل ارزښتونه وساتو، د یو بل قوي ملاتړ وکړو او دا تاوتریخوالی په کلکه وغندو».

نوموړی خبرداری ورکوي چې د ویزو پروسس درول او د ۲۰۲۱ وروسته راغلو افغانانو د دوسیو بیاکتنه د زرګونو کورنیو وېره لا زیاته کړې.

هغه وویل:«زموږ ټول ملګري او خپلوان د ویزو په تمه دي، زما خپله کورنۍ په کابل کېمور، پلار او وروڼههم د امریکا لپاره غوښتنلیکونه لري، خو له هغه وخته چې د ۲۰۲۵ کال په پيل کې د ټرمپ اداره راغلې، د هغوی دوسیې بندې پاتې دي، دا پېښه وضعیت لا خرابولای شي».

نوموړي د امریکا چارواکو ته وویل:«هیله لرم چارواکي داسې فیصلې ونه کړي چې د زرګونو افغانانو ژوند اغېزمن کړي، هغه افغانان چې امریکا یې خپل کور بللی او دلته په سوله او ثبات ژوند کول غواړي».

د عمران خان د روغتیا په اړه اندښنې؛ تحریک انصاف د پاکستان سترې محکمې مخې ته لاریون کوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۱۱ GMT+۰
د عمران خان د روغتیا په اړه اندښنې؛ تحریک انصاف د پاکستان سترې محکمې مخې ته لاریون کوي
100%

د خېبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي د جمعه د (لیندۍ ۷مه) په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې دوی به د دوشنبې په ورځ د خپلو پارلماني غړو په ګډون د پاکستان سترې محکمې مخې ته لاریون وکړي. وایي، د پاکستان حکومت د پخواني لومړي وزیر عمران خان سره د ملاقات لپاره دوی زندان ته نه پرېږدي.

په دې خبري کنفرانس کې د عمران خان خور حلیمه خان هم وه. د دې لاریون نېټه داسې مهال ټاکل کېږي چې پاکستان کې په خواله رسنیو کې د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د روغتیایي وضعیت په تړاو پوښتنې راولاړې شوې دي.

څو ورځې وړاندې ان په اډیاله زندان کې د هغه د مړینې خبرونه په خواله رسنیو کې لاس په لاس شول؛ خو وروسته رویټرز اژانس د یاد زندان د چاراکو له قوله خبر ورکړ چې عمران خان ژوندی دی او روغتیايي وضعیت یې هم ښه دی.

روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله پر کېیف بریدونه کړي دي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۴ GMT+۰
روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله پر کېیف بریدونه کړي دي
100%

روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله د شنبې په سهار د کېیف پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي او له امله یې تر اوسه د ۴ کسانو له ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. د کېیف د پوځي ادارې مشر تیمور تکاچینکو ویلي،په دغو بریدونو کې په شپږو بېلابېلو ځایونو کې د استوګنې ودانۍ په نښه شوې دي.

کیف شاوخوا درې میلیونه نفوس لري.

تکاچینکو وویل، چې په دغو بریدونو کې څلور کسان ټپیان شوي او یو تن یې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

نوموړي زیاته کړې، چې لا هم د پلازمېنې کېیف پر فضا بې‌پیلوټه الوتکې ګرځي.

امریکا افغان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې ورکړې بهیر وځنډاوه

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۴ GMT+۰
امریکا افغان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې ورکړې بهیر وځنډاوه
100%

د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د ولسمشر ټرمپ د تازه پرېکرې له‌مخې یې افغان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې ورکول ځنډولي دي.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو زیاته کړې، چې د ملي امنیت او عامه خوندیتوب د ساتنې لپاره ټول اړین ګامونه پورته کوي.

امریکا وروسته له هغه دغه اقدام کوي، چې دوه ورځې مخکې یوه افغان په واشنګټن ډی‌سي کې سپنې ماڼې ته څېرمه د ملي‌ ګارډ پر دوو سرتېرو برید وکړ چې بیا وروسته یوې یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا ویلي، له ټولو هغو هېوادونو څخه چې «درېیمې نړۍ هېوادونه» بلل کېږي، امریکا ته به یې د کډوالۍ لړۍ په دایمي توګه ودروي. ټرمپ وایي، دغه ګام د امریکا د «سیسټم د بیا رغولو» لپاره اخلي.

ولسمشر ټرمپ ټینګار کړی، د «ناقانونه» کډوالو هر ډول منل او په تېره بیا هغه کسان چې د جو بایډن د واکمنۍ پر مهال امریکا ته ورغلي، ختموي.

هغه زیاتوي: «هر هغه څوک چې د امریکا لپاره خالصه ګټه نه‌‌لري، یا زموږ د هېواد د مینې وړتیا نه‌‌لري؛ له هېواده یې وباسم.»

د امریکا د کډوالۍ ادارې د پناه‌ غوښتنې پرېکړې تر نامعلومه وخته وځنډولې

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۶ GMT+۰
د امریکا د کډوالۍ ادارې د پناه‌ غوښتنې پرېکړې تر نامعلومه وخته وځنډولې
100%

د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې مشر جوزف بي اعلان وکړ، چې د پناه‌ غوښتنې ټولې پرېکړې یې په بشپړ ډول درولې دي. د هغه په وینا، دغه پرېکړه د دې لپاره شوې چې د پناه‌ غوښتونکو د هویت، امنیتي شالید او نورو اړوندو مسایلو په اړه بشپړ او دقیقې پلټنې وشي.

جوزف بي د جمعې په ماښام (د لیندۍ ۷مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د امریکا د خلکو خوندیتوب تر هر څه لومړیتوب لري.

له دې سره هممهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، چې د ډونالډ ټرمپ د امر له‌مخې یې د ټولو هغو کسانو د ویزې صادرول درولي چې د افغانستان پاسپورټ لري.

هغه همداراز پرون (پنجشنبه د لیندۍ ۶مه) وویل، چې د ډونالډ ټرمپ د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ یې خپل لاس لاندې ادارو ته امر کړی، چې د اندېښنې وړ هېوادونو د ټولو بهرنیو اتباعو ګرین کارتونه چې د امریکا د دایمي استوګنې اجازه ورکوي، باید له سره په جدي توګه وڅېړي.

له دې پرېکړې وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، له ټولو هغو هېوادونو څخه چې «درېیمې نړۍ هېوادونه» بلل کېږي، امریکا ته به یې د کډوالۍ لړۍ په دایمي توګه ودروي. ټرمپ وایي، دغه ګام د امریکا د «سیسټم د بېرته رغولو» لپاره اخلي.

ټرمپ زیاته کړې، سره له دې چې امریکا په ټکنالوژۍ کې ډېر پرمختګ کړی، خو د کډوالۍ اوسني سیاست د دغو پرمختګونو او خلکو ته د اسانتیاوو د برابرولوو مخه نیولې ده.

له دې سره سم، د امریکا د کار وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې دغه هېواد ته د کډوالۍ له امله د هېواد د کارګر قشر له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ شوی دی. د وزارت په وینا، د کډوالو د زیاتېدونکي فشار له امله د مزدورۍ امتیاز راټيټ شوی او اصلي امریکایي وګړو ته کاري فرصتونه کم شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې اوس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ «لومړی امریکا» تګلارې له‌مخې هڅه کوي چې د نامحدوده کډوالۍ لړۍ پای ته ورسوي او د امریکایي ولس اقتصادي حقونو، کاري فرصتونو او ملي ګټو لپاره جدي مبارزه وکړي.

ټرمپ ټینګار کړی، چې د امریکا د خلکو امنیت، اقتصاد او د کار بازار باید د هر ډول کډوالۍ له اغېزو خوندي وساتل شي او په دې برخه کې به کوټلي اقدامات کوي.

د امریکا په کډوالۍ او امنیتي تګلارو کې د بیاکتنې او احتمالي بدلونونو بحثونه له هغه وروسته تاوده شول، چې د چهارشنبې په ورځ د لکڼوال په نوم یوه افغان په واشنګټن ډي‌سي کې د ملي ګارد پر سرتېرو برید وکړ او دوه کسان یې ټپیان کړل چې له دغو سرتېرو یوې یې پرون په روغتون کې ساه ورکړه.