• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله پر کېیف بریدونه کړي دي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۴ GMT+۰

روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله د شنبې په سهار د کېیف پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي او له امله یې تر اوسه د ۴ کسانو له ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. د کېیف د پوځي ادارې مشر تیمور تکاچینکو ویلي،په دغو بریدونو کې په شپږو بېلابېلو ځایونو کې د استوګنې ودانۍ په نښه شوې دي.

کیف شاوخوا درې میلیونه نفوس لري.

تکاچینکو وویل، چې په دغو بریدونو کې څلور کسان ټپیان شوي او یو تن یې په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

نوموړي زیاته کړې، چې لا هم د پلازمېنې کېیف پر فضا بې‌پیلوټه الوتکې ګرځي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

امریکا افغان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې ورکړې بهیر وځنډاوه

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۴ GMT+۰
امریکا افغان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې ورکړې بهیر وځنډاوه
100%

د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د ولسمشر ټرمپ د تازه پرېکرې له‌مخې یې افغان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې ورکول ځنډولي دي.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو زیاته کړې، چې د ملي امنیت او عامه خوندیتوب د ساتنې لپاره ټول اړین ګامونه پورته کوي.

امریکا وروسته له هغه دغه اقدام کوي، چې دوه ورځې مخکې یوه افغان په واشنګټن ډی‌سي کې سپنې ماڼې ته څېرمه د ملي‌ ګارډ پر دوو سرتېرو برید وکړ چې بیا وروسته یوې یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا ویلي، له ټولو هغو هېوادونو څخه چې «درېیمې نړۍ هېوادونه» بلل کېږي، امریکا ته به یې د کډوالۍ لړۍ په دایمي توګه ودروي. ټرمپ وایي، دغه ګام د امریکا د «سیسټم د بیا رغولو» لپاره اخلي.

ولسمشر ټرمپ ټینګار کړی، د «ناقانونه» کډوالو هر ډول منل او په تېره بیا هغه کسان چې د جو بایډن د واکمنۍ پر مهال امریکا ته ورغلي، ختموي.

هغه زیاتوي: «هر هغه څوک چې د امریکا لپاره خالصه ګټه نه‌‌لري، یا زموږ د هېواد د مینې وړتیا نه‌‌لري؛ له هېواده یې وباسم.»

د امریکا د کډوالۍ ادارې د پناه‌ غوښتنې پرېکړې تر نامعلومه وخته وځنډولې

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۶ GMT+۰
د امریکا د کډوالۍ ادارې د پناه‌ غوښتنې پرېکړې تر نامعلومه وخته وځنډولې
100%

د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې مشر جوزف بي اعلان وکړ، چې د پناه‌ غوښتنې ټولې پرېکړې یې په بشپړ ډول درولې دي. د هغه په وینا، دغه پرېکړه د دې لپاره شوې چې د پناه‌ غوښتونکو د هویت، امنیتي شالید او نورو اړوندو مسایلو په اړه بشپړ او دقیقې پلټنې وشي.

جوزف بي د جمعې په ماښام (د لیندۍ ۷مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د امریکا د خلکو خوندیتوب تر هر څه لومړیتوب لري.

له دې سره هممهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، چې د ډونالډ ټرمپ د امر له‌مخې یې د ټولو هغو کسانو د ویزې صادرول درولي چې د افغانستان پاسپورټ لري.

هغه همداراز پرون (پنجشنبه د لیندۍ ۶مه) وویل، چې د ډونالډ ټرمپ د ځانګړې لارښوونې پر بنسټ یې خپل لاس لاندې ادارو ته امر کړی، چې د اندېښنې وړ هېوادونو د ټولو بهرنیو اتباعو ګرین کارتونه چې د امریکا د دایمي استوګنې اجازه ورکوي، باید له سره په جدي توګه وڅېړي.

له دې پرېکړې وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، له ټولو هغو هېوادونو څخه چې «درېیمې نړۍ هېوادونه» بلل کېږي، امریکا ته به یې د کډوالۍ لړۍ په دایمي توګه ودروي. ټرمپ وایي، دغه ګام د امریکا د «سیسټم د بېرته رغولو» لپاره اخلي.

ټرمپ زیاته کړې، سره له دې چې امریکا په ټکنالوژۍ کې ډېر پرمختګ کړی، خو د کډوالۍ اوسني سیاست د دغو پرمختګونو او خلکو ته د اسانتیاوو د برابرولوو مخه نیولې ده.

له دې سره سم، د امریکا د کار وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د تېرو څلورو کلونو په ترڅ کې دغه هېواد ته د کډوالۍ له امله د هېواد د کارګر قشر له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ شوی دی. د وزارت په وینا، د کډوالو د زیاتېدونکي فشار له امله د مزدورۍ امتیاز راټيټ شوی او اصلي امریکایي وګړو ته کاري فرصتونه کم شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې اوس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ «لومړی امریکا» تګلارې له‌مخې هڅه کوي چې د نامحدوده کډوالۍ لړۍ پای ته ورسوي او د امریکایي ولس اقتصادي حقونو، کاري فرصتونو او ملي ګټو لپاره جدي مبارزه وکړي.

ټرمپ ټینګار کړی، چې د امریکا د خلکو امنیت، اقتصاد او د کار بازار باید د هر ډول کډوالۍ له اغېزو خوندي وساتل شي او په دې برخه کې به کوټلي اقدامات کوي.

د امریکا په کډوالۍ او امنیتي تګلارو کې د بیاکتنې او احتمالي بدلونونو بحثونه له هغه وروسته تاوده شول، چې د چهارشنبې په ورځ د لکڼوال په نوم یوه افغان په واشنګټن ډي‌سي کې د ملي ګارد پر سرتېرو برید وکړ او دوه کسان یې ټپیان کړل چې له دغو سرتېرو یوې یې پرون په روغتون کې ساه ورکړه.

ټرمپ غواړي د هوندوراس د پخواني ولسمشر چې په امریکا کې بندي‌ دی د بند پاتې موده وبښي

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۳ GMT+۰
ټرمپ غواړي د هوندوراس د پخواني ولسمشر چې په امریکا کې بندي‌ دی د بند پاتې موده وبښي
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هغه به د هوندوراس د پخواني ولسمشر خوان اورلاندو هرنانډېز د بند پاتې موده وبښي. هرنانډېز دا مهال په متحده ایالاتو کې د نشه يي موادو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه استعمال په تور په پنځه څلوېښتو کلونو بند محکوم شوی دی.

ټرمپ د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) په خپل « ټروت سوشیال» لیکلي، چې د هوندوراس ولسمشرۍ ته نوماند ناصري اسفورا څخه ملاتړ کوي او زیاته کړې یې ده: «که چیرې هغه ټاکنې وګټي نو، د متحده ایالاتو پیسې به بې‌ځایه نه وي مصرف شوې.»

د ۲۰۲۴ کال په مارچ میاشت کې د منهېټن یوې محکمې هرنانډېز په دې تور مجرم وګاڼه چې له قاچاقبرانو څخه یې میلیونونه ډالر اخیستي و، څو کوکاین په خوندي ډول تر امریکا ورسوي.

هغه ته د تېر کال په جون کې سزا واورول شوه او هغه خپله محکومیت «ناحقه» وباله.

د ټرمپ سیاست عجیب و غریب دی له یوې خوا په نشه يي موادو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه استعمال په تور په پنځه څلوېښتو کلونو بند محکوم شوی د هوندوراس پخواني ولسمشر ته بښنه کوي، خو له بلې خوا یې پر افغانانو رڼا ورځ تیاره کړې او د یوه افغان د کړنې له امله یې د ټولو افغانانو د کډوالۍ دوسیې بندې کړې دي.

د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د لکڼوال په نوم یوه افغان کډوال د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو برید وکړ، چې یوې یې د پنجشنبې په ورځ په روغتون کې ساه ورکړه. یادې پېښې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون د ګڼو امریکایي سیاست‌والو غبرګونونه راپارولي او په دغه هېواد کې یې پر افغانانو یو شمېر محدودیتونه لګولي دي. همدا راز د امریکا حکومت د افغانانو پرمخ د کډوالۍ د هر ډول پروګرامونو دروازې هم تر نامعلومې مودې وتړلې.

خو ګڼ شمېر سازمانونو او سیاستوالو له امریکایي چارواکو غوښتي، چې د دغه افغان بریدګر له امله دې اوس ټول افغانان نه په نښه کوي، د هغه جرم فردي دی او د افغان ټولنې استازیتوب نه‌شي کولی او همداراز یې په ډاګه کړې، چې د پېښې په تړاو باید په بشپړه، خپلواکه او روښانه توګه څېړنه وشي.

پخوانی لوی څارنوال: یو فردي جرم د ټول ملت استازیتوب نه‌شي کولای

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۲ GMT+۰
پخوانی لوی څارنوال: یو فردي جرم د ټول ملت استازیتوب نه‌شي کولای
100%

د تېر جمهوري نظام پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي په واشنګټن ډي‌سي کې د ملي‌ ګارډ پر سرتیرو برید ته په اشارې لیکلي: «د یوه کس کړنې د ټول افغان ملت استازیتوب نه‌کوي.» نوموړي دغه برید د ټولو ارزښتونو خلاف کړنه یاده کړې ده.

پخواني‌ لوی څارنوال د جمعې په ماخوستن (د لیندۍ ۷مه) په خپله اېکس پاڼه پر یاد برید خواشني ښودلې او زیاته کړې یې ده: «موږ له تاوتریخوالي ستړي یو، موږ یې قربانیان یو. موږ له دې کاره هېڅ برخه نه‌غواړو.»

هغه یاد برید یوه غمیزه وبلله، د عدالت د ټينګښت او له مجرم سره د حساب کولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي ویلي: «زه له خلکو دا غوښتنه کوم چې دا خبره په یاد وساتي، ټول قوم ته سزا ورکول نه‌ عادلانه دي او نه منصفانه. د یوه کس وحشیانه عمل باید ټول هغه خلک محکوم نه‌کړي چې لا له مخکې یې ډېر کړاوونه تېر کړي دي.»

له افغانستان څخه د امریکا وتنې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي ځالې بدل کړ

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۱ GMT+۰
له افغانستان څخه د امریکا وتنې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي ځالې بدل کړ
100%

د امريکا د ولسي جرګې د بهرنيو چارو کميټې درې کلنې پلټنې ښودلې چې د بایډن ادارې له لوري له افغانستان څخه وتل ناورين‌ او بې‌مسووليته اقدام و، چې نه يوازې یې د امريکا ملي امنيت او نړۍوال اعتبار ته زیان ورساوه، بلکې افغانستان یې یو ځل بیا د ترهګرو لپاره خوندي پټنځای کړ.

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنيو چارو کميټې چې جمهوري غوښتونکي یې مشري کوي، په درې کلنې هر اړخیزې څېړنه کې چې د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) خپور کړی، څو مهمې موندنې وړاندې کړي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې له افغانستان څخه له ناکامه وتلو سره تړاو لري.

څېړنه څرګندوي، چې د بایډن ـ هېرس ادارې له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه مخکې له مخکې کړې وه، هغه که د دوحې تړون وای او که نه. دوی د افغان حکومت غوښتنې، د ناټو د متحدينو اندېښنې او د تړون شرطونه له پامه وغورځول او یو اړخیز وتلو ته یې مخه کړه.

د راپور له‌مخې، د بایډن ادارې د امريکايي کارکوونکو د خونديتوب پر ځای د وتلو ظاهري سیاست ته ډېر اهميت ورکړی و او همدا علت و، چې له جګړې پرته د اېستنې لپاره مخکې له مخکې کوم پلان نه و جوړ شوی ان هغه وخت هم هېڅ پلان نه و کله چې طالبان کابل ته داخل شول.

له جګړې پرته د پلان او چمتووالي د نشتوالي له امله د کابل هوايي ډګر په خطرناکه سيمه بدل شو او د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د ابي ګېټ خونړۍ چاودنه وشوه چې پکې ۱۳ امريکايي عسکر ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول. په دې چاودنه کې له ۱۷۰ څخه زیات افغانان هم ووژل شول. د راپور له‌مخې دا له۲۰۱۲کال وروسته په افغانستان کې د امريکايي پوځ تر ټولو مرګونې ورځ وه.

راپور زیاتوي، چې له وتلو وروسته، د امريکا ملي امنيت کمزوری شو، ځکه افغانستان بیا د القاعده، داعش او د حقاني شبکې په ګډون د ترهګرو لپاره د خوندي پټنځای په توګه راڅرګند شو. راپور زیاتوي، چې د نړۍ په ډېپلوماټیک ډګر کې د امریکا اعتبار زیانمن شو، «ځکه موږ خپل افغان متحدين طالبانو ته د غچ اخیستونکو وژنو لپاره پرېښودل هغه خلک چې موږ یې د ساتنې ژمنه کړې وه.»

د راپورونو له‌مخې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو سره القاعدې په افغانستان کې نوي روزنيز مرکزونه جوړ کړي، وسلې زېرمه کوي او پراخې شبکې یې فعالې کړې دي. د القاعده پخوانی مشر ایمن الظواهري په ښکاره توګه د کابل په مرکزي سیمه کې ژوند کاوه، خو په ۲۰۲۲ کال کې په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

د امريکا د ولسي جرګې د بهرنيو چارو کميټې راپور کې راغلي، چې د بایډن ـ هېرس ادارې قصدي بې‌پروايي امریکا يو ځل بیا له افغانستان څخه د راولاړېدونکو بریدونو پر وړاندې کمزورې کړې ده. د ۲۰۲۴ کال د جون په ۱۱مه، اېف‌بي‌ای د ګډې ترهګرۍ ضد ډلې اته کسان ونیول چې له داعش-خراسان سره تړاو لرلو او له سوېلي پولې په غيرقانوني ډول امریکا ته ننوتلي وو. په همدې مياشت کې د امریکا د کورني امنيت وزارت د منځنۍ آسیا له سيمې څخه ۴۰۰ داسې کسان پېژندلي و، چې له داعش سره د تړلي یوې قاچاقي شبکې په مرسته امریکا ته راغلي و.

راپور کې راغلي، چې د بایډن ادارې د وتلو د ټولو پړاوونو په اړه امريکايي ولس ته ناسم معلومات ورکړل او ځینې مواردو کې یې په مستقیم ډول دروغ وویل.د پلټنې د راپور له‌مخې، د ملي امنيت شورا او د ملي امنيت سلاکار جېک سولېوان د دې غلطو معلوماتو د خپرېدو اصلي سرچینې وې.

راپور زیاتوي، چې له افغانستان څخه بې پلانه وتلو د امریکا د نړۍوال اعتبار لپاره ستر زیان و. د همدې کمزورتیا له څرګندېدو لږ وروسته روسیې پر اوکراين برید وکړ، په منځني ختیځ کې جګړې زیاتې شوې او چین په اسیا کې خپلې چارې پراخې کړې.

تر دې مخکې د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال ویلي و، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو دغه ډول وتنه ناکامه وتنه ده او په وینا یې بایډن په دې چارې سره د امریکا په تاریخ کې «خونړی» داغ پرېښود.

د نوموړي په وینا، په دې سره د امریکا کمزورتیا ټولې نړۍ ته ښکاره شوه او له امله یې د پوتین په څېر کسان زړور شول.

مک‌کال وايي، سره له دې چې جو بایډن ژمنه کړې وه، چې هېڅوک به شاته نه‌پرېږدي، خو لږ تر لږه زر امریکاییان او زرګونه افغان همکاران یې طالبانو ته پرېښودل، هغې ډلې ته چې دمګړۍ د امریکا د شاوخوا ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات په واک کې لري.

مک‌کال له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو له وتلو تر اوسه په ځلونو د بایډن پر ناکامه سیاست نیوکې کړي او ویلې یې دي، چې د جو بایډن په مشرۍ د امریکا دولت د تابیاوو پر ځای ظاهري سیاست ته لومړیتوب ورکاوه او د روانې سناریو په تړاو یې هېڅ تابیا نه درلوده او له امله یې په سیمه کې ترهګر ازاد شول.

راپور ټینګار کوي، چې د دې حقیقت بشپړ ښکاره کول اړین دي، څو له تېروتنو څخه زده‌کړه وشي او دا تاریخ بیا تکرار نه‌شي.

راپور کې راغلي، چې د بایډن ـ هېرس ادارې تر مشرۍ لاندې دغه ناورين‌ د امريکايي پوځ او د جګړې د متقاعدو نظامیانو تر منځ ژور ناورین رامنځته کړ. د پوځ د سرتېرو د جذب او ساتلو کچه راټيټه شوې او د کارپوهانو په وينا، له افغانستان څخه ناکامه وتل د دغې کمېدو مهم لامل ګڼل کېږي. پوځي پرسونل او متقاعد نظامیان له روحي او رواني کړاو سره مخ دي. هغوی هره ورځ له دې حقیقت سره مخامخېږي هغه ترهګر، چې د دوی د دوو لسیزو د مبارزې هدف او د هغوی د ملګرو د قربانیو عاملان و، يو ځل بیا په واک کې دي.

کله چې کابل سقوط وکړ، ډېرو د امریکا له سفارت څخه د امريکاییانو د ایستلو صحنې له سایګون (د ویټنام پخوانۍ پلازمېنه) پېښو سره پرتله کولې، خو دا څېړنه ښيي چې افغانستان کې وضعیت تر هغه هم بد و او د امریکا ملي امنیت ته یې اوږدمهاله او خورا خطرناک زیان واړاوه.

د امريکا د ولسي جرګې د بهرنيو چارو کميټې د خپل راپور په وروستۍ برخه کې لیکلي: «د حقیقت په بشپړ ډول ښکاره کول ډېر مهم دي، څو د بایډن ـ هېرس ادارې له تېروتنو څخه زده‌کړه وشي او دا تاريخ بيا تکرار نه‌شي.»