د امریکا د ولسي جرګې د بهرنيو چارو کميټې چې جمهوري غوښتونکي یې مشري کوي، په درې کلنې هر اړخیزې څېړنه کې چې د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) خپور کړی، څو مهمې موندنې وړاندې کړي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې له افغانستان څخه له ناکامه وتلو سره تړاو لري.
څېړنه څرګندوي، چې د بایډن ـ هېرس ادارې له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه مخکې له مخکې کړې وه، هغه که د دوحې تړون وای او که نه. دوی د افغان حکومت غوښتنې، د ناټو د متحدينو اندېښنې او د تړون شرطونه له پامه وغورځول او یو اړخیز وتلو ته یې مخه کړه.
د راپور لهمخې، د بایډن ادارې د امريکايي کارکوونکو د خونديتوب پر ځای د وتلو ظاهري سیاست ته ډېر اهميت ورکړی و او همدا علت و، چې له جګړې پرته د اېستنې لپاره مخکې له مخکې کوم پلان نه و جوړ شوی ان هغه وخت هم هېڅ پلان نه و کله چې طالبان کابل ته داخل شول.
له جګړې پرته د پلان او چمتووالي د نشتوالي له امله د کابل هوايي ډګر په خطرناکه سيمه بدل شو او د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د ابي ګېټ خونړۍ چاودنه وشوه چې پکې ۱۳ امريکايي عسکر ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول. په دې چاودنه کې له ۱۷۰ څخه زیات افغانان هم ووژل شول. د راپور لهمخې دا له۲۰۱۲کال وروسته په افغانستان کې د امريکايي پوځ تر ټولو مرګونې ورځ وه.
راپور زیاتوي، چې له وتلو وروسته، د امريکا ملي امنيت کمزوری شو، ځکه افغانستان بیا د القاعده، داعش او د حقاني شبکې په ګډون د ترهګرو لپاره د خوندي پټنځای په توګه راڅرګند شو. راپور زیاتوي، چې د نړۍ په ډېپلوماټیک ډګر کې د امریکا اعتبار زیانمن شو، «ځکه موږ خپل افغان متحدين طالبانو ته د غچ اخیستونکو وژنو لپاره پرېښودل هغه خلک چې موږ یې د ساتنې ژمنه کړې وه.»
د راپورونو لهمخې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو سره القاعدې په افغانستان کې نوي روزنيز مرکزونه جوړ کړي، وسلې زېرمه کوي او پراخې شبکې یې فعالې کړې دي. د القاعده پخوانی مشر ایمن الظواهري په ښکاره توګه د کابل په مرکزي سیمه کې ژوند کاوه، خو په ۲۰۲۲ کال کې په یوه هوايي برید کې ووژل شو.
د امريکا د ولسي جرګې د بهرنيو چارو کميټې راپور کې راغلي، چې د بایډن ـ هېرس ادارې قصدي بېپروايي امریکا يو ځل بیا له افغانستان څخه د راولاړېدونکو بریدونو پر وړاندې کمزورې کړې ده. د ۲۰۲۴ کال د جون په ۱۱مه، اېفبيای د ګډې ترهګرۍ ضد ډلې اته کسان ونیول چې له داعش-خراسان سره تړاو لرلو او له سوېلي پولې په غيرقانوني ډول امریکا ته ننوتلي وو. په همدې مياشت کې د امریکا د کورني امنيت وزارت د منځنۍ آسیا له سيمې څخه ۴۰۰ داسې کسان پېژندلي و، چې له داعش سره د تړلي یوې قاچاقي شبکې په مرسته امریکا ته راغلي و.
راپور کې راغلي، چې د بایډن ادارې د وتلو د ټولو پړاوونو په اړه امريکايي ولس ته ناسم معلومات ورکړل او ځینې مواردو کې یې په مستقیم ډول دروغ وویل.د پلټنې د راپور لهمخې، د ملي امنيت شورا او د ملي امنيت سلاکار جېک سولېوان د دې غلطو معلوماتو د خپرېدو اصلي سرچینې وې.
راپور زیاتوي، چې له افغانستان څخه بې پلانه وتلو د امریکا د نړۍوال اعتبار لپاره ستر زیان و. د همدې کمزورتیا له څرګندېدو لږ وروسته روسیې پر اوکراين برید وکړ، په منځني ختیځ کې جګړې زیاتې شوې او چین په اسیا کې خپلې چارې پراخې کړې.
تر دې مخکې د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال ویلي و، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو دغه ډول وتنه ناکامه وتنه ده او په وینا یې بایډن په دې چارې سره د امریکا په تاریخ کې «خونړی» داغ پرېښود.
د نوموړي په وینا، په دې سره د امریکا کمزورتیا ټولې نړۍ ته ښکاره شوه او له امله یې د پوتین په څېر کسان زړور شول.
مککال وايي، سره له دې چې جو بایډن ژمنه کړې وه، چې هېڅوک به شاته نهپرېږدي، خو لږ تر لږه زر امریکاییان او زرګونه افغان همکاران یې طالبانو ته پرېښودل، هغې ډلې ته چې دمګړۍ د امریکا د شاوخوا ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات په واک کې لري.
مککال له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو له وتلو تر اوسه په ځلونو د بایډن پر ناکامه سیاست نیوکې کړي او ویلې یې دي، چې د جو بایډن په مشرۍ د امریکا دولت د تابیاوو پر ځای ظاهري سیاست ته لومړیتوب ورکاوه او د روانې سناریو په تړاو یې هېڅ تابیا نه درلوده او له امله یې په سیمه کې ترهګر ازاد شول.
راپور ټینګار کوي، چې د دې حقیقت بشپړ ښکاره کول اړین دي، څو له تېروتنو څخه زدهکړه وشي او دا تاریخ بیا تکرار نهشي.
راپور کې راغلي، چې د بایډن ـ هېرس ادارې تر مشرۍ لاندې دغه ناورين د امريکايي پوځ او د جګړې د متقاعدو نظامیانو تر منځ ژور ناورین رامنځته کړ. د پوځ د سرتېرو د جذب او ساتلو کچه راټيټه شوې او د کارپوهانو په وينا، له افغانستان څخه ناکامه وتل د دغې کمېدو مهم لامل ګڼل کېږي. پوځي پرسونل او متقاعد نظامیان له روحي او رواني کړاو سره مخ دي. هغوی هره ورځ له دې حقیقت سره مخامخېږي هغه ترهګر، چې د دوی د دوو لسیزو د مبارزې هدف او د هغوی د ملګرو د قربانیو عاملان و، يو ځل بیا په واک کې دي.
کله چې کابل سقوط وکړ، ډېرو د امریکا له سفارت څخه د امريکاییانو د ایستلو صحنې له سایګون (د ویټنام پخوانۍ پلازمېنه) پېښو سره پرتله کولې، خو دا څېړنه ښيي چې افغانستان کې وضعیت تر هغه هم بد و او د امریکا ملي امنیت ته یې اوږدمهاله او خورا خطرناک زیان واړاوه.
د امريکا د ولسي جرګې د بهرنيو چارو کميټې د خپل راپور په وروستۍ برخه کې لیکلي: «د حقیقت په بشپړ ډول ښکاره کول ډېر مهم دي، څو د بایډن ـ هېرس ادارې له تېروتنو څخه زدهکړه وشي او دا تاريخ بيا تکرار نهشي.»