• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ننګرهار کې یو طالب چارواکی: «موسسات د دجال لښکر دی»

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۰ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو ښاروالۍ د عوایدو رییس اکرام الدین مفتون ویلي، چې بهرني بنسټونه او موسسې د مرستو، روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو او عامه پوهاوي تر نامه لاندې د خلکو شخصي معلومات راټولوي او بهرنیو لورو ته یې لېږدوي. نوموړي دغه موسساتو ته د «دجال» کلمه کارولې.

هغه دغه څرګندونې پر فیسبوک پاڼه په یوه یادښت کې کړې او ویلي یې دي، چې نړۍوال بنسټونه د بېلابېلو پروګرامونو له لارې کورنیو ته لاسرسی پیدا کوي او د کورنیو د غړو هویت، ټولنیز وضعیت او نور معلومات ثبتوي. د هغه په وینا؛ دغه معلومات په منظم ډول راټولېږي او بهر ته لېږدول کېږي.

په ننګرهار کې د طالبانو د ښاروالۍ دغه چارواکي ادعا کړې، چې ځینې بهرني بنسټونه او رسنیزې شبکې د اوږدمهاله موخو لپاره فعالیت کوي او باید د هغوی فعالیتونه له نږدې وڅارل شي. هغه ټینګار کړی، چې د بهرنیو موسسو او کارکوونکو مخینه او فعالیتونه باید په دقت وڅېړل شي او د هغوی هر اقدام تر څار لاندې وي.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي هېوادونو د یووالي او پیاوړي نظام د جوړېدو لپاره اړینه ده چې د بهرنیو لاسوهنو او نفوذ مخه ونیول شي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې د یادې ډلې لوړپوړو چارواکو د بهرنیو مرستو د جلب لپاره په وار، وار له نړۍوالې ټولنې د مرستو غوښتنه کړې ده.
د ځینو راپورونو پر بنسټ؛ طالبانو د ګڼو بهرنیو موسسو کارونه محدود کړي، پر ښځینه کار کوونکو یې بندیزونه لګولي او همداراز په وار، وار د طالبانو له‌خوا د مرستو په بهیر کې د لاسوهنې راپورونه خپاره هم شوي دي.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۴
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۵

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

•
•
•

نور کیسې

په سپين بولدک کې د انساني قاچاق تور بازار؛ ولس قرباني خو طالبان او مافیا ګټونکي دي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۳۲ GMT+۱
•
خبرخونه
په سپين بولدک کې د انساني قاچاق تور بازار؛ ولس قرباني خو طالبان او مافیا ګټونکي دي
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ‌راتګ پر لارو د محدودیتونو او د پاسپورټ جبري کېدو له امله د سپین بولدک ـ چمن پر لار د انساني قاچاق کچه خورا لوړه شوې ده. خلک وایي، د انساني قاچاق داسې شبکې جوړې شوې چې یوې او بلې غاړې ته له اوښتونکو کسانو زیاتې پیسې اخلي.

ځايي سرچینې او هغه کسان چې پر ناقانونه لارو پاکستان ته اوښتي ادعا کوي، د رسمي لارو د تړل کېدو او سختو محدودیتونو له امله خلک اړ شوي چې قاچاق کوونکو شبکو ته مخه کړي او په بدل کې لوړې پیسې ورکړي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا؛ له هغه وروسته چې پاسپورټ جبري او لاره وتړل شوه، د سپین بولدک له لارې د یو کس د اوښتو لپاره لسګونه زره کلدارې اخیستل کېدې؛ خو په وروستیو کې د انساني قاچاق کاروبار پراخ شوی.

یو کس چې د سپین بولدک له لارې پاکستان ته اوښتی وایي: «څو میاشتې وړاندې مې ۱۳۰زره پاکستانۍ کلدارې یوه قاچاقبر ته ورکړې، چې زه یې تر چمن پورې ورسولم. دغه پیسې یوازې د یوه کس جېب ته نه ځي؛ بلکې د لارې په اوږدو کې د طالبانو په ګډون بېلابېلو کسانو ته ورکول کېږي».

دغه کس ادعا کوي، چې د قاچاقي شبکو فعالیت د ځینو سیمه‌ییزو مسوولینو او د ډیورنډ کرښې دواړه غاړو د نفوذ لرونکو اشخاصو له همکارۍ پرته ناشونی ښکاري. ډېری خلک پوښتنه کوي، که طالبان په رښتیا د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره جدي اقدامات کوي؛ نو ولې لاهم هره ورځ لسګونه کسان پر ناقانونه لارو تګ‌راتګ کوي؟

ځايي سرچینې ادعا کوي، چې طالبان په رسمي ډول د انساني قاچاق مخالفت کوي او وخت ناوخت ځینې کسان له سرحدي سیمو بېرته راګرځوي؛ خو په عمل کې د قاچاقي لارو د بشپړ بندېدو نښې نه لیدل کېږي.

یوه سرچینه په دې اړه وایي: «که په رښتیا اراده موجوده وای؛ نو د سپین بولدک او چمن ترمنځ به قاچاقي تګ‌راتګ بند وای، عادي مساپر له سختو محدودیتونو سره مخ دي؛ خو قاچاقبران بیا خپلې لارې لري او ان اوس د پيسو په بدل کې پر عامو لارو خلک اړول کېږي او څوک د پوښتنې نه‌شته».

د همدغه لارو محدودیتونو د زرګونه کورنیو پر ژوند مستقیم اغېز کړی دی، د سپین بولدک، چمن او شاوخوا سیمو ډېری اوسېدونکي دواړو غاړو ته سوداګریزې، روغتیايي او کورنۍ اړیکې لري.
ځایي اوسېدونکي‌ وایي، چې د رسمي تګ‌راتګ د محدودېدو له امله زرګونه کارګر وزګاره شوي، کوچني سوداګر یې له مالي زیانونو او ناروغان د درملنې له ستونزو سره مخ کړي، کورنۍ له یو بل څخه جلا شوې او د قاچاقي شبکو لپاره د فعالیت زمینه برابره شوې ده.

ځینې ځایي سرچینې ادعا کوي، چې د انساني قاچاق ترڅنګ د نشه‌يي توکو د لېږد رالېږد هڅې هم روانې دي او دغه کار د دواړه لوریو په خوښه کېږي. د سیمې اوسېدونکي وایي، چې د ستونزې بنسټیز حل د رسمي لارو پرانیستل او د قانوني تګ‌راتګ اسانتیاوې دي؛ نه دا چې خلک د سختو محدودیتونو له امله د قاچاق کوونکو لاسونو ته ولوېږي.

یو قومي مشر په دې اړه وایي: «کله چې د خلکو پر مخ قانوني دروازې وتړل شي، ناقانونه دروازې پرانیستل کېږي. تر ټولو ډېر زیان عادي ولس ویني، اوس موږ وینو چې هم طالبانو او پاکستانیان زیاتې پیسې له دې انساني قاچاق څخه ترلاسه کوي».

زرګونه کسان د کار، درملنې او کورنیو اړتیاوو لپاره د تګ‌راتګ قانوني حق نه‌لري؛ خو قاچاق کوونکي هره ورځ خپلې شبکې پراخوي او له خلکو مېلیونونه کلدارې ترلاسه کوي. د خلکو په باور که د لارو د تړلو او سختو محدودیتونو دغه تګلاره دوام وکړي؛ نو انساني قاچاق به نور هم پراخ شي او د ولس پر اوږو به د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ او استثمار بار لا دروند شي.

د چاپېریال ساتنې نړۍواله ورځ؛ افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله ترټولو اغېزمن هېواد دی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۵۵ GMT+۱
د چاپېریال ساتنې نړۍواله ورځ؛ افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله ترټولو اغېزمن هېواد دی
100%

د چاپېریال ساتنې له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو د پراخو اغېزو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. که څه هم افغانستان د نړۍ د شین کوریزه ګازونو په تولید کې ونډه نه‌لري؛ خو بیاهم په پرله‌پسې ډول له وچکالۍ، سېلابونو او د اوبو له کمښت سره مخ دی.

د چاپېریال ساتنې کارپوهان وایي، د افغانستان جغرافیایي موقعیت، وچ او نیمه وچ اقلیم، پر کرنه د خلکو پراخه تکیه او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د بنسټیزو اسانتیاوو کمښت د دې لامل شوی چې هېواد د اقلیمي بدلونونو له امله سخت اغېزمن شي.

په وروستیو میاشتو کې د سختو بارانونو له امله په یوشمېر ولایتونو کې سېلابونو پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. له بلې خوا افغانستان ته د سلګونه زره کډوالو ستنېدو د اوبو، ځمکې، طبیعي سرچینو او عامه خدمتونو پر وړاندې د فشار د زیاتېدو اندېښنې هم راپارولې دي.

د ۲۰۲۶کال د داخلي بې‌ځایه شویو کلني راپور له مخې؛ تېر کال په افغانستان کې شاوخوا اووه مېلیونه کسان د اوږدمهاله جګړو او طبیعي پېښو له امله د هېواد دننه بې‌ځایه شوي دي. دغه شمېر د ۲۰۲۵کال په سویلي اسیا کې د ټولو داخلي بې‌ځایه شویو نږدې نیمایي برخه جوړوي.

اقلیمي بدلونونه پر افغانستان څه اغېز لري؟

د چاپېریال ساتنې کارپوه ساحل دوران افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، سره له دې چې افغانستان د شین کوریزه ګازونو په تولید کې ډېره کمه ونډه لري؛ خو د جغرافیایي موقعیت، د طبیعي سرچینو محدودیت، د اقتصادي زېربناوو کمزورتیا او د اقلیمي بدلونونو سره د تطابق د ټیټ ظرفیت له امله د اقلیمي بدلونونو تر ټولو زیانمنو هېوادونو شمېرل کېږي.

د هغه په وینا؛ د تودوخې لوړېدل، د بارانونو د موسمي نظم ګډوډېدل او د واورو او یخچالونو چټک ویلي کېدل د دې لامل شوي چې افغانستان د اوبو له کمښت، وچکالۍ، سېلابونو او د کرنیزو حاصلاتو له کمښت سره مخ شي. نوموړی زیاتوي، چې د اقلیمي بدلونونو اغېز یوازې د ګازونو د تولید له کچې سره تړاو نه‌لري؛ بلکې د هېوادونو د زیان‌مننې او چمتووالي له کچې سره هم مستقیمه اړیکه لري.

سېلابونه او وچکالي

افغانستان په وروستیو کلونو کې په یوه وخت له اوږدمهاله وچکالیو او ناڅاپي سېلابونو سره مخ شوی دی؛ هغه مسله چې کارپوهان یې د اقلیمي بدلونونو له مهمو پایلو ګڼي. ساحل دوران وایي: «اقلیمي بدلونونه د سېلابونو، وچکالیو او د هوا د سختو پېښو د زیاتوالي له مهمو لاملونو دي. د نړۍوالې تودوخې له امله د بارانونو شدت او بې‌نظمي زیاته شوې، چې په پایله کې یې په لنډ وخت کې درانه بارانونه او ناڅاپي سېلابونه رامنځته کېږي».

د شنونکو په باور؛ د کرنیزو ځمکو تخریب، د حاصلاتو کمښت، د اوبو سرچینو کمښت او د ناخوندي خوړو زیاتوالی د دغه وضعیت له مهمو پایلو څخه دي. دغه ستونزې په ځانګړې توګه د کلیوالو سیمو د خلکو پر استوګنې مستقیم اغېز کړی دی.

په وروستیو میاشتو کې د سلګونه زره کډوالو راستنېدو د نفوس د زیاتوالي ترڅنګ د اوبو، ځمکې، سون توکو او نورو طبیعي سرچینو اړتیا هم لوړه کړې ده. د ساحل دوران په وینا؛ که د کډوالو د ځای پرځای کېدو او د سرچینو د مدیریت لپاره اغېزمن پلانونه جوړ نه‌شي، نو پر طبیعي سرچینو به فشار نور هم زیات شي او دا به د چاپېریالي ستونزو د لا پراخېدو لامل شي.

افغانستان د اقلیمي بدلون ناورین د مخنیوي لپاره څه ته اړتیا لري؟

کارپوهان ټینګار کوي، چې د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره مبارزه یوازې په بېړنیو مرستو نه‌شي کېدای؛ بلکې اوږدمهاله او بنسټیزو پروګرامونو ته اړتیا لري. د اوبو د سرچینو مدیریت، د ځنګلونو ساتنه، د طبیعي پېښو پر وړاندې د پیاوړو زېربناوو جوړول او د عامه پوهاوي لوړول له مهمو لومړیتوبونو دي.

ساحل دوران وایي، اړونده ادارې باید د اوبو مدیریت منظم سیستمونه رامنځته کړي، د ځنګلونو د له‌منځه تلو مخه ونیسي، د سېلابونو ګواښ کمولو پروژې پیاوړې کړي او د اقلیمي بدلونونو په اړه د خلکو پوهاوی زیات کړي.

په داسې حال کې چې افغانستان له ګڼو اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ دی، کارپوهان خبرداری ورکوي چې د چاپېریال او اقلیمي بدلونونو له پامه غورځول به شته ستونزې لا ژورې کړي. د هغوی په وینا؛ د طبیعي سرچینو ساتنه، د اوبو دوامداره مدیریت او د اقلیمي پېښو پر وړاندې چمتووالی د هېواد د راتلونکي لپاره حیاتي ارزښت لري.

یوناما: د افغانستان تر نیمایي ډېر نفوس له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۳۴ GMT+۱
یوناما: د افغانستان تر نیمایي ډېر نفوس له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دی
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د چاپېریال ساتنې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د افغانستان تر نیمایي ډېر وګړي د وچکالۍ او د اوبو سخت کمښت له ویجاړوونکو پایلو سره مخ دي. یوناما ویلي، چې وچکالي او د اوبو کمښت لاهم په افغانستان کې تر ټولو پراخ ګواښونه دي.

یوناما جمعه (د غبرګولي ۱۵مه) په یوه راپور کې ویلي، چې چاپېریالي ناورین د خلکو استوګنه، د خوړو خوندیتوب او د هېواد ټیکاو جدي ګواښي. په راپور کې راغلي، چې په سویلي ولایتونو لکه کندهار، هلمند، نیمروز، زابل او روزګان کې د بارانونو کمښت او د ځمکې لاندې اوبو د زیاتې کارونې له امله د اوبو لګولو سیستمونه د له‌منځه تلو تر پولو رسولي او ګڼې کورنۍ اړې شوې چې ژورې څاګانې وکني.

یوناما وایي، چې اقلیمي بدلونونو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ناورین بېلابېل ډولونه رامنځته کړي دي؛ په ختیځو ولایتونو لکه ننګرهار کې کروندګر د فصلونو د پرله‌پسې له‌منځه تلو او د ځمکې لاندې سرچینو په سر له شخړو سره مخ دي.
دارنګه لوېدیځ ولایتونه لکه غور او فراه له اوږدمهاله وچکالۍ سره لاس او ګرېوان دي؛ په داسې حال کې چې ځینې نورې سیمې بیا له سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو سره مخ کېږي چې کورونه، زېربناوې او کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې دي.

د وچکالۍ او سېلابونو ترڅنګ د افغانستان په سویل کې د سختې دوړې او توپانونه د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي لامل شوي دي. همدارنګه په کونړ، نورستان او لوګر ولایتونو کې د ځنګلونو پرې کول هغه طبیعي پناهځایونه له‌منځه وړي، چې د ځمکې ښویېدو او سېلابونو پر وړاندې یې ساتنه کوله.

بغلان کې وروستیو سېلابونو ۷۱زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۲۹ GMT+۱
بغلان کې وروستیو سېلابونو ۷۱زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې
100%

په بغلان کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ادارې مشر عبدالکریم حذیفه وايي، په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې د سخو سېلابونو، درنې واورې او ورښتونو له کبله ۷۱زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

حذیفه ویلي، چې وروستیو سېلابونو د بغلان په لسو ولسوالیو کې ۵۹زره جریبه للمه او تر ۱۲زره جریبه زیاته اوبیزه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده. د هغه په خبره؛ د تخریب شویو ځمکو زیاته برخه په ډنډ غوري او دېشو ولسوالیو کې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې سږکال له همدې امله بزګرانو ته دروند مالي زیان اوښتی دی. هغه له مرستندویه ادارو غوښتنه کړې، چې له زیانمنو بزګرانو سره مرسته او همکاري وکړي.

په بغلان کې د طالبانو رسنیز دفتر د لومړنیو معلوماتو له مخې ویلي، په ځينو ولسوالیو کې تر ۵۰ زیات استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي. ورته مهال یوشمېر بزګران وایي، سېلابونو د هغوی حاصلات او پانګه له‌منځه وړې او له جدي اقتصادي ستونزو سره یې مخ کړي دي.

د زده کړو افغان فعال مطیع‌الله ویسا په فرانسه کې د «ازادۍ جایزې» ګټونکی شو

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱
د زده کړو افغان فعال مطیع‌الله ویسا په فرانسه کې د «ازادۍ جایزې» ګټونکی شو
100%

د نجونو د زده‌کړو او د تعلیم د حق افغان فعال مطیع‌الله ویسا د ۲۰۲۶ کال د «ازادۍ جایزې» ګټونکی اعلان شوی او د فرانسې په کان ښار کې د ځانګړو مراسمو پر مهال ورته د دغې جایزې مډال سپارل شوی دی.

د جایزې تنظیموونکو ویلي چې ویسا ته دا ویاړ د پوهنې د حق، د نجونو د زده‌کړو او ټولو ته د تعلیم د لاسرسي لپاره د هغه د دوامدارو هڅو له امله ورکړل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، «ازادۍ جایزه» هر کال د نړۍ د ځوانانو له‌خوا هغه شخصیت، بنسټ یا خوځښت ته ورکول کېږي چې د ازادۍ، بشري حقونو او انساني ارزښتونو د ودې لپاره یې اغېزمن فعالیتونه ترسره کړي وي.

مطیع‌الله ویسا د جایزې له ترلاسه کولو وروسته د زده‌کړو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د تعلیم حق باید له هېڅ ماشوم، په ځانګړي ډول له نجونو، څخه وانخیستل شي.

ویسا د «پن‌پت» بنسټ له بنسټ‌اېښودونکو څخه دی، چې د نجونو د زده‌کړو، عامه پوهاوي او بشري حقونو په برخو کې فعالیت کوي. دغه بنسټ په افغانستان کې د زده‌کړو د فرصتونو د پراخولو لپاره بېلابېل پروګرامونه پر مخ وړي.

مطیع‌الله ویسا په وروستیو کلونو کې د نجونو د زده‌کړو د ملاتړ له امله د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د فعالانو پام هم ځان ته اړولی دی. هغه د طالبانو له‌خوا د ۲۱۵ ورځو لپاره زنداني شوی و، خو تر خوشې کېدو وروسته یې هم د زده‌کړو د حق د دفاع غږ ژوندی ساتلی دی.