• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چاپېریال ساتنې نړۍواله ورځ؛ افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله ترټولو اغېزمن هېواد دی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۵۵ GMT+۱

د چاپېریال ساتنې له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو د پراخو اغېزو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. که څه هم افغانستان د نړۍ د شین کوریزه ګازونو په تولید کې ونډه نه‌لري؛ خو بیاهم په پرله‌پسې ډول له وچکالۍ، سېلابونو او د اوبو له کمښت سره مخ دی.

د چاپېریال ساتنې کارپوهان وایي، د افغانستان جغرافیایي موقعیت، وچ او نیمه وچ اقلیم، پر کرنه د خلکو پراخه تکیه او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د بنسټیزو اسانتیاوو کمښت د دې لامل شوی چې هېواد د اقلیمي بدلونونو له امله سخت اغېزمن شي.

په وروستیو میاشتو کې د سختو بارانونو له امله په یوشمېر ولایتونو کې سېلابونو پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. له بلې خوا افغانستان ته د سلګونه زره کډوالو ستنېدو د اوبو، ځمکې، طبیعي سرچینو او عامه خدمتونو پر وړاندې د فشار د زیاتېدو اندېښنې هم راپارولې دي.

د ۲۰۲۶کال د داخلي بې‌ځایه شویو کلني راپور له مخې؛ تېر کال په افغانستان کې شاوخوا اووه مېلیونه کسان د اوږدمهاله جګړو او طبیعي پېښو له امله د هېواد دننه بې‌ځایه شوي دي. دغه شمېر د ۲۰۲۵کال په سویلي اسیا کې د ټولو داخلي بې‌ځایه شویو نږدې نیمایي برخه جوړوي.

اقلیمي بدلونونه پر افغانستان څه اغېز لري؟

د چاپېریال ساتنې کارپوه ساحل دوران افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، سره له دې چې افغانستان د شین کوریزه ګازونو په تولید کې ډېره کمه ونډه لري؛ خو د جغرافیایي موقعیت، د طبیعي سرچینو محدودیت، د اقتصادي زېربناوو کمزورتیا او د اقلیمي بدلونونو سره د تطابق د ټیټ ظرفیت له امله د اقلیمي بدلونونو تر ټولو زیانمنو هېوادونو شمېرل کېږي.

د هغه په وینا؛ د تودوخې لوړېدل، د بارانونو د موسمي نظم ګډوډېدل او د واورو او یخچالونو چټک ویلي کېدل د دې لامل شوي چې افغانستان د اوبو له کمښت، وچکالۍ، سېلابونو او د کرنیزو حاصلاتو له کمښت سره مخ شي. نوموړی زیاتوي، چې د اقلیمي بدلونونو اغېز یوازې د ګازونو د تولید له کچې سره تړاو نه‌لري؛ بلکې د هېوادونو د زیان‌مننې او چمتووالي له کچې سره هم مستقیمه اړیکه لري.

سېلابونه او وچکالي

افغانستان په وروستیو کلونو کې په یوه وخت له اوږدمهاله وچکالیو او ناڅاپي سېلابونو سره مخ شوی دی؛ هغه مسله چې کارپوهان یې د اقلیمي بدلونونو له مهمو پایلو ګڼي. ساحل دوران وایي: «اقلیمي بدلونونه د سېلابونو، وچکالیو او د هوا د سختو پېښو د زیاتوالي له مهمو لاملونو دي. د نړۍوالې تودوخې له امله د بارانونو شدت او بې‌نظمي زیاته شوې، چې په پایله کې یې په لنډ وخت کې درانه بارانونه او ناڅاپي سېلابونه رامنځته کېږي».

د شنونکو په باور؛ د کرنیزو ځمکو تخریب، د حاصلاتو کمښت، د اوبو سرچینو کمښت او د ناخوندي خوړو زیاتوالی د دغه وضعیت له مهمو پایلو څخه دي. دغه ستونزې په ځانګړې توګه د کلیوالو سیمو د خلکو پر استوګنې مستقیم اغېز کړی دی.

په وروستیو میاشتو کې د سلګونه زره کډوالو راستنېدو د نفوس د زیاتوالي ترڅنګ د اوبو، ځمکې، سون توکو او نورو طبیعي سرچینو اړتیا هم لوړه کړې ده. د ساحل دوران په وینا؛ که د کډوالو د ځای پرځای کېدو او د سرچینو د مدیریت لپاره اغېزمن پلانونه جوړ نه‌شي، نو پر طبیعي سرچینو به فشار نور هم زیات شي او دا به د چاپېریالي ستونزو د لا پراخېدو لامل شي.

افغانستان د اقلیمي بدلون ناورین د مخنیوي لپاره څه ته اړتیا لري؟

کارپوهان ټینګار کوي، چې د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره مبارزه یوازې په بېړنیو مرستو نه‌شي کېدای؛ بلکې اوږدمهاله او بنسټیزو پروګرامونو ته اړتیا لري. د اوبو د سرچینو مدیریت، د ځنګلونو ساتنه، د طبیعي پېښو پر وړاندې د پیاوړو زېربناوو جوړول او د عامه پوهاوي لوړول له مهمو لومړیتوبونو دي.

ساحل دوران وایي، اړونده ادارې باید د اوبو مدیریت منظم سیستمونه رامنځته کړي، د ځنګلونو د له‌منځه تلو مخه ونیسي، د سېلابونو ګواښ کمولو پروژې پیاوړې کړي او د اقلیمي بدلونونو په اړه د خلکو پوهاوی زیات کړي.

په داسې حال کې چې افغانستان له ګڼو اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ دی، کارپوهان خبرداری ورکوي چې د چاپېریال او اقلیمي بدلونونو له پامه غورځول به شته ستونزې لا ژورې کړي. د هغوی په وینا؛ د طبیعي سرچینو ساتنه، د اوبو دوامداره مدیریت او د اقلیمي پېښو پر وړاندې چمتووالی د هېواد د راتلونکي لپاره حیاتي ارزښت لري.

•
•
•

نور کیسې

یوناما: د افغانستان تر نیمایي ډېر نفوس له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۳۴ GMT+۱
یوناما: د افغانستان تر نیمایي ډېر نفوس له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دی
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د چاپېریال ساتنې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د افغانستان تر نیمایي ډېر وګړي د وچکالۍ او د اوبو سخت کمښت له ویجاړوونکو پایلو سره مخ دي. یوناما ویلي، چې وچکالي او د اوبو کمښت لاهم په افغانستان کې تر ټولو پراخ ګواښونه دي.

یوناما جمعه (د غبرګولي ۱۵مه) په یوه راپور کې ویلي، چې چاپېریالي ناورین د خلکو استوګنه، د خوړو خوندیتوب او د هېواد ټیکاو جدي ګواښي. په راپور کې راغلي، چې په سویلي ولایتونو لکه کندهار، هلمند، نیمروز، زابل او روزګان کې د بارانونو کمښت او د ځمکې لاندې اوبو د زیاتې کارونې له امله د اوبو لګولو سیستمونه د له‌منځه تلو تر پولو رسولي او ګڼې کورنۍ اړې شوې چې ژورې څاګانې وکني.

یوناما وایي، چې اقلیمي بدلونونو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ناورین بېلابېل ډولونه رامنځته کړي دي؛ په ختیځو ولایتونو لکه ننګرهار کې کروندګر د فصلونو د پرله‌پسې له‌منځه تلو او د ځمکې لاندې سرچینو په سر له شخړو سره مخ دي.
دارنګه لوېدیځ ولایتونه لکه غور او فراه له اوږدمهاله وچکالۍ سره لاس او ګرېوان دي؛ په داسې حال کې چې ځینې نورې سیمې بیا له سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو سره مخ کېږي چې کورونه، زېربناوې او کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې دي.

د وچکالۍ او سېلابونو ترڅنګ د افغانستان په سویل کې د سختې دوړې او توپانونه د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي لامل شوي دي. همدارنګه په کونړ، نورستان او لوګر ولایتونو کې د ځنګلونو پرې کول هغه طبیعي پناهځایونه له‌منځه وړي، چې د ځمکې ښویېدو او سېلابونو پر وړاندې یې ساتنه کوله.

بغلان کې وروستیو سېلابونو ۷۱زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۲۹ GMT+۱
بغلان کې وروستیو سېلابونو ۷۱زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې
100%

په بغلان کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ادارې مشر عبدالکریم حذیفه وايي، په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې د سخو سېلابونو، درنې واورې او ورښتونو له کبله ۷۱زره جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

حذیفه ویلي، چې وروستیو سېلابونو د بغلان په لسو ولسوالیو کې ۵۹زره جریبه للمه او تر ۱۲زره جریبه زیاته اوبیزه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده. د هغه په خبره؛ د تخریب شویو ځمکو زیاته برخه په ډنډ غوري او دېشو ولسوالیو کې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې سږکال له همدې امله بزګرانو ته دروند مالي زیان اوښتی دی. هغه له مرستندویه ادارو غوښتنه کړې، چې له زیانمنو بزګرانو سره مرسته او همکاري وکړي.

په بغلان کې د طالبانو رسنیز دفتر د لومړنیو معلوماتو له مخې ویلي، په ځينو ولسوالیو کې تر ۵۰ زیات استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي. ورته مهال یوشمېر بزګران وایي، سېلابونو د هغوی حاصلات او پانګه له‌منځه وړې او له جدي اقتصادي ستونزو سره یې مخ کړي دي.

د زده کړو افغان فعال مطیع‌الله ویسا په فرانسه کې د «ازادۍ جایزې» ګټونکی شو

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱
د زده کړو افغان فعال مطیع‌الله ویسا په فرانسه کې د «ازادۍ جایزې» ګټونکی شو
100%

د نجونو د زده‌کړو او د تعلیم د حق افغان فعال مطیع‌الله ویسا د ۲۰۲۶ کال د «ازادۍ جایزې» ګټونکی اعلان شوی او د فرانسې په کان ښار کې د ځانګړو مراسمو پر مهال ورته د دغې جایزې مډال سپارل شوی دی.

د جایزې تنظیموونکو ویلي چې ویسا ته دا ویاړ د پوهنې د حق، د نجونو د زده‌کړو او ټولو ته د تعلیم د لاسرسي لپاره د هغه د دوامدارو هڅو له امله ورکړل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، «ازادۍ جایزه» هر کال د نړۍ د ځوانانو له‌خوا هغه شخصیت، بنسټ یا خوځښت ته ورکول کېږي چې د ازادۍ، بشري حقونو او انساني ارزښتونو د ودې لپاره یې اغېزمن فعالیتونه ترسره کړي وي.

مطیع‌الله ویسا د جایزې له ترلاسه کولو وروسته د زده‌کړو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د تعلیم حق باید له هېڅ ماشوم، په ځانګړي ډول له نجونو، څخه وانخیستل شي.

ویسا د «پن‌پت» بنسټ له بنسټ‌اېښودونکو څخه دی، چې د نجونو د زده‌کړو، عامه پوهاوي او بشري حقونو په برخو کې فعالیت کوي. دغه بنسټ په افغانستان کې د زده‌کړو د فرصتونو د پراخولو لپاره بېلابېل پروګرامونه پر مخ وړي.

مطیع‌الله ویسا په وروستیو کلونو کې د نجونو د زده‌کړو د ملاتړ له امله د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د فعالانو پام هم ځان ته اړولی دی. هغه د طالبانو له‌خوا د ۲۱۵ ورځو لپاره زنداني شوی و، خو تر خوشې کېدو وروسته یې هم د زده‌کړو د حق د دفاع غږ ژوندی ساتلی دی.

زده‌کړیالان: طالبانو له څو میاشتو راهیسې زموږ بدل‌اعاشه نه ده راکړې

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۴۶ GMT+۱
زده‌کړیالان: طالبانو له څو میاشتو راهیسې زموږ بدل‌اعاشه نه ده راکړې
100%

د یو شمېر دولتي پوهنتونونو زده‌کړیالانو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو ادارې په وروستیو میاشتو کې د دوی بدل‌اعاشه نه ده ورکړې. د دوی په وینا، دې وضعیت د کور کرایې، خوړو برابرولو او د ورځنیو لګښتونو د پوره کولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

بدل اعاشه هغه مالي مرسته ده چې مستحقو زده‌کړیالانو ته ورکول کېږي څو د هغوی د خوراک، استوګنې او ورځني ژوند د لګښتونو یوه برخه پرې پوره شي. په افغانستان کې دا مرسته عموماً هغو زده‌کړیالانو ته ورکول کېږي چې د زده‌کړو لپاره له لرې پرتو ولایتونو او ولسوالیو څخه دولتي پوهنتونونو ته ځي، په دولتي لیلیو کې ورته ځای نه پیدا کېږي او اړ کېږي چې په کرایي کورونو یا شخصي لیلیو کې ژوند وکړي.

په بامیان کې اووه میاشتنی ځنډ

د بامیان پوهنتون یو شمېر زده‌کړیالان وایي چې اووه میاشتې کېږي د اعاشې بدل یې نه دی ترلاسه کړی.

د هغوی په وینا، ډېری زده‌کړیالان د هېواد له لرې پرتو سیمو څخه د سخت اقتصادي وضعیت له امله بامیان ته د زده‌کړو لپاره راغلي او په کرایي خونو کې ژوند کوي. دوی وایي چې د اعاشې بدل نه ورکول د ژوند لګښتونه او د زده‌کړو دوام ورته ستونزمن کړی او پر درسي بهیر یې هم منفي اغېز کړی دی.

په جوزجان کې دوه سمسټرونه بې له بدل اعاشې

د جوزجان پوهنتون زده‌کړیالان هم وایي چې له دوو سمسټرونو راهیسې د دوی د اعاشې بدل نه دی ورکړل شوی.

د دوی په وینا، دې وضعیت لامل شوی چې ګڼ شمېر زده‌کړیالان د شخصي لیلیو کرایه او د برېښنا لګښتونه ورنه کړای شي. ځینو زده‌کړیالانو ویلي چې د لګښتونو د نه ورکولو له امله د شخصي لیلیو له ځینو مالکانو سره له نامناسب چلند سره مخ شوي دي.

هغوی دا ادعا هم کوي چې د لګښتونو د نه ورکړې له امله د ځینو لیلیو برېښنا پرې شوې ده.

د البیروني پوهنتون محصلان پنځه میاشتې انتظار باسي

د البیروني پوهنتون یو شمېر زده‌کړیالان هم وایي چې شاوخوا پنځه میاشتې کېږي د اعاشې بدل یې نه دی ترلاسه کړی.

د دوی په وینا، هغه زده‌کړیالان چې په دولتي لیلیو کې ځای نه لري او اړ دي په شخصي لیلیو کې واوسي، تر نورو ډېر تر اقتصادي فشار لاندې دي. دوی وایي چې د ورځني ژوند لګښتونه او د استوګنې د مصارفو یوه برخه یې له همدې پیسو څخه پوره کېده، خو د دغې مرستې ځنډ د خوړو برابرول او د کرایې ورکول ورته ستونزمن کړي دي.

«نه هم بدل اعاشه او نه هم لیله» 

د کندوز پوهنتون یوه زده‌کړیال افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې د دې پوهنتون د محصلانو د اعاشې بدل نه دی ورکړی.

هغه زیاته کړې چې په دې موده کې ډېرو زده‌کړیالانو ته د لیلیې اسانتیا هم نه ده برابره شوې او په شخصي لیلیو کې د استوګنې لګښتونه په بې‌ساري ډول لوړ شوي دي. د نوموړي په وینا، د پخواني حکومت پر مهال د بدل اعاشه هره میاشت په منظم ډول ورکول کېده.

د تخار محصلان: چوپتیا ته ګواښل شوي یو

د تخار پوهنتون یو شمېر زده‌کړیالان، چې له بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو څخه دغه پوهنتون ته تللي، وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د بدل اعاشېنه دی ترلاسه کړی.

د دوی په وینا، وروستی ځل دا مرسته د تېر کال د تلې میاشتې لپاره ورکړل شوې وه. زده‌کړیالان وایي چې د مالي ستونزو له امله د کور کرایې ورکولو او د خوړو برابرولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

دوی همداراز ادعا کوي چې په تخار کې د طالبانو مسئولانو نه یوازې د دې ستونزې د حل لپاره د دوی غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، بلکې ځینې معترض زده‌کړیالان یې چوپ پاتې کېدو ته هم ګواښلي دي.

افغانستان انټرنشنل موندلې چې د ننګرهار، پکتیا، لغمان، کونړ او خوست ولایتونو د زده‌کړیالانو بدل اعاشې هم نه دی ورکړل شوی.

بدل اعاشه؛ لږه خو حیاتي مرسته

د لوړو زده‌کړو وزارت د مقرراتو له مخې، حکومت مکلف دی هغو زده‌کړیالانو ته چې د کانکور له لارې د خپل استوګنځي له سیمې لرې دولتي پوهنتونونو ته بریالي کېږي، یا لیلیه برابره کړي او یا هم د بدل اعاشې په نوم مالي مرسته ورکړي.

د دغو مقرراتو له مخې، مستحق زده‌کړیالان باید هره میاشت ۱۸۰۰ افغانۍ او په هر سمسټر کې ۷۲۰۰ افغانۍ ترلاسه کړي.

زده‌کړیالان وایي چې دا اندازه پیسې له پخوا هم د ژوند لګښتونو ته بسنه نه کوله، خو اوس له میاشتو راهیسې همدا لږه مرسته هم نه ده ورکړل شوې. د دوی په وینا، ګڼ شمېر زده‌کړیالان د خوړو، د استوګنې د کرایې او نورو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي.

افغانستان انټرنشنل د دې موضوع په اړه د وضاحت ترلاسه کولو لپاره د طالبانو له مسئولانو سره اړیکه نیولې، خو تر اوسه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

یوناما: په افغانستان کې د اوبو کړکېچ تر ټولو ډېر ښځې او ماشومان زیانمنوي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۲۵ GMT+۱
یوناما: په افغانستان کې د اوبو کړکېچ تر ټولو ډېر ښځې او ماشومان زیانمنوي
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) ویلي، چې په افغانستان کې د اوبو مخ پر زیاتېدونکی کړکېچ د خلکو پر ژوند پراخې منفي اغېزې کړې دي او ښځې او ماشومان تر نورو ډېر له دې ستونزې زیان ویني.

یوناما د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۴مه، په خواله رسنیو کې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د اوبو د برابرولو او راټولولو مسؤلیت په ټولنه کې په مساوي ډول نه دی وېشل شوی.

د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د نړیوال اوبو راپور ښيي چې ښځې او نجونې د اوبو د راټولولو تر ټولو لوی بار پر اوږو وړي او د اوبو د کمښت له امله له ګڼو ورځنیو ستونزو سره مخ کېږي.

یوناما ټینګار کړی چې د اوبو روان کړکېچ نه یوازې د خلکو پر معیشت او روغتیا اغېز کړی، بلکې د ښځو او ماشومانو لپاره یې ځانګړې ستونزې هم رامنځته کړې دي.

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، د اوبو کمښت او د اوبو سرچینو ته محدود لاسرسی په افغانستان کې شته جنسیتي نابرابرۍ لا پسې زیاتې کړې دي، ځکه ښځې او نجونې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره ډېر وخت او انرژي مصرفوي.

یوناما د اوبو د ستونزې د حل لپاره د اغېزمنو او دوامدارو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د اوبو سرچینو ته عادلانه لاسرسی د خلکو د ژوند د ښه‌والي او ټولنیز ثبات لپاره مهم ارزښت لري.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۳

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۴

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۵

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي